BBC
 شاته

کرېکټ شپږیزې لیګ سیالۍ څه پیغام درلود؟

د انځور حقوق ACB

د شپږيزې شل اوره سیالیو پایلوبه کې بند امیر، مېس عینک ته له یوې سختې سیالۍ وروسته په ۴ منډو ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

سیالۍ دولس ورځې وړاندې د زرګونو نندارچیانو او ګڼو کورنیو او بهرنیو لوبغاړو په ګډون پیل شوې چې افغانستان کې بې ساری دی. نن د لوبې پر وروستۍ ورځ لوبغالي کې یو شمېر حکومتي چارواکي هم د پایلوبې کتلو ته ناست ول چې ښايي د ځینو لپاره به د کرېکټ لومړنۍ ژوندۍ لوبه وه.

د سیالۍ د پایلې له مالومېدو سره په لوبغالي کې د بند امیر پلویانو د بري خوښۍ او زوږ او د مېس عینک پلویانو خپګیان او مایوسۍ فضا له احساساتو ډکه کړې وه. خو ان د هغو لپاره چې د لوبې پایله د هغوی د خوښې وړ نه وه هم، د نمانځنې او لاس ته راوړنې د خوښۍ موقه وه.

داسې ښکارېدل لکه وروسته له لسیزو چې زغم د غم ځای نیولی وي.

د سولې او خوشحالۍ پیغام

د ګډونوالو حکومتي چارواکو له ډلې د سولې عالي شورا مشر کریم خلیلي په خپلې وینا کې وویل، ورزش او کرېکټ د افغانانو په یو موټی کولو او په تېره بیا د سولې په راوستو کې ځانګړې ونډه لري.

د سولې د شورا د دارالانشا مشر اکرم خپلواک بیا د خلکو په خوشحالولو کې د ورزش ارزښت ته په اشاره پر وسله والو مخالفینو غږ وکړ او ویې ویل چې دوی دې ټوپک پر ځمکه کېږدي، را دې شي او د خلکو پر شونډو دې مسکا راولي.

شپږیزې لیګ سیالۍ د انځور حقوق ACB

د کرېکټ د لا بډایولو او د ستونزو د اوارۍ په پار د مالیې وزیر اکلیل حکیمي ژمنه وکړه چې که د افغانستان کرېکټ بورډ مرستې ته اړتیا ولري د ده وزارت هر ډول همکارۍ ته چمتو دی، خو د خوښۍ په څرګندولو یې د کرېکټ بورډ د سرچینو په شتون کې د مالیې وزارت مرسته نااړینه وبلله.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عمرزاخېلوال له کرېکټ لوبغاړو مننه چې د ده په وینا "په نړیواله کچه د سړلوړۍ لامل شول. "ده له نړیوالو لوبغاړو مننه وکړه چې برخه یې واخیسته او له امنیتي ګواښونو سره سره یې پر افغان امنیتي ځواکونو اعتبار وکړ او پاتې شول.

ښاغلي زاخېلوال د ویاړ خبره وبلله چې یو مهال په هغه ځي کې چې نن کرېکټ وشو "تش ډاک و " خو اوس نړیوال لوبغاړي پکې لوبه کوي.

د سږکال شپږیزې څه راوښوول؟
· افغانستان د داسې لوبو کوربني کولی شي چې له نورو نړیوالو معیارونو ډېر توپیر نه لري.
· افغان زلمي لوبغاړي چې د نړیالو لوبو تجربه نه لري له بهرنیو لوبغاړو سره د سیالۍ وړ دي.
· ظاهر خان نوی ستوری دی چې نوی راشد خان یې ګڼلی شو.
· د افغان لوبغاړو فیلډینګ ډېر کار ته اړتیا لري.
· ځینې افغان زلمي منډه جوړونکي وځلېدل لکه شاهد الله او حضرت الله خو سپېن بالېنګ تر بل هر ډګر پیاوړی ښکاري.
شپږیزې لیګ سیالۍ د انځور حقوق ACB

وروستۍ لوبه څنګه ترسره شوه؟

د دواړو لوبډلو تر منځ سخته سیالي وشوه او د پای تر اووره یې اټکل نه شو کېدای چې کومه لوبډله به یې ګټي.

د راشد خان لوبډلې بند امیر د لوبې پچه وګټله او لومړی یې په خپله د بیټېنګ پرېکړه وکړه.

په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۸ منډې وکړې.

جاوېد احمدي نیمه سلیزه وکړه او تر ټولو ډېرې ۵۵ منډې يې وکړې.

د پیل توپ وهونکي حضرت الله هم ۳۵ منډې وکړې.

د مېس عینک توپ اچوونکو کې یو وار بیا ظاهر خان ښه وځلېد او پایلوبه کې یې هم درې لوبغاړي وسوځول.

د ۱۵۹ منډو د هدف په تعقیب کې د مېس عینک لوبډلې پیل ښه وو، او د پیل په ۷ اورونو کې یې ۵۰ منډې وکړې.

د پای په دریو اورونو کې ۴۰ منډې په کار وې خو سکندر رضا او محمد نبي بیټېنګ کاوه او داسې ښکارېده چې ښایي مېس عینک هدف پوره کړي.

د نبي او سکندر رضا له سوځېدو وروسته د پای په اوور کې ۱۲ منډې ګټلو ته پاتې شوې. خو د نبي لوبډله ونه توانېده چې په شپږو توپونو ۱۲ منډې پوره کړي.

د زمبابوې لوبغاړی چتارا وتوانېد چې دفاع یې وکړي او په دې ډول بند امیر لوبډلې دا لوبه په څلورو منډو وګټله.

د انځور حقوق ACB

د شپږیزه پایلوبې ته د پخوا پرتله ډېر نندارچیان راغلي ول چې د نجونو او مېرمنو شمېر هم نسبتاً زیات و. په سلګونو نور نندارچیان د پایلوبې د لیدلو لپاره له لوبغالي بهر په کتارونو کې ولاړ و.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د شپږيزې کرېکټ مينه وال

د شپږیزه لیګ، شل اوریزه کرېکټ سیالۍ د وږي پر شلمه (سپټمبر۱۱) پیل شوې. په لومړۍ ورځ دوه لوبې وشوې چې کابل بازانو په کې بست ساتونکو لوبډلې ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړه. په دې لوبو کې گڼ بهرني لوبغاړي، روزونکي، مبصرين او نورو کارپوهان برخه درلودله.

درې ورځې وروسته لوبغالي ته څېرمه یو ځانمرګی برید وشو چې له امله یې یو پولیس او ۲ ولسي وګړي ووژل شول او ۵ تنه نور ټپیان شول خو کورني او بهرني لوبغاړو او مینه والو ته کوم زیان په کې ونه رسېد.

له چاودنې سره سم لوبه د لنډ مهال لپاره وځنډول شوه خو بېرته پیل شوه.

له چاودنې وروسته پر ځينو بهرنيو لوبغاړو او مېلمنو له افغانستانه د وتلو غږ وشو چې د جنوبي افریقا لوبغاړي ووتل. خو د شپږیزې مبصر او د استراليا اوڅار پخوانى ټېسټ لوبغاړي "ډين جونز" له افغانستانه د بهرنيو لوبغاړو د وتلو غوښتنې "دوه مخي" وبلله او ویې ویل چې په لندن کې هم ترهګریز برید وشو خو هلته ټول پاتې شول، نو خیر که دا افغانستان دی.

د انځور حقوق ACB

ښاغلي جونز له پاتې کېدو او له دې څرګندونو سره د ډېرو افغانانو زړونو کې ځای پیدا کړ.

سره له دې چې په افغانستان کې د نورو دې ته ورته مراسمو په ډول دغه شپږیزه هم نه یوازې دا چې ناامنۍ ګواښله، بلکه ځانمرګي برید پرې وشو، خو مینه وال یې نه یوازې لږ نه شول چې ډېر هم شول.

د کرېکټ د نړیوالې شورا د بشپړ غړیتوب له ترلاسه کولو وروسته دا د افغانستان د کرېکټ په ډګر کې یوه لویه لاسته راوړنه وه چې د ډېرو نړیوالو پام یې ځان ته ورواړوه.

د لومړي ځل لپاره د ګڼ شمېر بهرنیو لوبغاړو او مبصرینو ګډون په افغانستان کې راتلونکو کرېکټ سیالیو کې د بهرنیو لوبغاړو لپاره د ګډون دهلیز پرانیست او د انګلیسي ژبې په اصطلاح هغه نری لېرې ساتونکی کنګل مات شو.