BBC
 شاته

افغانستان کې د طلا کارولو او پېروپلور ګرم بازار

سره زر د انځور حقوق Hafiz jewellery
Image caption د افغانستان جوړ سره زر دلته د نورو هېوادونو په نوم پلورل کېږي

د کابل ښار په یوه سیمه کې د امنیتي اندېښنو له کبله په کابو پټ ډول نژدې دېرش کسان شپه او ورځ د سرو زرو په یوه تولیدي کارځي کې کار کوي.

ډېری کارګران یې ځوانان دي چې په ډېره مینه پر خپلو چارو بوخت دي، ځکه چې کار یې هم هنر دی او هم صنعت.

ددغه کارځي څښتن جاوېد مظفري وايي، د زرګرۍ څه باندې دېرش کلنه تجربه لري. څو کاله وړاندې یې په لاس کار کاوه او اوس د ماشین په مټ. ایران ته یې لس کلنې کډوالۍ فکر نوی او تجربه ډېره کړه.

زرګري یې د پلرونو کسب او کار دی. له پلرونو زامنو ته په میراث پاتې دی. اوس د هغه څوارلس کلن زوی هم د کارمنانو په ډله کې دی.

د سرو زرو ګاڼه پخپله سکڼي او یا یې له بهرنۍ طلا لمېسه (کاپي) کوي.

د هند تر ټولو شتمن معبد اووه ټنه سره زر لري

د سرطان درملنه کې د سروزرو کارولو رول

په دې کارخونه کې لومړی د طلا د ډیزاینونو لپاره پلاستیکي قالبونه جوړیږي. بیا پلاستیکي قالبونه سره یوځای کیږي او ګچ ورسره گډیږي. وروسته په یوه وسپنیز توکي کې اچول کیږي او د ۸۰۰ درجې تودوخې درلودونکي یوه تنور کې حرارت ورکول کېږي.

د سرو زرو د ایشولو په یوه کوټه کې شاوخو لس کسان بوخت دي او د طلا وړې ټوټې سره یوځای کوي چې د ښکلا یوه زینتي نمونه جوړه کړي.

د انځور حقوق Hafiz jewellery
Image caption له سرو زرو جوړ شوی بوټان اوس د افغانستان د سرو زرو هټیو کې موندل کېدای شي

له ایشولو او رنګولو وروسته، زینتي ګاڼې په ظرافت سره توږل کیږي او ښکلې ګاڼې ترې جوړیږي چې د لیدونکي پام ځان ته ور واړوي.

د سرو زرو ګاڼو جوړو د یوې کارخونې مشر محمد هارون نظامي وايي، د افغانستان سرو زرو تر نیمايي شاوخوا بازار نیولی، خو له خپل نوم او نښان پرته په نورو نومونو لکه عربي، سینګاپوري او نورو پلورل کیږي.

هغه وايي، دا ځکه چې تر ډېره افغانان په افغانستان کې جوړه شوې طلا ته ډېره لېوالتیا نه لري او د کیفیت په اړه یې بې باوره دي.

اوس د افغانستان جوړ طلايي ګاڼه چمتو دي، خو د اصلي ځای د جوړېدو ځای او نښان پرته پلورل کېږي.

زرګران وايي، دغو سرو زرو د بازار نژدې نیمايي برخه نیولې ده، خو د ایراني، عربي، بحریني، سنګاپوري، مصري او الجزایري طلا په نوم خرڅېږي.

ښاغلی مظفري وايي: "موږ یې په عمده ډول پلورو. زرګران پوهېږي دا زموږ په لاس جوړ سره زر دي، خو دا چې د نورو هېوادونو په نوم یې پلوري، ددوی خپل کار دی".

د انځور حقوق Hafiz jewellery
Image caption له سرو زرو جوړ شوی تاج، بوټان، کمربندونه او ان جامې هغه څه دي چې شاید ډېری کسانو په فلمونو کې لیدلي وي یا يې په اړه اورېدلې وي.

ژېړه طلا افغانستان کې ګرم بازار لري. خو لږ افغانان د خپل هېواد په نوم طلا اخیستو ته زړه ښه کوي.

زرګران وايي، مشتریان د "افغاني طلا" په نوم باور نه لري، او ښايي اندېښنه یې د کیفیت له اړخه وي، ځکه چې د نړۍ په هرګوټ کې د طلا کیفیت د تشخیص وړ دی.

د سرو زرو نوي ګاڼه له طلا، د افغانستان د کانونو او له هغو ماتو شویو زړو طلاوو جوړېږي، چې له کاره لوېدلي وي او یوځل بیا جوش ورکول کېږي او ویلې کېږي.

افغانستان جوړه او وارداتي طلا اوس ښه بازار لري. معمولاً د سرو زرو مارکېټونو کې مشتریان موجود وي.

د انځور حقوق Hafiz jewellery
Image caption ځینې افغان مېرمنې په ودونو او د خوښیو محفلونو کې د سرو زرو له کمربندونو ګټه اخلي

د افغانانو ترمنځ ـ په تېره بیا ښځو کې - د ژېړې طلا مینه وال ډېر دي. ځینې ښځې طلا ته د شتمنۍ په سترګه ګوري او ځینې نور یې بیا د ویاړ او د شتمنۍ لرلو نښه بولي.

په افغانستان کې هرڅوک چې اوسېږي، که طلا یې خوښيږي هم نه، یوځل یې د طلا تر خرڅلاوځي پښې څکول شوې دي.

د سرو زرو د بازار یو مشتري پرویز غني زاده د یوې ګوتمۍ اخیستو لپاره له خپلو ملګرو سره دلته راغلی.

دی وايي: "مېرمنې طلا خوښوي. سره زر یوه داسې ډالۍ ده چې خپل ارزښت له لاسه نه ورکوي. لوکسه ده او ارزښت لري".

د سرو زرو د بازار اصلي مشتریان ښځې دي. پیسې د نارینه و خو د سرو زرو اخیستل د ښځو کار دی

مېرمن مرزوقه مشره ښځه ده، چې د سرو زرو اخیستو لپاره د زوم له خور او کورنۍ سره زرګرۍ ته راغلې ده.

د انځور حقوق Hafiz jewellery
Image caption ځینې ښځې طلا ته د شتمنۍ په سترګه ګوري او ځینې نور یې بیا د ویاړ او د شتمنۍ لرلو نښه بولي.

دا وايي، که څه هم طلا انسان ته نېکبختي نه راولي، خو د ښځو لپاره یې لرل مهم دي:

"سره زره ګاڼه هم دي او ښځو ته ښکلا هم ورکوي. ښځې پخپلو کې سره وايي هر مېړه چې له خپلې مېرمنې سره مینه ولري، سره زر ورته اخلي".

د افغانستان په ډېری ودونو او د خوښیو محفلونو کې ښځې د سرو زرو ګاڼه اچوي او ځینې وخت یې راغونډېدل هم د خپلو سرو زرو د ښودلو په پلمه وي.

زرو جوړ شوی تاج، بوټان، کمربندونه او ان جامې هغه څه دي چې شاید ډېری کسانو په فلمونو کې لیدلي وي یا يې په اړه اورېدلې وي. خو همدا ډول شیان دلته د افغانستان د سرو زرو په یو شمېر هټیو کې پلورل کیږي.

په افغانستان کې د طلا د فابریکو په ډېرېدو دې هېواد ته د سرو زرو د وارداتو کچه په کلنۍ بڼه نژدې یو ټن ته راکمه شوې. ویل کېږي پخوا به افغانستان ته شاوخوا دوه ټنه سره زر له بهرنیو هېوادونو راوړل کېدل خو په دې هېواد کې دننه د فابریکو په جوړېدو واردات کم شوي.