BBC
 شاته

ولې ښځې پر ټولنیزو رسنیو له دغه کس نه مرسته غواړي؟

مینا سمیر د انځور حقوق MINA SAMIR
Image caption د ښاغلي سمیر خپله رسمي پاڼه یو میلیونه مینه والو خوښه کړې.

مینا سمیر د مصر ۲۵ کلن پولیس افسر دی او له بدني ښکلا سره د مینې له کبله مشهور دی، خو زرګونه ښځې ورته هره اونۍ پیغامونه لېږي او سبب یې د نوموړي افسر کېدل یا له ورزش سره مینه نه ده.

دغه ځوان د بدني روغتیا په اړه یو شمېر فېسبوکپاڼې چلوي او یو ګروپ یې یوازې د ښځو بدني روغتیا او ښکلا ته ځانګړې کړی دی.

دغه پاڼه ۸۰۰ زره پالورز یا ښځینه مینه والې لري. د ښاغلي سمیر خپله رسمي پاڼه یو میلیونه مینه والو خوښه کړې.

خو له کله راهیسې چې د انلاین ځورونې ښکار شویو سمیر ته د پیغامونو لېږل پیل کړل، نوموړي فکر وکړ، چې مرسته کول یې مسوولیت دی. د مصر ټین نومي ټلویزیون سره خبرو کې نوموړی وايي:

''دغسې پېښو کې ځينې ښځینه وو ته معمولاً له انلاین لارې سپکې او پوچې خبرې کېږي، له دوی سره لږ خلک مرسته کوي او ځورونکي زړور کېږي ''

هغه وايي دغسې حالت د ښځو زړه ماتوي او دی غواړي مرسته ورسره وکړي.

"د پاکستان یو سوالګر له انلاین سوالګرۍ هره ورځ په زرګونو روپۍترلاسه کوي"

"برتانوۍ ماډله منځني ختیځ کې د سېکس لپاره پلورل کېده"

د افغان ماشومانو انلاین خوندیتوب

۲۰۱۶ کال کې د بي بي سي یوې څېړنې کې معلومه شوه، چې منځني ختیځ کې چې محافظه کاري په کې عامه ده، داسې ډېرې پېښې شوې، چې د ځینو ښځو بدنامولو یا ترې د ناروا ګټې تر لاسه کولو لپاره نامناسب تصویرونه او پیغامونه کاروول شوي دي.

اوس د ښاغلي سمیر مشهورتیا یو سبب دا هم دی، چې د ښځینه وو ګروپونه د یوې غړې ستونزمن حالت بهیر کې دی خپلو هغو پیغامونو کې ټېګ کوي، چې د مرستې غوښتنه په کې کوي.

د انځور حقوق MINA SAMIR
Image caption مینا سمیر پر فېسبوک او انسټاګرام د روغتیا او صحي ژوند په اړه پرلپسې پیغامونه خپروي

د ښاغلي سمیر پر پاڼه یوې کورنۍ پیغام خپور کړی او داسې یې په کې لیکلي دي:

''ما د کپتان مینا په اړه اورېدلي دي او دا چې دی څنګه له نجونو سره مرسته کوي. باوري یم داسې یوه لاره به وي، چې دی مرسته وکړي. ''

ښاغلی سمیر وايي، له هغه وروسته یې له انلاین ځورول کېدونکو ښځو سره مرسته پیل کړه، چې یوې نجلۍ د خپل پخواني ملګري له لاسه د ځورول کېدو شکایت ورته وکړ. هغې ویلي و، چې ملګری یې شخصي عسکونه ترې د نارواګټې لپاره استعمالول.