شاته

کرزی وايي د نظام د مشروعیت لپاره دې لویه جرګه وشي

حامد کرزي په خپلو تازه څرګندونو کې د افغانستان د ملي یوالي د حکومت د مشروعیت لپاره د لویې عنعنوي جرګې د جوړیدلو کلکه غوښتنه وکړه.

ښاغلي کرزي له ازادۍ راډیو سره په مرکې کې وویل چې د افغانستان د ملي یوالي حکومت که نشي کولی د اساسي قانون د تعدیدل لپاره لویه جرګه راوبولي، لږ تر لږه د نظام د مشروعیت لپاره دې لویه عنعنوي جرګه راوبلي.

نوموړي وویل "مطمین یم چې عنعنوي لویه جرګه به یوازې دا نه چې د نظام مشروعیت تاکید او دوباره تجدید کړي، د مشکلاتو لپاره به د حل لاره هم پیداکړي چې د حکومت، د دواړو وروڼو- اشرف غني او عبدالله عبدالله- او د ملت په ګټه وي. که لویه جرګه ونشي، مشکلات او نارضایتۍ به زیاتې شي".

ښاغلي کرزي پر ولسمشرغني او اجرايي رئیس عبدالله غږ وکړ، چې له خلکو سره خپلې کړې ژمنې عملي کړي. هغه دا خبره هم وکړه چې اوسني نظام ونشو کولی ملي اجماع رامنځته کړي او په خبره یې اوس باید د ملي اجماع لپاره هم لویه جرګه وشي.

حامد کرزي داسې مهال دا خبرې کړي، چې په دې وروستیو کې اجرایي رئیس عبدالله پر ولسمشر محمد اشرف غني کلکې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې د ملي یووالي د حکومت د جوړیدو د تړون له مخې به د خپلې ۵۰ فیصده برخې څخه یو ګام هم وروسته نشي او له دې وروسته به چوپ هم نه کیني.

ښاغلي، کرزي چې د خپلې ولسمشرۍ په وروستیو له امریکا سره ستونزې پيدا کړې وې، وویل "په افغانستان کې د امریکا له موجودیت سره ستونزه نلري، مګر د امریکا د فعالیتونو مخالف دی او باید امریکا په افغانستان کې بمباري ونکړي".

د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د شوي تړون له مخې د ملي یوالي حکومت باید د خپل کار له لومړۍ ورځې دوه کاله وروسته، لویه جرګه راوبولي چې اساسي قانون تعدیل کړي او بیا د اجرايي ریاست څوکۍ د اجرايي صدراعظمۍ په څوکۍ بدله شي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.