BBC
 شاته

عباسي: پوځ د وسلوالو پټنځي له منځه یووړل

د انځور حقوق Reuters
Image caption د امریکا ولسمشر له عباسي سره ونه لیدل.

د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي وايي د دغه هېواد پوځ له ډیورنډ کرښې سره د وسلوالو ټول ‎ټنځي له منځه وړي دي.

نوموړی له نیویارک ټایمز سره په مرکه کې زیاتوي، چې اوس پاکستانی پوځ پر ټولو سیمه ولکه لري:

"اوس هلته کوم خوندي پټنځی نشته، هیڅوک نشته".

د ښاغلي عباسي دا خبرې په داسې مهال دي چې میاشت مخکې د امریکا ولسمشر یو ځل بیا پر پاکستان تور ولګاوه، چې په خپله خاوره کې یې وسلوالو ته پټنځي ور کړي او ملاتړ یې کوي.

* ''افغانستان ته د هند په سترګه کتل د پاکستان لویه ستونزه ده''

* د پاکستان لومړی وزیر: ښايي کابل ته بریدګر له پاکستانه ورغلي ول

ډونلد ټرمپ د افغان ستراتیژۍ په ډاګیزولو کې پاکستان ته خبرداری ور کړ چې که د وسلوالو ملاتړ نه پرېږدي، نو تاوان به وکړي.

ډونلډ ټرمپ وايي، پاکستان په یو وخت د امریکا ډالر ترلاسه کوي او هم هغو وسلوالو ته پټنځي ور کوي چې افغانستان کې امریکايي ځواکونه وژني.

د پاکستان چارواکو په غبرګون کې وویل، چې مرستې یې نه غواړي، خو درناوی دې یې وکړي.

دوی دا هم ویل چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان قرباني ته ارزښت نه ور کول کېږي.

د ترهګرۍ ضد کارند ملګری

ذ د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډونلډ ټرمپ وايي، پاکستان په یو وخت د امریکا ډالر ترلاسه کوي او هم هغو وسلوالو ته پټنځي ور کوي چې افغانستان کې امریکايي ځواکونه وژني.

شاهد خاقان عباسي هم په تازه مرکه کې بیا ویلي، چې د طالبانو په له منځه وړلو کې د پاکستاني پوځ د هڅو درناوی ونه شو.

د هغه په خبره، پاکستان کې عام باور دا دی چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې یې امریکا د هڅو درناوی نه کوي او تورونه لګوي.

"موږ د ترهګرۍ ضد جګړه کې کارند ملګري یو له دې کم نه یو".

که څه هم د ملګرو ملتونو سرمشریزه کې ولسمشر ټرمپ د پاکستان له لومړي وزیر سره ونه کتل، خو د دغه هېواد د مرستیال ولسمشر سره په لیدنه کې شاهد خاقان عباسي د امریکا د افغان ستراتیژۍ په هکله خپله اندېښه په ډاګه کړې ده.

* ډونلډ ټرمپ د پاکستان په هکله څه وویل؟

* "د پاکستان دولت اوس هم د توندلارۍ کارخانې چلوي"

د پاکستان حکومت د امریکا نوې ستراتیژي اندېښمن کړی او وايي، چې د امریکا پر ځای به له نورو هېوادونو لکه روسیې، چین او ایران سره اړیکي ښه کړي.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر د ډونلد ټرمپ له ستراتیژۍ وروسته، تهران، بېجینګ، انکرې او مسکو ته سفر هم درلود.

خو شاهد خاقان عباسي له مایک پېنس سره تر لیدنې وروسته وویل، چې د واشنګټن اسلام اباد اړیکي په ښه کېدو دي.

لږ وژونکې اتومي وسلې

د انځور حقوق AFP

د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي د خپل هېواد د اتومي وسلو په هکله وايي، چې تاکتیکي اتومي وسلې نه لري، بلکې لږ وژونکې اتومي وسلې لرو.

د هغه په خبره، دا کم وژونکې اتومي وسلې هم د جګړې ډګر کې نه کارول کېږی.

نوموړی زیاتوي چې د پاکستان د اتومي پروګرام قومندو او کنټرول په خوندي لاسونو کې دی.

خو نیویارک ټایمز وايي، د لومړي وزیر عباسي دا څرګندونې د امریکا د څارګرې ادارې له معلوماتو سره سمې نه دي.

دوی وايي، پاکستان دا اتومي وسلې د هندي پوځ د پرمختګ د مخنیوي لپاره تیارې کړې دي.

نیویارک ټایمز لیکي پخواني ولسمشر بارک اوباما د پاکستان د هغه وخت لومړی وزیر نواز شریف وهڅاوه چې دا وسلې جوړې نه کړي.