BBC
 شاته

لندن کې د "تېزابو برید" کې پنځه کسان ټپیان شوي

یوه عیني شاهد ویلي، یوه زیانمن شوي کس هټۍ ته منډې راوهلې چې پرمخ یې شیندل شوي تیزاب ومینځي د انځور حقوق PA
Image caption یوه عیني شاهد ویلي، یوه زیانمن شوي کس هټۍ ته منډې راوهلې چې پرمخ یې شیندل شوي تیزاب ومینځي

د بریتانیا لندن ښار ختیځه سټاډ فورډ پېروپلور سیمه کې د "تېزابو" شیندلو پنځه کسان ټپیان کړي چې په تور یې یو کس نیول شوی دي.

پولیس د ویسټفیلډ خرڅلاوي ته د لندن پر وخت د شپې اته بجې وروغوښتل شول.

پولیسو ویلي، داسې رپوټونه وو چې ځینو سړو پر خلکو زیانمنوونکې ماده شیندي.

د پېښې ځای ته امبولانسونه او د اوروژنې مامورین هم ورغلي وو.

باور نه کېږي چې دا پېښه دې له ترهګریز عمل سره تړاو ولري.

لندن برید: ۵ کسان وژل شوي ۴۰ ټپیان دي

د لندن برید په اړه د نړۍ د مشرانو همدردي

اټکل دی چې پېښه کې زیانمن شوي کسان د خرڅلاوځي په بېلابېلو برخو کې وو.

د لندن د بېړنیو پېښو د ادارې پاول جیسبن وايي، پېښه کې لږترلږه د پنځو کسانو درملنه شوې، درې یې روغتون ته وړل شوي دي.

د انځور حقوق PA
Image caption باور دی چې د خرڅلاوي بېلابېلو برخو کې کسان زیانمن شوي

د پولیسو یوې ویاندې ویلي، د پېروپلور دغه ځای د پولیسو له خوا کلابند شوی و.

سیمه کې د حسین په نوم یوه عیني شاهد ویلي: "یوه زیانمن شوي هټۍ ته منډې راوهلې چې پر مخ یې شیندل شوي تیزاب ومینځي."

۲۸ حسین وايي، "د سترګو شاوخوا ځایونه یې سوځېدلي وو او پر مخ یې اوبه اچولې."

د انځور حقوق PA
Image caption پولیسو د پېښې سیمه کلابنده کړې ده

بریتانیايي پولیس وايي، په روانه لسیزهکې انګلستان او ویلزکې د تیزابو شیندلو شاوخوا څلور سوه پېښې یې ثبت کړې دي.