BBC
 شاته

د هغه زلمي کیسه چې بي بي سي ته د لیک استولو له امله زنداني شوی و

د انځور حقوق BSTU

د سړې جګړې پر مهال د ختیځ جرمني استخباراتي کارکوونکو د هغو کسانو موندلو لپاره سختې هڅې کولې، چې بي بي سي ته یې لیکونه استول. دغو کسانو کې هغه زلمی هم شامل و، چې غوښتل یې خپل فکر په ازادۍ سره څرګند کړي.

دی ونیول شو، زنداني شو او د دې لپاره یې د ژوند ډېره برخه له کړاو سره تېره کړه.

د دوبنیو رخصتیو وروستۍ ورځ وه. ۱۸ کلن کارل هېینس بورشرد په خپله خونه کې و، چې مور یې ورته وویل، دروازه کې یې څلور دولتي کسان انتظار کوي او باید ځان چمتو کړي او همدا له زلمیتوبه د کارل د خوند اخیستو وروستۍ شېبه وه.

هغه د مخ لاس وینځلو په پلمه د څو شېبو غوښتنه وکړه، له الماریو، کړکیو یې په کاغذونو کې لیکلي توري ړنګ کړل، خو هغه ته معلومه نه وه، چې استخباراتي مامورینو وارله مخه هغومره ثبوتونه یو ځای کړي وو، چې اړتیا یې ورته درلوده.

د انځور حقوق BSTU

نوموړي لومړی لیک له دې ورځې دوه کاله مخکې ۱۹۶۸ کې لیکلی و او دا ګرانه وه، چې د ختیځ جرمني شمالي ګریپسوالد ښارګوټي د دوو خونو دغه کوچني کور کې چې بورشرد په کې ژوند کاوه، هر څه پټ وساتل شي.

هغه به د کوټې په یوه ګوټ کې راډیو تر څنګ ناست و او که د لیک پر مهال به څوک کوټې ته ورغله، لیکلی لیک به یې ژر د کورنۍ دندې په کتابچه کې ونغښت.

راډیو به له پراګه غږیده، چې پکې شوروي توپونه او ټانکونه د اصلاحاتو یوې هڅې شنډولو لپاره ګرځېدل. هغه په یوه لیک کې لیکلي:

''د لندن راډیو جرمن څانګې ته ''

'ما همدا اوس ستاسې (بې لاسلیکه لیکونه)خپرونه واورېده، خوښه مې شوه. دغه خپرونه داسې څه خپروي، چې زموږ رسنیو کې نه خپرېږي. زه ۱۶ کلن یم او تاسې ته به تل لیکونه استوم.

زما لیکونو کې به د ځوانانو په اړه او د نړۍ مسایلو په تړاو د دوی د نظر او فکر خبرې په کې وي. زما په نظر لوېدیځوالو په چیکسلواکیا کې هغسې مداخله و نه کړه، چې په کار وه، ایا یوه هېواد چې د خپلې ازادۍ لپاره یې سخته جګړه وکړه، باید د روسانو ډول ته مارشونه وکړي؟

د ښوونځي یوه زده کونکي له لوري له درناوي سره '

د انځور حقوق BSTU
Image caption لویدیځ جرمني کې د بي بي سي دفتر

بوردشرد د لیک پای کې د رولف ډیګنر یو مستعار نوم ولیکه او د لوېدیځ برلین له یوه ادرس سره یې پوست ته وسپاره. د هغه مهال په کمونیست ختیځ جرمني کې د بهرنیو رسنیو خپرونو ته لیک استول خو پر ځای پرېږده، اورېدل یې هم جرم بلل کېده.

کانټسراسي سیمه چې بورشرد یې ادرس لیکلی و، د برلین مرکز کې وه او د لویدیځ برلین له چارواکو سره د بي بي سي د یوې هوکړې له مخې د دغه ادرس لیکونه یوه ځانګړي پوست بکس ته استول کېدل، چې بالاخره په لندن کې د بي بي سي مرکزي دفتر بوش هاوس ته رسېدل.

سټولټنبرګ: ناټو نه غواړي نوې سړه جګړه پیل کړي

د برلین دیوال ړنګ شوی خو هوسۍ لا هم سره بېلې دي

د لینن د مجسمې ستر "سر" ۲۴ کاله وروسته له خاورو راوایستل شو

ځینو به بیا خپل لیکونه لاس په لاس نورو کسانو ته ورکول، چې د برلین لویدیځې برخې ته یې په پټه ورسوي. د خپرونې ویندوی به هره اونۍ ځانګړې ادرسونه اعلانول، چې د برلین دیوال له بل لوري استول شوي لیکونه ورته ورسېږي، خو دغه خپرونه د ختیځ جرمني د څارګرې ادارې (ستاسي) کارکونکو هم اورېده او موخه یې دا وه، چې لیکونه سانسور کړي او یا د دوی له نظره تېر شي.

د انځور حقوق .
Image caption د خپرونې ویندوی استین هریسن

د خپرونې د ویندوی اوستین هارېسون همکار ګونتر بورکارت وايي، هغه ۲۵ کاله په ډېر زیار دغه خپرونه وچلوله او له اورېدونکو سره یې خورا نژدې اړیکي وموندل. نوموړی زیاتوي په لندن کې به مو هم دغه لیکونه د جاسوسانو له ډاره قلف ساتل.

ستاسي نه یوازې دا چې بي بي سي ته یې د دښمنې رسنۍ په سترګه کتل، بلکې دغه خپرونه یې د رواني جګړې په توګه بلله چې د رژیم خلاف پاڅون ته لاره هواروي او بې ثباتي رامنځته کوي.

دوی ته ویل شوي وو، چې هارېسون یو جاسوس دی، چې د دوی په آند د ختیځ جرمني خلاف وحشت خپروي.

د انځور حقوق .
Image caption د بي بي بي سي 'بې لاسلیکه لیکونو' خپرونې وړاندې کونکي

دغې ادارې بالاخره د لیکونو استونکي هم ارام نه پرېښودل. له لیکونو به یې د دوی د لاړو بېلګې اخیستې او له ډاکټرانو سره به یې د هغوی د وینې ګروپونه کتل. پر لفافو به یې د ګوتو نښانونه اخیستل او د لیک ډولونو یوه لویه زېرمه یې جوړه کړې وه.

بورشرد یې هم له همدې لارې وموند. هغه وايي، ښوونځي کې ده ته او نورو ټولګیوالو ته یې وویل شول، چې باید د ځان او د ژوند هدفونو په تړاو یوه لیکنه وکړي او هغه لیکنه د ستاسي جاسوس ته سپارل شوې وې. له هغه وروسته هم بورشارد بي بي سي ته درې نور لیکونه واستول، چې په کې یې سیاسي فکر نور هم پوخ شوی معلومېده.

د انځور حقوق BSTU
Image caption ستاسي جاسوسانو به د لیکونو له لفافو د لاړو بېلګې ټولولې

په یوه بل لیک کې نوموړي کښلي و:

ښاغلی هرېسن، زه اوس ۱۷ کلن یم، دغه هېواد کې لوی شوم، خو فکر مه کوه دا خوندوره خبره ده، دلته به تل داسې څه وايې، چې فکر یې نه یې کوې. زما رښتیا باور دا دی، چې یوازې زور او تاو تریخوالی موږ ژغورلای شي. که خلکو هیټلر له منځه وړی وای، د میلیونونو کسانو ژوند به ژغورل شوی وای.

په درناوی

د ښوونځي یو هلک

شپږ میاشتې وروسته نوموړی د ستاسي موټر کې کښېنول شو. هېچا هېڅ خبرې نه کولې. د دغې ادارې د زندان په یوه کوټه کې یوازې اچول شوی و. هغه وايي:

''زړه مې نه منله، فکر مې کاوه سبا به ښوونځي ته ځم، ډېره موده وروسته ایله پوه شوم، چې څه راپېښ شوي دي. ''

د انځور حقوق KARL-HEINZ BORCHARD
Image caption کارل هېینز بورشرد له خوشي کېدو وروسته

د یوازیتوب هغو اوږدو ساعتونو کې د دغه زلمي په ذهن کې له شاعري نیولې، تر ریاضي پورې او د کمپلې دایرو له شمېرلو نیولې د چارواکو تحقیق ته تر چمتووالي پورې یوه نړۍ فکرونه ګرځېدل او وخت یې پرې تېراوه. اته میاشتې وروسته هغه په (منفي فعالیتونو) تورن شو او د ډیسایو د ځوانانو یوه زندان ته د دوو کلونو لپاره واستول شو.

په زندان کې یې له ماشینونو سره سروکار و، د ګاز الاتو جوړولو پر دنده وګومارل شو، چې وايي پر سر او پای یې نه پوهېده او ډېری زنداني ځوانان به له همدې کبله ټپیان کېدل. وروسته د بښنې نړیوال سازمان په منځګړیتوب نوموړی ته لوېدیځ جرمني ته د تلو اجازه ورکړله شوه، خو هغه رد کړه، د نه خوړو اعتصاب یې وکړ او غوښتل یې چې خپلې کورنۍ ته ستون شي.

غوښتنه یې ومنله شوه او کورته له ستنېدو وروسته یې د بهرنیو رسنیو اورېدل بېرته پیل کړل. ۱۹۷۴ کال کې بي بي سي(بې لاسلیکه لیکونو) خپرونه بنده کړه. ویل کېږي د ستاسي لاسوهنې له کبله خپرونې ته د راتلونکو لیکونو شمېر هم لږ شوی و، خو د دیپلوماتیکو مسایلو خبرې هم کېدې، البته بورشارد د خپرونې له بندیدو وروسته له یوه سره د بي بي سي اورېدل پرېښوول.

د انځور حقوق .
Image caption د بي بي سي ارشیف کې یو خوندي لیک

راتلونکو ۱۵ کلونو پورې نوموړي د برېښنايي انجنیر په توګه کار وکړ او له ټولو ستړیو ستونزو سره یې زده کړې وکړې او د ختیځ جرمني ادبیاتو کې یې د دکتورا سند تر لاسه کړ.

دې سره هم نوموړي ته په پوهنتونونو کې یوازې د ټیټې درجې دندې ترلاسه کولو اجازه ورکول کېده او د ده په خپله وینا یو افتخاري ټکټ پلورونکی و.

په ۱۹۸۹ کال کې د کمونیزم له منځه تګ او جرمني له یو ځای کېدو وروسته هغه ایله وتوانېد ګریف سایډال پوهنتون کې اکاډمیکه دنده ومومي او تر اوسه د ختیځ المان ادبیاتو په اړه لیکچرونه ورکوي.