BBC
 شاته

پاکستان: له امریکا سره مو اړیکې په ښه کېدو دي

ډونالډټرمپ د انځور حقوق Getty Images

پاکستان وايي، له امریکا سره يې تر څه مودې ناندریزو اړیکو وروسته یو ځل بیا اړیکې په ښه کېدو دي.

دغه هېواد د امریکایي مرستیال ولسمشر مایک پينس او لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي ترمنځ د ملګرو ملتونو د عمومي ناستې په څنډه کې لیدل خورا مهم ګام بولي، چې وايي، دواړه لوري پخپلو کې پر ټينکو اړیکو موافق شوي دي.

د افغانستان لپاره د ډونلډټرمپ په نوې ستراتيژۍ کې پاکستان د اورپکو ملاتړی هېواد بلل شوی و او ان ګوتڅنډنه يې ورته کړې وه، چې نور له داسې پاکستان سره نه شي تللی، چې مخامخ یو څه او پسي شا بل څه کوي.

پاکستان پر دغې ستراتيژي ژور خفګان څرګند کړی و او د امریکا پر ځای يې له نویو ملګرو چین، روسيې، ترکيې او ایران سره د اړیکو ټينګولو ویلي و.

اوس پاکستان بیا ویلي چې له امریکا سره یې اړیکې پر ښه کېدو دي.

پاکستان: د امریکا تورونه په کلکه ردوو

پاکستان: د امریکا مرسته نه، باور یې غواړو

"امریکا ضد پارونې د پاکستان په زیان دي"

د پاکستان د بهرنیو چارو سیکرترې تهمینه جنجوعه تردې لیدنې وروسته له رسنیو سره خبرو کې دغه لیدل د دواړو هېوادونو د ناندریزو اړیکو له منځه وړلو لړ کې یو مهم ګام بللی، چې په خبره يې راتلونکې مياشت به یو امریکايي پلاوی پاکستان ته سفر وکړي.

د چارو کارپوه او پخوانی سفیر ایاز وزیر وايي، د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکې د ټرمپ تر نوې ستراتيژۍ مخکې هم ډېرې ښې نه وې، خو تر ستراتيژۍ وروسته پکې ډېر خنډونه راغلي دي.

ښاغلی وزیر زیاتوي، د امریکا تر نوې ستراتيژۍ وروسته پاکستان خپل احتجاج وکړ او تردې احتجاج زیات حق هم نه لري، ځکه چې پاکستان د امریکا په څېر زبرځواک هېواد ته بیاهم اړ دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاکستان د امریکایي مرستیال ولسمشر مایک پينس او لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي ترمنځ د ملګرو ملتونو د عمومي ناستې په څنډه کې لیدل خورا مهم ګام بولي

که څه هم پاکستان لاهم دا نه مني، چې تردې نوې ستراتيژۍ وروسته دوی ته امریکا د کوم ګام اخیستلو په اړه څه نه دي ویلي، خو ډېری په دې باور دي، چې کېدی شي، دغه هېواد ته د حقاني شبکې او نورو اورپکو ډلو ضد د جدي عملیاتو کولو لپاره وویل شي.

یو شمېر کارپوهان وايي، داسې حال کې، چې پاکستان ځان د ترهګرۍ ضد جګړه کې د امریکا لوی ملګری بولي او تل وايي،د دوی په څېر قربانۍ یوه هېواد هم نه دي ورکړې، ولې د مایک پېنس پر ځای ډونالډ ټرمپ د پاکستان لومړي وزیر ته وخت ورنه کړ، چې ورسره وګوري؟