BBC
 شاته

ټرمپ ایران له شمالي کوریا سره په ګډو هڅو تورن کړی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption خرمشهر توغندی د لومړي ځل لپاره د تېرې جمعې ورځې پوځي ننداره کې ولیدل شو

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ایران له شمالي کوریا سره د ګډو هڅو تور لګولی، چې په وینا یې، په ۲۰۱۵ کال د ایران د اتومي پروګرام په باب د ایران او سترو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوې هوکړه ډېره کارنده نه وه.

ټرمپ دا څرګندونې د ایران له خوا د "خرمشهر" بالستیک توغندي له توغولو څو ساعته وروسته کړې، چې په وینا یې ۲۰۰۰ کیلومتره لیرې واټن ویشتلی شي.

ټرمپ پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، د ایران نوې توغندیزه ازموینه له تهران سره د اوباما د کمزورې هوکړې ښکارندویه ده:

"ایران اوس بالستیک توغندی ازمویلی، چې اسرائیلو ته رسېدای شي. دوی له شمالي کوریا سره په ګډه کار کوي".

په وروستیو کې، واشنګټن پر ایران یو اړخیزه بندیزونه ولګول، چې په وینا یې، ایران د توغندي په ازمویلو سره د ملګرو ملتونو هغه هوکړه ماته کړې، چې د اتومي سروکو لېږدوونکی توغندی به نه کاروي.

د ټرمپ پر فشار سربېره، ایران 'خُرمشهر' بالسټیک توغندی ازمویلی

پر ایران د ډونلډ ټرمپ سخت لفظي برید

شمالي کوریا ته څېرمه د امریکايي جنګي الوتکو الوتنې

ایران دا نه مني چې ګني اتومي پروګرام یې د ملګرو ملتونو د هوکړې ماتوونکی دی. تهران وايي توغندی یې د اتومي سروکو لېږدولو لپاره نه دی جوړ کړی.

خو په ورته وخت کې ټینګار لري چې د امریکا د فشارونو سربېره به د توغندیو ازمویلو لړۍ روانه وساتي.

ایران وايي، نوی "خرمشهر" توغندی ګڼ سروکي لېږدولی شي.

د ایران تلوېزیون د دغه توغندي د ازمویلو شېبې خپرې کړې، خو د توغولو دقیقه نېټه او ځای یې نه دی په ډاګه کړی.

دا توغندی د تېرې جمعې په ورځ پوځي ننداره کې وړاندې شوی و.

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي، هېواد به یې د توغندیو پیاوړي کولو ته دوام ورکړي.

ایران وايي، خرمشهر توغندی ۱۸۰۰ کیلوګرامه وزن لري، چې د ایران د دفاع او هر ډول بهرني تېري لپاره کافي دی.

د بریتانیا غندنه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ایران وايي، نوی توغندی یې ګڼ جنګي سروکي لېږدوی شي

د ایران دفاع وزیر امیر حاتمي ویلي، بهرني فشارونه د ایران پر توغندیز پروګرام هېڅ منفي اغېز نه شي کولی.

ټرمپ د تېرې سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا عمومي غونډې ته په وینا کې ویلي وو، ایران توغندیزې وړتیاوې پیاوړې کوي، چې دا کار یې یمن، سوریه او د منځني ختیځ نورو برخو ته د ترهګرۍ د صادرولو په معنا دی.

بریتانیا هم ددغې توغندیزې ازموینې په اړه اندېښنه ښوولې ده.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن ویلي: "د هغو رپوټونو په اړه ژور اندېښمن شوي یو، چې وايي ایران توغندیزه ازموینه کړې چ د ملګرو ملتونو له ۲۲۳۱ شمېرې پرېکړې سرغړاوی دی".

جانسن له ایران غوښتي چې "دا ډول پاروونکې کړې ودروي".

فرانسې هم له ایران د ټولو هغو فعالیتونو درولو غوښتنه کړې، چې په سیمه کې اړدوړ جوړوي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتیریش غوښتي د ایران د توغندیزو ازموینو په اړه د یوه بشپړ رپوټ خپرولو غوښتنه کړې ده.