BBC
 شاته

روهېنګیا بحران: انګ سان سوچې له نړیوالې 'ارزونې' نه ډاريږي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د میانمار مشرې انګ سان سوچې ویلي، د روهېنګیا مسلمانانو لږکۍ ډېرېدونکي بحران د موضوع په اړه له نړیوالې ارزونې نه ډاریږي.

د میانمار مشرې انګ سان سوچې ویلي، د روهېنګیا مسلمانانو لږکۍ ډېرېدونکي بحران د موضوع په اړه له نړیوالې ارزونې نه ډاریږي. د میانمار راکهاین ایالت کې د دغه تاوتریخوالي پایله کې تر اوسه نژدې ۴۰۰ زره روهېنګیا مسلمانان بنګله دېش ته کډوال شوي دي او دا لومړی ځل دی، چې مېرمن سوچې پر دغه موضوع غږیږي.

د دغه بحران په اړه پر مېرمن سوچې پراخې نیوکې شوې دي. د هغې په وینا له دوو اونیو راهیسې 'د روهېنګیا توکمو د ورکولو ' هېڅ عملیات نه دي شوي. د خپل هېواد پارلمان ته په ونیا کې مېرمن سوچې وویل، په تاوتریخوالي کې د اغېزمنو 'ټولو ' خلکو 'ژور ' فکر ورسره دی او دا چې میانمار 'دغه ایالت کې د ټولو توکمنو لپاره د تل پاتې حل ' په تړاو ژمن دی.

مېرمن سوچې ویلي غوښتل یې نړیواله ټولنه پوه شي، چې حکومت یې د 'دغه بحران ' مخنیوي لپاره څه کړي دي، خو نوموړې دغه راز پرېکړه کړې، چې روانه اونۍ به نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډه کې ګډون نه کوي.

د وینا مهم ټکي

  • مېرمن سوچې د خپل هېواد د پوځ پر ضد لګېدلي تورونه یاد نه کړل، خو یوازې یې وویل: 'د سپتمبر له ۵ نېټې راهیسې د ورکولو عملیات نه دي شوي او نه هم کومې وسله والې نښتې شوې دي. '
  • هغې وویل، ډېری مسلمانانو پرېکړه کړې، چې راکهاین ایالت کې پاتې شي او دا ښيي، چې حالت ډېر خطرناک نه دی.
  • هغې وویل، غوښتل یې له هغو مسلمانانو سره چې له سیمې تښتېدلي او له هغو سره چې لا هم هلته پاتې دي، خبرې وکړي چې معلومه شي د بحران جرړې چېرې دي.
  • نوموړې ویلي، حکومت دا وروستیو کلونو کې د روغتیا، زده کړو او بنسټیزو اړتیاوو پوره کولو لپاره راکهاین ایالت کې ډېرې هڅې کړې دي، چې د هلته مېشتو مسلمانانو ژوند ښه شي.
  • نوموړې ویلي، بنګله دېش ته کډوال شوي ټول کسان له پېژندګلوۍ وروسته کولای شي بېرته ستانه شي.
د انځور حقوق Reuters
Image caption ډېری تښتېدلي ماشومان او ښځې دي. دوی وايي سړي یې ووژل شول.

د میانمار مشره وايي، نه پوهېږي څلور لکه روهېنګیا ولې له هېواد ووتل. هغه وايي، دا ډېری مسلمانان باید له هېواد وتلي نه وی: "تاوتریخوالی درول شوی دی".

له روهېنګیا سره د روان تاوتریخوالی له امله د میانمار حکومت او انګ سان سوچي د نړیوالې ټولنې له نیوکو سره مخ دي.

* روهېنګیا مېرمنې د جنسي تېري کیسې کوي

* روهېنګیا مسلمانانو ته هندي سکانو لنګر جوړ کړی

* د روهینګیا دوښمن بودايي راهب؛ ځان "بن لادن" بولي

ملګرو ملتونو د روهېنګیا پرضد دا تاوتریخوالی توکم 'ورکول ' وباله. مېرمن سوچې وایي، د ملګرو ملتونو سرمشریزې ته د نه تللو له امله یې دا خبرې کړې دي.

قانون ماتوونکو ته سزا ور کول

هغې د میانمار پارلمان ته په وینا کې زیاته کړه چې تاوتریخوالي کې د ټولو زیانمنو خلکو "ژور" احساس یې کړی دی او "میانمار په خپله خاوره کې د ټولو ټولنو ... پایښتي اواري ته ژمن دی".

د انځور حقوق .
Image caption د بي بي سي خبریال په میانمار کې د مسلمانانو کورونه لیدلي چې اور ورته کړل شوی و

مېرمن سوچي وویل په راخین کې د انساني حقونو خلاف هڅې غندي او هر هغه کس چې انساني حقونه یې تر پښو لاندې کړي او بې قانوني یې کړې وي، سزا به ور کړل شي.

د میانمار حکومت مشره وايي، غواړي له هغو کسانو سره خبرې وکړي چې له دې سیمې وتلي دي او د دې وتلو لامل یې وپوښتي.

انګ سان سوچي زیاتوي چې غواړي د انساني حقونو د خوندیتوب او ښه والي لپاره د ملګرو ملتونو د پخواني مشر کوفي عنان په مشرۍ خپلواکې پلټنې وکړي.

پوځ عملیات ولې پیل کړل؟

ر د انځور حقوق AFP
Image caption تر څلورو لکو روهېنګیا بنګله دېش ته کډه شول.

د میانمار په راخین ولایت کې چې مسلمانان اوسي، له کلونو راهیسې له دې توکم سره وخت ناوخت تاوتریخوالی کېږي.

روهېنګیا ته د میانمار وګړتوب نه دی ور کړل شوی، دوی له بنګله دېش ورغلي ناقانونه کډوال بلل کېږي.

خو وروستی تاوتریخوالی د اګسټ پر ۲۵ د پولیسو پر مرکز د مسلمانو توندلارو له برید وروسته پیل شو.

د برید په ځواب کې پوځ په سیمه کې پراخ عملیات پیل کړل.

که څه هم حکومت وايي، دا عملیات یې د ترهګرۍ ضد مبارزه ده، خو له دې سیمې په زرګونو ولسي وګړي چې مسلمانان دي ووتل.

* ملاله یوسفزۍ: نړیواله ټولنه دې روهینګیا مسلمانان وژغوري

* ملګري ملتونه: میانمار غواړي ټول روهينګیا مسلمانان ووژني

ویل کېږي د ځینې خلکو کورنو ته اور اچول شوی، پر ځینې ښځو جنسي تېری شوی او بیا وژل شوې دي.

له دې عملیاتو سره تر څلور لکو پورې روهېنګیا بنګله دېش ته کډه شول، چې په بد حالت کې ژوند لري.

د میانمار د پوځ د عملیاتو له امله پر انګ سان سوچي د چوپتیا له امله نیوکه کېدله او ان ځینې نوبل جایزه ګټونکو ویل چې له دې دا جایزه بېرته واخیستل شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي هم په دې تړاو د میانمار حکومت ته خبرداری ور کړ او دغه عملیات یې د توکموژنې په نوم وبلل.

د انګ سان سوچي رول

د انځور حقوق Getty Images
Image caption روهينګیا کډوال.

په میانمار کې د پوځي حکومت پرضد له کلونو مبارزې وروسته د انګ سان سوچي په مشرۍ ګوند د ۲۰۱۵ کال پارلماني ټاکنې وګټلې او نوی حکومت یې جوړ کړ.

که څه هم نوموړې په خپله د قانوني خنډونو له امله د ولسمشرۍ او لومړي وزارت څوکۍ ترلاسه کوی نه شي، خو د واک اصلي سرچینه بلل کېږي.

په ورته مهال پوځیان د میانمار په سیاسي جوړښت کې ځواکمن دریځ لري او ان پارلمان یې په واک کې دی.

ویل کېږي د ولسي حکومت او مشرانو واک محدودوي.