BBC
 شاته

شپږیزه: د آمو نهنګانو او بست ساتونکو لوبډلو مخامختیا

Image copyright
Image caption آمو نهنګانو لوبډله تر دې دمه ددغو سیالیو په سر کې او کابل بازان دویم ځای لري

د کریکیټ شل اوریزو ' شپږیزو ' سیالیو په لړ کې نن د سې شنبې په ورځ د آمو نهنګانو او بست ساتونکو لوبډلې سره مخ شوې.

Image copyright
Image caption د افغانستان د کرېکټ بورډ (اې سي بي) تمه لري چې دغه میچونه به په لوبغالي کې ډېر خلک پر ځان را مات کړي

بست ساتونکو لوبډلې خپله د منډو جوړولو ته ملا وتړله او په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې یې د شپږو ویکټو په له لاسه ورکولو سره ۱۰۸ منډې جوړې کړې.

د آمو نهنګانو لوبډلې ته دا هدف دومره لوړ نه وو او د دوو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره یې په پنځلسم اوور کې پوره کړ.

Image copyright
Image caption دغه شل اوریزه میچونه به تر ۷ ورځو ادامه لري

آمو نهنګانو لوبډله تر دې دمه ددغو سیالیو په سر کې او کابل بازان دویم ځای لري.

سبا به کابل بازان او آمو او په بله لوبه کې بند امیر او مس عینک لوبډلې سره مخ کیږي.