نړۍ کې د 'سوپر ملاریا' خپرېدو وېره ده
پوهانو په نړۍ کې د ملاریا د پراخې خپرېدنې په اړه خبر ورکړی، چې وايي اوسنۍ درملنه به پرې کوم پاموړ اغېز ونه کړای شي.
بنکاک کې د درملو یوه څېړونکي بنسټ یادې ملاریا ته د 'سوپر ملاریا' نوم ورکړی، چې په وینا یې د ملاریا د ټولو اوسنیو درملو مقابل کې به مقاومه وي او هېڅ درمل به یې د وژلو توان ونه لري.
د دغې ملاریا لومړی ډول په کامبوج کې ولیدل شو، خو په چټکۍ سره د تایلنډ، لاووس او ویتنام په څېر د سوېلي اسیا نورو برخو ته هم وغځېد.
د اکسفورډ ټراپیکل څېړونکې مؤسسې د څېړنډلې مشر ارجن داندراپ بي بي سي ته وویل، وېره لري چې دا ناروغي به د افریا په ګډون د نړۍ نورو برخو ته هم وغځېږي.
خوست کې د ورځې ۳۰ کسان په ملاریا اخته کېږي
افغانستان کې د ملاریا ناروغۍ پېښې ډېرې شوي
هر کال په نړۍ کې ۲۱۲ میلیون انسانان په ملاریا اخته کېږي.
ملاریا د ماشې د چیچلو له کبله لېږدي چې په نړۍ کې د ماشومانو د مړینې یو لوی لامل ګرځي.
سږ کال کارپوهانو ویلي وو، د یوې زهرجنې مادې په جوړولو تواندېدلي چې خوند یې ماشې ځان ته ورجذبوي. دې کړنې د ملاریا د ناروغۍ لېږدوونکو ماشو په وژلوکې مثبته پایله ورکړې ده.