BBC
 شاته

غني: پاکستان ته مې لاس وړاندې کړ، دوی پرې تو کړل

ښاغلي غني ځواب د غوسې او نهیلۍ یوه ګډوله و د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر غني د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې پر پاکستان د سولې غږ وکړ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خپل امریکایي ساري ډونالډ ټرمپ سره تر کتنې وروسته، د بهرنیو اړیکو شورا کې د برتانیا د بهرنیو چارو د پخواني وزیر او د شورا د مشر ډېوېډ مېلېبند مېلمه و.

ښاغلی غنی چې د ملګروملتونو عمومي غونډې په موخه نیویارک کې دی په دغه کتنه کې د ښاغلي مېلېبنډ او حاضرینو ځینو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

یوه پوښتنه له پاکستان سره د اړیکو پر څرنګوالي وه.

د ښاغلي غني ځواب د غوسې او نهیلۍ یوه ګډوله وه:

"د هېواد پر پلازمېنه برید وشو. پر هر ملکي ځای برید کېږي. هر جومات تر برید لاندې دی، نو ایا موږ دې پټه خوله کښېنو او تسلیم دې شو؟ نه موږ د دې جګړې مسوول نه یوو، طالبان یې مسوول دي. پاکستان ته مې لاس وړاندې کړ، خو دوی پرې تو کړل، ځکه دوی باور کاوه، چې حکومت به مو ړنګ کړي. "

پر دې سربېره ولسمشر غني د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې پر پاکستان د سولې غږ وکړ:

''زه پر پاکستان غږ کوم چې له موږ سره، رفاه ته د رسيدلو لپاره، د سولې، امنیت او سیمه ييزي همکارۍ په برخه کې د دولتونو په کچه هر اړخیز بحث ته داخل شي. ''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر غني له ولسمشر ټرمپ سره لیدنه کې د خپل هېواد په تړاو ډونلډ ټرمپ د پالیسۍ هرکلی کړی

پاکستان تل ویلي پخپله د ترهګرۍ قربانی دی او د ترهګرو پر ضد عملیاتو کې یې ونډه تر هر چا ډېره ده.

د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ویلي و له ۱۶ کلونو وروسته هم افغانستان کې سوله نه ده راغلې. د نوموموړي په وینا:

''نه خو 'کابل حکومت ' نه نړیوال ځواکونه او نه هم افغان طالبان توانېدلي چې پر یوه بل پوځي حل ومني. افغانستان کې سوله یوازې د خبرو له لارې راتلای شي.

د ملګرو ملتونو له غونډې وروسته لومړي وزیر عباسي خبریالانو سره خبرو کې وویل، پاکستان غواړي افغانستان خپل مسایل پخپله حل کړي، خو په وینا یې پاکستان به د افغانستان د ستونزو په هواري کې د مرستندوی رول لوبوي.

ولسمشر غني په لومړي ځل د امریکا د افغان ستراتیژۍ درې مهم اړخونه ډاګیز کړل

د ولسمشر غني او ولسمشر ټرمپ لومړنۍ کتنه

غني: طالبان د سولې وروستي چانس لري

څه موده وړاندې د امریکا ولسمشر ټرمپ له څو میاشتو ځنډ وروسته د افغانستان په تړاو خپله ستراتیژي اعلان او پر پاکستان یې سختې نیوکې وکړې.

ډونلډ ټرمپ په خپله ستراتیژي کې پر پاکستان نیوکه کړې وه، چې له امریکا د میلیاردونو ډالو د ترلاسه کولو پر مهال له طالبانو او نورو هغو جنګي ډلو سره مرسته کوي چې امریکايي پوځیان وژني.

ولسمشر غني له ولسمشر ټرمپ سره لیدنه کې د خپل هېواد په تړاو ډونلډ ټرمپ د پالیسۍ هرکلی کړی او د امريکا له وګړو یې مننه کړې، چې په وينا يې د ترهګرۍ پر وړاندې ګډه مبارزه کې تر څنګ ولاړ دي.

د انځور حقوق EPA
Image caption لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي ویلي و، افغانستان کې سوله یوازې د خبرو له لارې راتلای شي

ولسمشر غني په دغه کتنه کې د خپل هېواد پر طبیعي زېرمو هم وغږېده او له دې پلوه یې خپل هېواد د کیمیایي عناصرو د "مندېلییف " جدول وباله.

په دغو عناصرو کې نادر منرالونه هم راځي چې د رویټر د خبر له مخې ولسمشر ټرمپ ژمنه کړې له افغانستان سره یې په ایستلو کې مرسته وکړي.

د امریکاییانو له نظره دغه منرالونه د امریکا ملي امنیت ته خورا اړین دي.