BBC
 شاته

شپږېزه: ولې د اصغر لوبډلې نیمه پایلوبه وبایلله؟

د کابلبازانو لوبډلې الراونډر لوبغاړی کریم صادق بي بي سي پښتو ویبپاڼې سره په شپږیزه لیګ کې د خپلې لوبډلې د وروستۍ ماتې پر عواملو غږېدلی.

کابلبازانو چې مشري یې اصغر ستانکزي کوله د شپږیزه لیګ د دویم پړاو په درېمه لوبه کې له بندامیر لوبډلې ماتې وخوړه او پایلوبې ته یې لار ونه مونده.

بند امیر لوبډله به سبا جمعه د سپټمبر په ۲۲مه له میس عینک لوبډلې سره پایلوبه وکړي او ګټونکې لوبډله به یې د شپږیزه لیګ د پنځم پړاو اتلولي خپله کړي.