BBC
 شاته

د مینې پر کېسه جوړ فلم ناندرۍ راپورته کړې

په روسیه کې د هغه فلم پر سر اندېښنې په ډېرېدو دي چې د دې هېواد د وروستي امپراتور د مینې کیسه کوي. فلم د تاوتریخوالې ځینې پېښې هم را پارولي. دغه فلم چې متیلدا نومیږي لا هم د سینما پر پرده نه دی ښکاره شوی او لومړۍ ننداره به یې راتلونکې مېاشت وي.

فلم د نیکولاس رومانوف او یوې بلې نڅاګرې د مینې ریښتونې کیسه کوي. خو نیکولاس یو محافظه کاره راهب وو او ځینې روسان ادعا کوي چې دا د دوی دین او مقدساتو سپکاوی دی.