BBC
 شاته

روباټ د ډاکټر له مرستې پرته ناروغ ته نوي غاښونه کېښودل

روباټ د انځور حقوق Getty Images
Image caption دغه روباټ د بیجینګ بیهانګ پوهنتون له خوا جوړ شوی چې په فورټ پوځي طبي پوهنتون کې ترې ګټه واخیستل شوه.

د بریتانیا انډیپنډینټ ورځپاڼې لیکلي، په چین کې په لومړي ځل د ډاکټرانو له مرستې پرته یوه روباټ د یوه ناروغ لپاره دوه نوي غاښونه کېښودل.

دا روباټ په چین کې جوړ شوی. ورځپاڼه زیاتوي که څه هم د عملیاتو پرمهال ډاکټران حاضر وو، خو د هغوی مداخلې او مرستې ته اړتیا پیدا نه شوه او روباټ ناروغ ته د نويو غاښونو په اېښودلو وتوانېد.

که څه هم د چین شانشي ولایت په شییان کې د غاښونو اېښودلو پرمهال په دې یوه ساعته وخت کې ډاکټران موجود وو، خو کوم رغنده رول یې ونه لوباوه، بلکې ټولې چارې یې روباټ مخته بوتلې.

د چین ساوت چینا مارنینګ پوسټ ورځپاڼې په وینا، دوه نوي غاښونه په درې ګوټیزه یا (تري ډي) ډول په بریالیتوب سره د یوې ښځې په خوله کې کېښودل شول.

دغه روباټ د بیجینګ بیهانګ پوهنتون له خوا جوړ شوی چې په فورټ پوځي طبي پوهنتون کې ترې ګټه واخیستل شوه.

'روباټ وکیل' کډوالو ته سلا مشورې ور کوي

تر انسان هوښیار روبات

موټرسایکل او بیا موټر چلوونکی روبات

افغان روباټ جوړوونکې امریکا ته رسېدلي

ډاکټر ژوا ییمین چې په دې روغتون کې کار کوي، ورځپاڼې ته ویلي، روباټ ددې لپاره جوړ شوی و چې د غاښونو د ډاکټر کار وکړي او هغه تېروتنې تکرار نه کړي چې انسانان یې کوي.

روباټ کې له وړاندې ځای پرځای شوی پروګرام یا سیستم کارېدلی چې په مټ یې د ناروغ په خوله کې غاښونه ځای پرځای کړي، خو کله به چې ښځې خوله یا سر وښوراوه، روباټ به هم هغې خوا ته ورغی، چې د غاښونو نصبولو لپاره یې سم کار پکې کولای شوی.

ویل کېږي ددې دندې لپاره روباټ ځکه جوړ شوی و، چې چین کې د غاښونو تکړه ډاکټرانو کمښت دی.

په هانګ کانګ او سنګاپور کې هم د غاښونو د مسلکي ډاکټرانو کمښت دی.

د یوه رپوټ له مخې، په چین کې شاوخوا ۴۰۰ میلیون ناروغان د نویو غاښونو اېښودو اړتیا لري.

کارپوهان وايي، د روباټ په مټ جراحي عملیات ډاکټرانو ته دا اسانتیا برابروي چې په ډېر دقت سره لا ډېر پېچلي کارونه ترسره کړي، خو لاهم اندېښنه شته چې دا ډول عملیات به خوندي وي او که نه.

په ۲۰۱۵ کال، د امریکا یوې څېړنې د روباټیکې جراحۍ اړوندو د غاښونو ۱۴۴ ناروغانو د خوندیتوب په اړه اندېښنه ښودلې وه.