BBC
 شاته

مشرف: بېنظير بوټو آصف زرداري وژلې ده

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ترهګرۍ ضد یوې محکمې پرويز مشرف فراري وباله

د پاکستان پخواني ولسمشر پرويز مشرف تور پورى کړى چې د دغه هېواد د پخوانۍ لومړۍ وزيرې بېنظير بوټو او د هغې د ورور مرتضى بوټو وژنې پړه د نوموړې مېړه آصف زرداري ته ور ترغاړې ده.

ښاغلى مشرف پر خواله رسنيو خپرې کړې يوې ويډيو کې وايي "زما پوهاوى دا دى چې د بوټو کورنۍ د بربادۍ، د بېنظير بوټو او مرتضى بوټو د وژنې مسووليت د يوۀ کس په غاړه دى، آصف زرداري دواړه ووژل"

د ښاغلي مشرف دا څرگندونې وروسته له هغه مخې ته راځي چې په لاهور کې د ترهگرۍ ضد محکمې د بېنظير بوټو وژنې قضيې په اړه شوې پرېکړې په خلاف د آصف زرداري استيناف غوښتنه ومنله او ښکېلو غاړو ته يې محکمې ته د حاضرېدو حکم وکړ.

د پاکستان د پيپلز گوند غړي سعيد غني د ښاغلي مشرف څرگندونو ته په غبرگون کې بي بي سي ته وويل "دا لومړى ځل نه دى چې پرويز مشرف د بېنظير بوټو وژنې پړه پر آصف زرداري اچوي."

هغه زياته کړه د ښاغلي مشرف دا تورونه د استيناف غوښتنې له منل کېدو وروسته مخې ته راغلل او هغه ځانته پام اړولو لپاره رسنيو کې نوې گنگوسې خپرې کړي دي.

د تېر اگست مياشتې په وروستيو کې راولپنډۍ کې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې د آغلې بوټو د وژنې قضیه کې پنځه نیول شوي تورن کسان خوشي کړل، دوو پولیس چاروکو ته يې سزا واوروله او د دغه هېواد پخوانی دیکتاتور پرويز مشرف يې فراري وباله.

محکمې په خپله پرېکړه کې د ښاغلي مشرف د شتمنۍ کنګلولو امر هم وکړ.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption بې نظیر بوټو په ۲۰۰۷ کال په راولپينډۍ کې په يوه برید کې ووژل شوه

خو ښاغلى مشرف وايي دا پيغام يې د بېنظير بوټو بچيانو، کورنۍ، د سند ايالت خلکو او د پاکستان ولس ته دى.

محکمې تېره مياشت په دې تړاو دوه پولیس افسران سعود عزیز او خرم شهزاد دواړه په اوولس - اوولس کاله بند محکوم کړل.

پر خرم شهزاد چې د بینظیر بوټو وژل کېدو پر مهال د راولپنډۍ پولیسو مشر و، تور دی چې له پېښې سملاسي وروسته یې د پېښې ځای پرېمنځلو امر کړی و او ثبوتونه یې له منځه وړي وو.

د بې نظیر بوټو د وژنې قضیه: پنځه نیول شوي کسان خوشي، پروېز مشرف فراري بلل شوی

" د ضیا الحق واکمنېدل د پاکستان په تایخ کې توره ورځ"

د بېنظير بوټو پر وژنه د پاکستان پوليس او طالبان تورن شوي دي

مېرمن بوټو چې دوه ځلې یې د پاکستان لومړۍ وزیرې په توګه دنده تر سره کړې، د ۲۰۰۷م کال د دسمبر په ۲۷مه راولپنډۍ کې هغه وخت په يوه ځانمرګي برید کې ووژل شوه، چې له یوې غونډې وروسته بېرته اسلام اباد ته پر لاره وه.

د پخوانۍ لومړۍ وزیري د وژنې محاکمه د راولپندۍ په اډیاله نومي زندان کې وشوه، ځکه چې پنځه واړه تورن کسان هملته بندیان و او د امنيتي خطرونو له امله يې هغوی له بندي خانې بهر محکمې ته نه شوای راوستلی.

د ترهګرۍ ضد دغې محکمې قاضي محمد اصغرخان نن 'پنجشنبه ' د محاکمې پر مهال د تورنو بندیانو اعتزاز شاه، شیرزمان، حسنین ګل، رفاقت حسین او قاري عبدالرشید خوشي کولو امر وکړ او ویې ویل، چې پېښه کې د دوی د ښکېلتیا کوم شواهد يې ونه موندل او خوشي يې کړل.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption بېنظير بوټو او آصف زرداري په ١٩٨٧ م کال کې سره واده کړى و

د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بې نظیر بوټو زوی او د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري پردغې پرېکړې خواشيني څرګنده کړې او د پنځو نیول شويو تورنو کسانو خوشي کول يې بې انصافي بللې وه.

د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزیره بې نظیر بوټو چې ۲۰۰۷م عیسوي کال د راولپينډۍ په لیاقت باغ سیمه کې له غونډې وروسته په يوه برید کې 'چې لومړی ډزې شوې او بیا ځانمرګی برید ' شوی و، وژل شوې وه. په دغه برید کې ۲۳ نور کسان ووژل شول او شاوخوا ۷۰ ټپیان شوي وو.

تردې پېښې وروسته په دوو میاشتو کې د پاکستان له بېلا بېلو سیمو څخه پنځه تورن کسان ونیول شوو، چې پکې اعتزاز شاه، شیرزمان، حسنین ګل، رفاقت حسین او قاري عبدالرشید شامل و. پنځو واړو کسانو چې تر نهه کاله زیات بند يې تېر کړی، نن ځکه خوشي شول.

د پاکستاني پولیسو په خبره دې نیول شويو تورنو کسانو ویلي، چې د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بې نظیر بوټو د وژنې پلان د پاکستاني طالبانو پخواني مشر بیت الله مسعود جوړ کړی و.