BBC
 شاته

د ټرمپ پر فشار سربېره، ایران 'خُرمشهر' توغندی ازمویلی

خرمشهر توغندی د تېرې جمعې په ورځ تهران کې نندارې ته وړاندې شوی و د انځور حقوق Tasnimnews
Image caption خرمشهر توغندی د تېرې جمعې په ورځ تهران کې نندارې ته وړاندې شوی و

ایران وايي نوی 'خُرمشهر' بالسټیک توغندی يې په بريا سره ازمویلی دی. دا توغندی د جمعې په ورځ په تهران کې په یوه پرېډ کې نندارې ته وړاندې شوی و.

خرمشهر توغندی په جنورۍ کې هم توغېدلی و خو په نیمه لاره کې چاودېدلی و.

دا خبر د 'تسنیم' په نوم خبري اژانس د ایران د هوايي ځواک د یوه قومندان له خولې خپور کړی چې وايي ''دا توغندی، یوه نوې لاسته راوړنه ده، چې د دفاع وزارت سپاه ته جوړ کړی دی''.

سرچینه وايي، خرمشهر توغندی ۲۰۰۰ کیلومتره واټن ویشتلی شي او تر ۱۸۰۰ کیلومترو پورې د سروکو لېږدولو وړتیا لري او د یوه سروکي پرځای څو سروکي لېږدوي.

پر ایران د ډونلډ ټرمپ سخت لفظي برید

د اټومي تړون پر سر امريکا ته د ايران گواښ

ټرمپ: ژر به ووینئ چې د ایران له اتومي تړون سره څه کوم

ټرمپ: ایران 'ډېر بې ادبه' شوی دی

تېر کال تسنیم وېبپاڼې خبر ورکړي، چې د دفاع وزیر حسین دهقان د پارلمان غونډه کې په ډاګه وویل، د روان کال تر پایه به ''د توغندیو برخه کې درې مهمې لاسته راوړنې ولري او د ایران دفاعي توان به څو برابره لوړ کړي.''

د جمعې ورځې پوځي پرېډ کې د ایران ولسمشر حسن روحاني د ایران د دفاعي پروګرام په تړاو وویل: ''ایران د نړۍ له مظلومو خلکو سره تل ملاتړ کړی؛ که ځینې غواړي یا ونه غواړي موږ د یمن، سوریې او فلسطین له بې وسه خلکو دفاع کوو.''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر ټرمپ وار وار له ايرانه سره شوي اټومي تړون نه د وتلو گواښ کړى

نوموړي د ایران د اتومي پروګرام په تړاو د امریکا متحدو ایالتونو او ځینو نورو لوېدیځو هېوادونو دریځ ته په اشارې سره وویل، دغه هېوادونه د اتومي پروګرام په تړاو پر خپلو ژمنو ولاړ نه دي او سیمې ته خطرناک دي:

''موږ د خپلې خاورې د دفاع لپاره له هېچا اجازه نه اخلو، نه یوازې خپل توغندي پیاوړي کوو، بلکې خپل ځمکني، سمندري او هوايي خواکونه به هم زموږ د خپلو خلکو دفاع کوي''.

د ایران د اتومي پروګرام او توغندیو په اړه امریکا ډېرې نیوکې کړې.

ایران په داسې مهال د خرمشهر توغندي د ازمویلو اعلان کړی، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په وروستیوکې د ایران د اتومي پروګرام په اړه د (برجام) په نوم شوې هوکړه څپ څپانده او د سیمې لپاره ګواښ بللی.

د انځور حقوق Iran State TV
Image caption ایران وايي، خرمشهر توغندی تر ۱۸۰۰ کیلومترو پورې د سروکو لېږدولو وړتیا لري او د یوه سروکي پرځای څو سروکي لېږدوي.