BBC
 شاته

له ۷۵ کاله ګډ ژوند وروسته ښځه میړه پنځه ساعته تر منځ یو په بل پسې مړه شول

جین او میړه یې جارج سپیر ۱۹۴۲ کال کې د انځور حقوق COURTESY OF OTTAWA CITIZEN
Image caption جین او میړه یې جارج سپیر ۱۹۴۲ کال کې

د نړیوالې جګړې د مهال یوې برتانوۍ ناوې او کاناډايي مېړه یې د واده له ۷۵ کلنۍ لمانځولو یوازې یوه اونۍ وروسته پنځه ساعته تر منځ ساه ورکړه.

جارج او مېرمنې یې جین سپیر ۱۹۴۱ کال کې هغه مهال لندن کې سره لیدلي و، چې جارج لندن کې پر دنده ګومارل شوی و.

دواړه میړه او ښځه د اوټاوا یوه روغتون کې مړه شول. ۹۴ کلنه مېرمن سپیر د سکاروي (سینه بغل) له ناروغۍ وروسته روغتون کې بستري شوې وه.

له هغه وروسته ښاغلی جارج د اوږده خوب حالت ته لاړ او سملاسي دی هم کوینز کارلتون روغتون کې د چهارشنبې پر ورځ بستري شو، چې مېرمن یې د جمعې پر ورځ په کې بستري شوې وه.

روغتون کارکونکو هڅه کوله ښاغلی جارج هغه صالون ته یوسي، چې مېرمن یې په کې بستري وه، خو له هغه مخکې له ځايي مهال سره سم پر ۴ بجې او ۳۰ دقیقې یې مېرمن په ارام حالت کې ساه ورکړي وه.

د اوټاوا سټیزن رپوټ کې ویل شوي، چې په همدې ورځ پر ۹ بجو او ۴۵ دقیقو ښاغلی جارج هم ومړ.

له دوی دواړو دوه اولادونه پاتې دي. دوی د نړیوالې جګړې پر مهال یوه میلمستیا کې د نڅار پر مهال یو بل لیدلي وو او له هغه وروسته یې د ۱۹۴۲ کال د اګست پر ۲۲ کینګسټن ښار ګوټي کې چې د جین سپیر پلرنی ټاټوبی و، واده وکړ.

۱۹۴۴ کال کې دوی کاناډا ته لاړل، ځکه مېړه یې هغه مهال په ایټالیا کې دنده درلوده، د نورو پوځیانو روزلو لپاره خپل هېواد ته وبلل شو.

۲۰۰۶ کال کې د برتانیا ملکې مېرمن سپیر ته د جګړې مهال ناویو لپاره د هغې خدمتونو له کبله د 'ارډر آف د برټش امپایر ' غړیتوب ویاړ ورکړ.

مېرمن سپیر کاناډا کې د جګړې ناویو لپاره لومړنی کلب تاسیس کړی و. د نړیوالې جګړې پای کې نژدې ۵۰۰۰ زره هغه برتانوۍ مېرمنې کاناډا ته لاړې، چې له کاناډايي پوځیانو سره یې ودونه کړي وو.