BBC
 شاته

د ارږمي پر مهال مو په ماغزو کې څه پيښیږي؟

د انځور حقوق Getty Images

کله چې دا مقاله لولئ ښايي ارږمى وکړئ، ځکه دا یو ساري شی دی. څېړونکي غواړي پوه شي چې د ارږمي پر وخت مو په ماغزو کې څه پېښېږي.

د بریتانیا په ناټینګهم پوهنتون کې د څېړونکو یوې ډلې موندلې د بدن د خوځښت کنټرولونکې دغه ژونکې چې د ماغزو په مخکينۍ برخې کې دي په ځینو ناروغیو لکه د توریټس سندروم(Tourette's syndrome) کې هم ونډه لري

نو اوس ساینسپوهان وايي د ساري يا لېږدېدونکي ارږمي پر لامل پوهېدل ښايي د دغسې ناروغیو په اړه زموږ پوهې سره هم مرسته وکړي.

ساري ارږمى ډېره عام دی او کله چې یو څوک ارږمى کوي نور خلک هم په نا ارادي توګه د هغوی تقلید کوي.

په توریټس(Tourette's) او ځینو نورو ناروغيو لکه میرګي (epilepsy)او اوتیزم (autism) کې هم دغه ډول پېښه لیدل کېږي.

دې لپاره چې معلومه کړي په دې مهال په ماغزو کې څه پېښیږي، ساینسپوهانو ۳۶ تنه داوطلبه کسان وڅارل او ویې کتل چې د نورو کسانو د ارږمي ایستلو پر مهال دوی څه کوي.

"هڅېدنه"

په دې څېړنه کې چې "اوسنۍ بیولوژۍ" په نامه مجلې کې خپره شوې ده، ځینو داوطلبه کسانو ته ویل شوي وو چې د نورو د ارږمي کښلو پرمهال دوی هم کولای شي ارږمى وکړي، او یو شمېر نورو داوطلبانو ته ویل شوي وو چې که نورو ارږمي کول او دوی ورته کتل نو دوی دې ځانونه ټینګ کړي او ارږمى دې نه کوي.

څېړونکو، د داوطلبانو پرسر باندې د بهرنۍ مقناطیسي هڅونې(external transcranial magnetic stimulation (TMS)) په مرسته وکولی شول د هغوی په ماغزوکې "هڅیدنه" ډېره کړي او په دې ډول یې ولیدل چې د ساري ارږمي لپاره د خلکو میلان هم ډېرشو.

د انځور حقوق Supplied
Image caption په دې څېړنه کې څېړونکو د ماغزو له مقناطیسي هڅونې څخه کار واخیست

د شناختي عصبي روح پیژندنې پروفیسرې "جیورجینا جکسن" چې په دې څېړنه کې یې برخه درلوده وویل، کېدای شي له دې موندنو څخه په ډېرو پراخو برخو کې کار واخیستل شي.

"که موږ وکولای شو په توریټس کې د ماغزو د هڅېدنې کچه کمه کړو کېدای شي د بدن هغه غیرعادي خوځښتونه (Tics) چې په دې ناروغۍ کې پیداکېږي هم کم کړو."

توریټس یوه عصبي ناروغي ده چې د ماغزو د یوې برخې د بدلون له امله ناروغان په غیر ارادي ډول ځینې غږونه یا خوځښتونه کوي.

پروفیسر سټیفن جکسن، هم په دې څېړنه کې ونډه درلوده، هغه وویل "که موږ وکولای شو پوه شو چې د ماغزو د مخ بدلونونه څرنګه د عصبي ناروغیو سبب کطږي کېدای شي د بېرته سمېدو لارې یې ومومو. موږ هڅه کوو له درملو پرته، د درملنې ځینې نورې لارې پیداکړو، لکه مقناطیسي درملنه چې کېدای شي د ماغزو د شبکو نا انډولۍ سمه کړي."

ډاکټر اندروګالوپ، چې د سوني پولي تخنیک انسټیټوټ کې د روح پېژندنې متخصص دی، د ارږمي (Yawning) او خواخوږۍ (Empathy) ترمنځ د اړیکو په اړه څېړنې کړي.

هغه وویل پرسرباندې د بهرنۍ مقناطیسي هڅونې(external transcranial magnetic stimulation (TMS)) څخه کار اخیستل د ساري ارږمي په څېړنه کې "یو نوی چلند" دی.

هغه زیاته کړه "تر اوسه پورې موږ د ارږمي علتونو په اړه پرتله ييز ډول لږ پوهیږو. په بېلابېلو څېړنو کې د ساري ارږمي او خواخوږۍ ترمنځ د اړیکو یادونه شوې، خو د دې څېړنو پايلې تراوسه بشپړې باوري نه دي.

"اوسنۍ موندنې موږ ته په دې هکله لا نور شواهد راکوي چې کېدای شي د ارږمي لېږد يا سرایت د خواخوږۍ له بهیرسره کوم تړاو ونه لري".