BBC
 شاته

پر سیاسي او ټولنیز ډګر د ترکیې ناکامې کودتا اغېزې

Image copyright AP
Image caption موږ له لویدیځوالو ناهیلي شوي یو روضه کاواشي

ترکیه یوه میاشت مخکې د یوې ناکامې کودتا شاهده وه، خو دې ناکامې کودتا پر سیاسي او ټولنیز ډګرونو ژوره اغیزه وکړه.

د بي بي سي خبریال مارک لون په تېرو څو اونیو کې په ترکیه کې بدلونونو ته کتنه کړې او لیکي، یوه میاشت مخکې د ترکیې په پلازمېنه انقرې کې پوځیانو د جهنم په څیر یوه صحنه جوړه کړه.

هدف د ترکیې پارلمان و. خو دغه کودتا له ماتې سره مخامخه شوه.

د پارلمان د ودانۍ ساتوونکي اوس هم هغه کسان دي چې په کودتا کې ټپیان شوي وو. دغې کودتا د ترکیې د سیاست په اړه پراخ بحثونه وپارول. ډېری په دې باور دي چې دې کودتا د ترکیې خلک یو موټي کړل.

Image copyright DHA
Image caption ترکیې کې له ناکامې کودتا وروسته زرګونه خلک نیول شوي دي.

روضه کاواشي د واکمن ګوند غړې ده. دا وايي:

''کله چې پر دیموکراسۍ د برید قضیه رامخې ته کېږي هغه هم په داسې ډرانه بڼه موږ ټول یې پر وړاندې اوږه په اوږه درېږو.''

له روضيې پوښتنه وشوه چې د ځینو لویدیځو هېوادونو هغې نیوکې ته ستاسو غبرګون څه دی چې وايي له دښمنانو سره ډېر جدي چلن شوی، په ګڼ شمېر کې نیول کېږي او ان تر دې چې ویل کېږي له همدې امله د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ خبرې ځنډیدلی.

''هغوی د ترکیې د خلکو پرتله د کودتاچیانو په اړه او دې ډارن عمل په هکله ډېره اندېښنه لري. په خواشینۍ سره دا خبره کوم خو دا هغه څه دي چې د ترکیې خلک یې وايي. موږ له لویدیځوالو ناهیلي شوي یو.''

د دغه ډول غبرګونونو لامل دا دی چې کودتا ترکانو ته درنه تمامه شوه او ترکیه کې دیموکراسي هدف وګرځول شو.

خو آیا حکومت د دې عمل پر وړاندې ډېر جدي چلن نه دی کړی؟

له ۲۳ زرو نه ډېر کسان نیول شوي، د اتو زور هغو کسانو دندې ځنډول شوي چې د کودتا ملاتړ یې کړی او یا په یو ډول د کودتا په طرحه کولو کې ښکیل وو.

Image copyright Reuters
Image caption ډېری په دې باور دي چې دې کودتا د ترکیې خلک یو موټي کړل

اصلي پړه پر جلا وطنه مشر فتح الله ګولن اچول کېږي چې پلویان یې په ټوله ترکیه کې خپاره دي.

اوس د تړل شویو نظامي زده کړو د مرکزونو محصلین له هغو پرته چې نیول شوي نور څوک نه شته.

د هغوی خپلوان وايي د نظامي تمرینونو په حال کې وو چې ونیول شول او له کودتا سره یې هېڅ تړاو نه درلود.

له دې ډلې یوې ښځې بي بي سي ته وویل:

''زما ورور پوځي زده کړې کولې چې دې هېواد ته خدمت وکړي، هغه حاضر و چې په دې لار کې خپل ځان قربان کړي. دا د نه منلو دی چې هغه دې له دې هېواد سره خیانت وکړي. موږ دا تورونه نه منو، موږ ټول د کودتا مخالف یو، هغه چې بې ګناه نیول شوي باید خوشي شي.''

دې ته په پام سره چې په ترکیه کې بیړنی حالت اعلان شوی ټول اندېښمن دي.

دې حالات د ژوندانه پر ټولو برخو ان هنر هم اغیزه کړې ده. هنرمندان اوس نه شي کولای چې د پخوا په څیر داسې څه تولید کړي چې نیوکه په کې شوې وي.

Image copyright Reuters

اندېښنه دا ده چې اوس په ډېرې اسانۍ سیاسي مخالفین تورنېږي چې د فتح الله ګولن پلویان دي.

اوس مهال د فرهنګ او هنر د ډګر فعالان ځانونه تر فشار لاندې ګڼي. د واکمن ګوند سیاسي مخالف اردا ایدن فعالیتونه هم ځنډول شوي دي.

دی وايي ''زموږ فعالیت په دې خاطر ځنډول شوي چې موږ دوه کاله وړاندې له دولت سره خپل مخالفت څرګند کړ.

خو دا د خندا وړ ده چې که موږ څوک د فتح الله ګولن په پلوۍ تورن کړي. هغوی چې موږ یې هدف ګرځولی یو په حقیقت کې غواړي چې زموږ غږ په ستونې کې وچ کړي. غواړي موږ ویروي، خو زه وایم چې اپوزسیون به هېڅکله غلی نه شي.''

ګڼو خلکو د ولسمشر په پلوئ مظاهرې وکړې، خو خلک تر هرڅه ډېر د خپل هېواد په فکر کې دي.

ترکیه د کودتا پر وړاندې متحده شوه خو دلته لا هم ویره او د نظر اختلافات لیدل کېږي. د یوې نوې ترکیې لپاره هیلې شته خو دلته د دیموکراسۍ ازمایښت لا هم پای ته نه دی رسیدلی.