BBC
 شاته

د کرزي موټر چلوونکی د "افغان ځواکونو لخوا وژل شوي"

ننګرهار د انځور حقوق .
Image caption امنیتي سرچينې د نوم نه ښودلو پر شرط بي بي سي ته ومنله چې وژل شوي ټول ملکي وګړي دي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي موټر چلوونکی او دوه نور ولسي وګړي د عیني شاهدانو په وینا په ننګرهار کې د افغان ځانګړو ځواکونو په برید کې وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاٰالله خوږياڼی وايي، د جلال آباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند بېزاکمالاتي سيمه کې د افغان ځانګړو ځواکونو عمليات له مقاومت سره مخ شوي او مرګژوبله رامنځته شوې، خو نوموړی دا نه وايي چې هدف څوک وو او په نښه شوي څوک دي.

دی وايي: '' تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو په بېزاکمالاتي سيمه کې عمليات کړي، مرګ ژوبله هم لري. ''

يوې بلې امنیتي سرچينې د نوم نه ښودلو پر شرط بي بي سي ته ومنله چې وژل شوي ټول ملکي وګړي دي.

د یادې سيمې قومي مشر اعتبار خان بي بي سي ته وويل، په سيمه کې ځانګړي ځواکونه بلې دندې ته راغلي وو او عمليات یې درلودل، خو دوی ناخبره ول.

دی زیاتوي د وژل شوي یوه تن ته یې له کوره وویل شول، چې غله یې پر کور ور ننوتي، دوی چې هلته ورسېدل پرې ډزې شوي او درې تنه وژل شوي.

ننګرهار کې پولیس پلټنه کوي چې وژل شوی ګلستان بې ګناه که بریدګر و

ننګرهار کې یو افغان شاعر او ملګری یې وژل شوي

ښاغلی اعتبارخان وايي: ''موږ په پاس حجره کې د یو حاجي د ښه راغلاست په يوه مېلمستيا کې ناست وو، زموږ يوه خپلوان ته له کوره زنګ راغی چې غله راغلي، موږ پوليسو ته زنګونه وکړل، هغوی ژر رانغلل. دوی د کورنۍ ساتلو لپاره ورغلل، شېبه نه وه تېره شوې چې ډزې شوې، موږ حیران وو څه وکړو او څه وشول، تپه تیاره وه، وروسته چې ډزې ودرېدې، له هغه ځایه زموږ درې تنه ژوندي راغلل، تر ډېره وخته ډزې وې، بيا چې موږ سيمې ته ورغلو، درې تنه مو هملته په مرمیو سوري وو ''

ده زیاته کړه چې په وژل شویو کې د مخکیني ولسمشرحامد کرزي موټرچلوونکی، یو دولتي کارمند او بل هغه د ننګرهار ګمرک کارکونکی دی.

په پېښه کې یوه کس چې په ګوته برسيرن ټپي و وویل: ''موږ چې لاړو هلته کرولا موټر ولاړ و، د حکومتي ځواکونو نښه نه ښکاريده، نه دولتي موټرې وې. تیاره وه موږ ډېرغږونه وکړل، خو هغوی پر موږ ډزې وکړې. ''

د انځور حقوق .
Image caption ننګرهار کې له دې مخکې هم ملکي خلک وژل شوي دي

د پېښې پرمهال په سيمه کې د یوې امنیتي پوستې ساتونکي هم له اصلي کيسه نه و خبر چې هلته څه پېښ دي.

دوې اونۍ وړاندې د ننګرهار په لالپورې ولسوالۍ کې هم د افغان ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې د وسله والو مخالفينو د يو قومندان او مرستيال د وژل کېدو سربېره په سيمه کې چارواکو د يوې مېرمنې په ګډون د درې ولسي خلکو د وژل کېدو منښته کړې وه.