BBC
 شاته

زرين خان: خپل وزن له امله مې لومړۍ درجه فلمونه ترلاسه نکړل

د انځور حقوق RAINDROP MEDIA
Image caption زرين خان په لومړي ځل سلمان خان سره په "وير" فلم کې راڅرگنده شوه

د باليووډ وتلې ستورې "زرين خان" وايي د هند په فلمي صنعت کې فزيکي جوړښت او وزن د فلمونو لوبغاړو لپاره معيار بلل کېږي، او د وزن له امله يې نوموړې ته د لويو فلمونو وړانديز نه دى شوى.

زرين خان په لومړي ځل د هندۍ سينما له وتلي ستوري سلمان خان سره په "وير" فلم کې راڅرگنده شوه او د ډېرو پام يې ځان ته واړوۀ.

خو نوموړې بي بي سي ته وويل "په فلمونو کې د رول موندنې په برخه کې يې ستونزې درلودې، وروسته راته له سلمان خان سره په فلم کې د لوبېدو وړانديز وشو، خو اصلي ستونزو سره له خپل لومړي فلم وروسته مخاخ شوم. ما ته وويل شول چې د نورو برياليو فلمي ستورو په څېر نه برېښم ځکه وزن مې ډېر دى."

زرين خان داسې انگېري چې گواکې ورسره دوه گونى چلند شوى. نوموړې وايي " زما وزن په ملي مسله بدل شوى و، خو څو کاله وروسته چې نورو ستورو خپل وزن ډېر کړ بيا د هغوى ستاينه وشوه."

د باليووډ دغه ستورې وايي په فلمي صنعت کې ډېر خلک د فزيکي جوړښت په اړه خبرې کوي، خو بيا همدغه خلک تر هغه تاسو ته په خپل فلم کې رول نه درکوي چې وزن مو کم نه وي.

زرين خان مني چې د وزن له امله ورته د لومړۍ درجې فلمونه ورنکړل شول، هغه زياتوي:

" د افسوس خبره ده چې دلته خلک د وړتيا له مخې نه بلکې د وزن له مخې د هنر کچه ټاکي."

د انځور حقوق RAINDROP MEDIA
Image caption زرين خان وايي اوس مهال واده ته ليوالتيا نه لري

زرين خان وايي د وزن له امله ورباندې ډېرې نيوکې کېدې. پر جامو يې خبرې کېدې، او آن له کوره نشواى وتلى.

دا وايي وېرېدله چې که څوک يې عکس واخلي نو بيا به يې په تړاو ډېر خبرې کېږي.

'هندي فلمونه د خپلې ټولنې سم تصویر نه ښيي'

پاکستان پر هندي فلمونو بندیز لرې کړ

کورنۍ سینما یوځل بیا په کابل کې

خو د زرين خان په وينا د سلمان خان د "ريدي" فلم يوې سندرې کې نڅا او د "هېت ستوري ٣" په نامه فلم کې لوبېدو سره يې انځور بدل شو.

د زرين خان راتلونکى فلم "اکثر٢" نومېږي او په وينا يې شهواني کيسه نه لري.

هغه وايي "فلمونو کې د حوض ترڅنگ را څرگندېدل او يا ښکولول اوس عادي شوي، خو ستونزه دا ده که دا کار د فلمونو ډېر مشهور لوبغاړي وکړي نو بيا بد نه گڼل کېږي او که زموږ په څېر د دويمې درجې لوبغاړي دغه راز کار وکړي بيا يې بد بولي."

زرين خان وايي اوس مهال واده ته ليوالتيا نه لري.