د مکسیکو سخته زلزله په تصویرونو کې
-
AFP
مکسیکو کې د سپتمبر پر ۱۹ ګهیځ مهال اووه اعشاریه یو زلزله راغلې، چې له کبله یې تر اوسه د وژل شویو کسانو شمېر ۲۰۰ ته رسېدلی دی.
-
AFP
له زلزلې وروسته یو شمېر کسان له خپلو شخصي توکو سره د سړک پر سر ناست دي.
-
AFP
څو ورځې مخکې هم مکسیکو کې یوه زلزله راغله، چې له کبله یې نژدې ۹۰ کسان وژل شوي وو.
-
AFP
د دغه هېواد ولسمشر له قوله ویل شوي، چې د یوه ښوونځي ودانۍ له ویجاړېدو وروسته ۲۰ زده کونکي هم وژل شوي دي.
-
AFP
دوه ماشومان د یوې ودانۍ له کړکۍ مرستندویه چاري ګوري.
-
AFP
مرستندویان په نړېدلې ودانۍ کې د ژوندي پاتې کسانو لټون کوي.
-
AFP
د مرستې چارو لپاره درانه ماشینونه کاروول کېږي.
-
AFP
د شپې تر ناوخته پورې د ژوندي پاتې کسانو لټون روان و.