شاته

افغانستان زیاتو پیلوټانو او الوتکو ته اړتیا لري

افغان هوایي ځواک اوس ١٣٠ الوتکې لري خو دا په داسې حال کې دي چې ددغو الوتکو لپاره پوره پیلوټان نه شته. دا هغه نیمگړتیا ده چې د سخت دریځو پر وړاندې په جگړه کې د افغان سرتیرو په وړتیا سخت اثر لري.

افغان ځمکني ځواکونه د هوایي ځواکونو څخه د زیات هوایي ملاتړ تمه لري چې د جگړې په ترڅ کې پر دښمن بریدونه وکړي او د جگړې د میدان ټپیان روغتون ته ولیږدي.

د کونړ ولایت د سرحدي پولیسو یو قوماندان چې رسنیو ته د معلوماتو د ورکولو اجازه یې نه درلودله د نوم د نه ذکر کولو په شرط وویل "درې اونۍ دمخه زمونږ دوه تنه پولیس د طالبانو سره په جگړه کې ټپیان شول، مونږ پنځه ورځې انتظار وویست چې هغوی یو روغتون ته واستوو. ځنې وخت د ټپیانو د لیږدولو لپاره یوه اونۍ انتظار باسو".

په کابل کې د امریکا د هوایي ځواک د مشورتي ډلې قوماندان ډگروال تروی هیندرسن وایي اوس چې په افغانستان کې د ناتو سازمان عمده جنگي ماموریت پای ته رسیدلی دوی هڅه کوي چې پوره تجربه لرونکي افغان پیلوټان او عمله استخدام کړي، او دا کار د دوی پر وړاندې لوی چلنج دی.

ډگروال هیندرسن زیاتوي چې دا تر یوه حده اسانه ده چې الوتکی واخیستل شي خو مشکل دادی چې روزل شوي پیلوټان وموندل شي.

د افغان هوایي ځواکونو د قوماندان ډگر جنرال عبدالوهاب وردک په وینا دغه ١٣٠ الوتکې کفایت نه کوي او اوس لویه ستونزه د موجودو الوتکو لپاره د روزل شوي فني پرسونل او پیلوټانو کمبود دی.

د امریکا د پوځ په وینا د افغان هوایي ځواک په لیکو کې له وظیفې د تیښتې کچه ټیټه ده او نوي فیصده یې په خپلو دندو پاته کیږي او د هوایي ځواک په لیکو کې د شاملیدو لپاره تقاضا هم لوړه ده.

د مثال په توگه په دې وروستیو کې د هوایي قواو د یو ټولگي لپاره ١١٠ محصلین په کار وو خو ٢٠٠٠ شاگردانو په کې د شمولیت لپاره نومونه ثبت کړي وو. خو د تکړه شاگردانو موندل سخت کار دی ځکه پیلوټان، عمله او فني کارکوونکي باید باسواده او په انگلیسي ژبه پوه اوسي.

د رویترز اژانس د جنرال هیندرسن له خولی لیکلي دي چې ځنې وخت د ایتلافي ځواکونو د روزونکو څخه د C-208 الوتکو د الوزولو لپاره استفاده شوی ده، خو د ایتلافي ځواکونو او بهرنیو قراردادیانو پیلوټان یواځې نړیوالو اډو ته د پروازونو اجازه لري.

جنرال هیندرسن وایي، په تیر یو کال کې د امریکا متحده ایالاتو یو شمیر پرمختللی الوتکې افغانستان ته ورکړي دي، خو د یو ځانگړي عملیاتي هوایي ځواک د جوړولو او د هغې د عملې د روزلو د پروسې په ترڅ د اتیلافي ځواکونو مشاورینو د نورو واحدونو څخه تجربه لرونکي پیلوټان د A-29 ډوله بریدگرو او C-130 ترانسپورتي الوتکو لپاره استخدام کړي دي.

د افغان هوایي ځواک قوماندان جنرال وردک وایي د افغانستان د هوایي ځواک پیلوټان او نوره عمله د چک جمهوریت، متحده ایالاتو او متحده عربي اماراتو په گډون په بهر کې روزل کیږي.

خو د امریکا د پوځ بریدجنرال دیوید هیکس چې د ایتلافي ځواکونو د هوایي قواو روزنیز ماموریت پرمخ بیایي وایي حتا که پیلوټان وروزل هم شي، کلونه وخت نیسي چې تجربه ترلاسه کړي. د هغه په وینا راتلونکي افغان پیلوټان ځوانان دي او د تجربو ترلاسه کول وخت نیسي.