BBC
 شاته

اصلي زعفران څنګه پېژندلی شئ؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption زعفران د '' سرو زرو'' په نوم هم یادیږي

زعفران چې یوه ډیره قیمتي مساله ده، له انټي اکسیډانټ کیمیايي توکو هم ډک دي.

ویل کېږي زعفران د ژور خپګان او د وینې فشار له کمولو سره مرسته کوي، پوستکی او ویښتان نرموي او د خوړو په جوړولو کې د مسالې په توګه هم کارول کېږي.

نو ولې د نورو نامتو مسالو لکه زرد چوبې یا کورکمن او دارچیني سره سیالي نشي کولی؟ ایا لوړې بیې یې د دې کار مخه نیولې که څنګه؟

* "افغان زعفرنو د ایراني زعفرانو بازار خراب کړی"

* کرنې وزارت پر کروندګرو د زعفرانو ۵۰۰ ټنه بوزغلی وېشي

د لاس په ورغوي کې مې د زعفران پنځه کوچني تارونه نیولي،چې د کوچنیو سره رنګه تارونو په شان ښکاري او د میوه لرونکي خواږه تنباکو په شان بوی لري.

د زعفران څلور تارونه مې د چایو په یوه پیاله کې واچول او تودې اوبه مې پرې واچولې، چې وروسته به د خوړو په دیګ کې اچول کیږي.

د زعفران بوی

د انځور حقوق Getty Images

د زعفران پنځمه تارونه مې پر ژبه کيښودل.

راته ویل شوي و چې د اصلي زعفرانو د پیژندلو لپاره دا ازموینه ډېره مهمه ده.

زعفران یو ګران توکی دی، هر ګرام یې پنځه پونډه بیه لري، باید ډاډه اوسم چې زعفران مې اصلي دي.

* ایران کې د زعفرانو محصولات

* کشمیري زعفران تر ټولو ګران بیه مساله ده

اصلي زعفران د ګلانو د عطرو او د ګبین یا شاتو رنګ لري او که په تودو اوبوکې واچول شي یو نارنجي ډوله رنګ باسي.

له مراکش نیولې تر همالیا پورې سیمو کې زعفران په ډیرو خوړو کې کارول کېږي.

برسیره پردې په درملو او سینګار توکو کې هم ور څخه کار اخیستل کېږي.

زعفران پخوا د څه لپاره کارېدل؟

د انځور حقوق Rumi Spice

کلیوپاترا له زعفران د خپل حمام د اوبو د خوشبوی کولو لپاره کار اخیست.

ستر سکندر به د خپلو جګړو ټپونه د زعفران پر اوبو مینځل او د زعفرانو چای به یې څښل.

په څوارلسمه پیړۍ کې زعفران د بوبونیک طاعون ناروغۍ پرضد کارول کیدل.

* هرات کې د زعفرانو نندارتون

* افغانستان لپاره له کوکنارو ځان خلاصول ولې ګرانه ده

زعفران د اسپانیا د پایلا خوړو څخه نیولې بیا د اریایانو په وریجو او د هندیانو په کري خوړو کې د یو مهم توکي په توګه کارول کیږي.

له قهوې او مالګې سره هم یوځاې کیږي، د پوستکي په کریمونو او شامپوګانو کې هم کارول کیږي.

د ناروغیو لپاره زعفران کارول

د انځور حقوق Getty Images
Image caption هرات ولایت کې زعفران پلورونکی افغان.

د دودیزو درملو په لړ کې له زعفران د ښځو د میاشتینۍ ناروغۍ ستونزو، ژورخپګان، سا لنډي اوځینو جنسي ستونزو پر ضد کار اخیستل کیده.

په ځینو طبي څېړنو کې زعفران د حافظې د خرابیدو او سرطان پرضد ازمویل شوي خو نتیجې یې تراوسه سمې نه دي معلومې شوې.

سره له دې چې زعفران د '' سرو زرو'' په نوم هم یادیږي خو ښايي څومره چې ارزښت لري هغومره یې شهرت نه دی موندلی.

کیت الانیز، یو پخوانی امریکايي پوځي چې اوس سوداګري کوي، فکر کوي پوهیږي چې ولې داسې ده.

په افغانستان کې له خدمت وروسته، ده او دوو نورو پخوانیو پوځیانو پریکړه وکړه داسې یو شرکت جوړ کړي چې په مرسته یې بزګران د کوکنارو د ناقانونه کرنې پرځای د زعفرانو کرلو ته مخه کړي او ور څخه لاښه ګټه ترلاسه کړي.

یو ګرام افغان زعفران په ۱۸ ډالر

د انځور حقوق Rumi Spice
Image caption د رومي مسالې شرکت یو بنسټګر کیت الانیز د ذعفرانو له افغانو بزګرانوسره

د رومې مسالې په نامه دا شرکت، له سیمه ییزو افغان بزګرانو څخه د زعفرانو ګلان پیري او ۳۸۰ افغان ښځې یې په کار ګومارلې.

دوی د زعفران ګلانو د پاڼو له منځه سور رنګه نازک تارونه بېلوي، وروسته یې وچوي او په کڅوړو کې يې بهرته د استولو لپاره چمتو کوي.

د همدغه سخت او ربړجن کار له امله ده چې زعفران دومره ګران دي.

د رومي مسالې شرکت د خپلو زعفرانو هر ګرام په ۱۸ ډالرو پلوري.

افغانستان کې د زعفرانو کر ډېرېدل

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د زعفرانو کروندې افغان مېرمنو ته هم د کار زمینه برابره کړې ده.

ښاغلی الانیز وایی د زعفران د لوړې بیې له امله د دې بوټي کرنه په افغانستان کې ډیره شوې ده.

خو له بل پلوه دا لوړه بیه یوه لویه ستونزه هم ګرځیدلې. ځینې خلک دې ته هڅوي چې جعلي زعفران جوړ کړي.

'' د جعلي زعفرانو له امله ده چې د زعفرانو تجارت وده نه ده کړې.''

هغه وايي په تیر وخت کې ځینې خلک له دې امله ناهیلي شوي وو چې په ګرانه بیه به یې زعفران پیرودل خو وروسته به پوه شول چې معیاري نه دي او ان جعلي دي او اصلي خوند نه لري.

ښاغلی الانیز وايي:'' کله چې اشپزان او د خوړو مینه وال یو ځلې د لوړ کیفیت درلودونکي زعفران تجربه کړي، د هغوی خوند او خوشبویی یې ډیره خوښیږي''.

د انځور حقوق Rumi Spice
Image caption د زعفرانو د ګلانو کوچنۍ سرې رنګه ریشتې باید په دقت سره د ګلانو له پاڼوڅخه بیلې شي

ځانګړي پیرودونکي او نامتو رستورانټونه اوس دغه زعفران خوښوي.

دا شرکت هیله من دی چې په نورو عادي مشتریانو کې به هم شهرت ومومي.

خو دا پلان به هغه وخت نتیجه ورکړي چې محصولات په پرلپسې ډول خپلې ژمنې ترسره کړي.

د لا کره معیارونو رامنځته کولو لپاره د وروستیو هڅو سره سره، بیا هم ویل کېږي چې بازار ته د زعفران په نوم داسې تولیدات هم راځي چې پکې د اسونو ويښتان، د جوارو د بوټو رېښې، کاغذي تارونه او نورشیان ګډ وي.

د سږکال په لومړیو کې داسې رپوټونه و چې په جعلي پوډري زعفرانو کې له مصنوعي رنګه توکو لکه تارترازین او نور چې د خوړو په رنګولو کې کارول کیږي، کار اخیستل شوی و.

سالي فرانسیس، یوه بوټپوه( بوټي پېژندونکې) او د زعفران بزګره، وايي څو اونۍ وړاندې یې د هالینډ په یو بازار کې ولیدل چې د ګلانو بو بل بوټی د زعفرانو په نوم پلورل کیده.

هغه وايي ډیر سیلانیان یې ولیدل چې له رخصتیو څخه راتلل او فکریې کاوه چې ارزانه زعفران یې موندلي، په داسې حال کې چې هغه جعلي وه.

فرانسیس وايي ان اصلي زعفران هم راز راز دي او کیفیت یې په دې پورې تړلی دی چې په څه ډول تولیدیږي.

'' زعفران د کیفیت له پلوه راز راز دي، خو پر کڅوړو یې اړین معلومات نه وي لیکل شوي''

د کیفیت د خرابیدو یو علت معمولا دا کیدی شي چې د زعفرانو د ګلانو ځینې بې خونده برخې هم له اصلي رېښو سره ګډې راټولیږي.

که څه هم دا زعفران دي خو سوچه نه دي، یواځې '' ګران رنګه توکي'' دي.

فرانسیس وايي:'' د لومړۍ درجې او دریمې درجې ترمنځ توپیر ډیرزیات دی. لکه یو عادي موټر او لامبورجیني''.

اصلي زعفران څنګه پیژندلی شئ؟

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان زعفرانو د ایراني زعفرانو بازار ننګولی
  • وګورئ چې د تارونو یو سر یې سولیدلی ښکاري•
  • وګورئ چې یو ژور سور رنګ ولري او که په اوبو کې ډوب شي یو نارنجي- ژیړ رنګ باسي
  • بوی یې کړئ او پر ژبه یې کیږدئ - جعلي زعفران ډیره لږه خوشبويي او خوند لري
  • اصلي زعفران یو څه د میوې او ګلانو بوی لري
  • اصلي زعفران په یو وخت کې هم خوږ او هم تریخ خوند لري

میرمن فرانسیس د بریتانیا د نورفولک په سیمه کې یوه لږه اندازه زعفران تولیدوي.

زعفران تولیدوونکي هېوادونه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ایران د نړۍ ۹۰ سلنه زعفران تولیدوي.

سره د دې چې د زعفرانو دود څو پیړۍ تاریخ لري، د زعفرانو په نړیوال بازار کې برتانیا یو کوچنی لوبغاړی دی.

خو د نوي زیلینډ، جرمني، یونان او هندوستان ترڅنګ، برتانیا یو له هغو هیوادو څخه ده چې د زعفرانو تولیدونکي د لوړ کیفیت زعفرانو تولیدولو لپاره هڅې کوي، غواړي چې پر کڅوړه د تولیدونکي هیواد اود زعفرانو د کیفیت کچه روښانه لیکل شوې وي، چې مشتریان ډاډه شي چې د څه لپاره ګرانه بیه ورکوي.

ایران د نړۍ د زعفرانو تقریبا ۹۰ سلنه برخه تولیدوي.

داسې نښې شته چې هلته اوس هڅه کیږي د زعفرانو د تولید ځاې پیژندلو او کیفیت ته پام وشي.

مهرداد روحاني په مشهد ښار کې چې ډیر ذعفران پکې تولیدیږي، د زعفرانو د یو تولیدونکي خصوصي شرکت مشر دی وايي:'' موږ هڅه کوو د نړۍ نورو خلکو ته د ایران د زعفرانو کیفیت وښیو''.

د امریکا د کلونو کلونو بندیزونو له امله، د ایران زیاتره زعفران د بارتري معاملو له لارې بهر ته صادریدل اویا '' د اسپانیا د تولیداتو'' په نوم پلورل کیدل خو اوس ایراني تولیدونکي خپل زعفران مستقیما پر لویدیځو مشتریانو پلورلی شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کله چې ایران تر بندیزونو لاندې و له خپلو زعفرانو څخه یې کافي ګټه نشوای ترلاسه کولی

په داسې حال کې چې اوس ایراني تولیدوونکي د خپلو تولیداتو اصلیت، سرچینې او کیفیت ته پام کوي، عادي مشتریانو لپاره به د زعفرانو پر معیارونو اغیز ولري.

ښاغلی روحاني وايي د بندیزونو د لرې کیدو راهیسې یې د شرکت صادرات له دوه ځلو زیات ډیرشوي دي.

هغه وايی:'' موږ د امریکا متحدو ایالتونو ته په صادراتو پیل کړی او هلته ښه - ستر مشتریان لرو.''

اوس دی غواړي چې د تولید د بهیرپه هرګام کې ښه والی راولي، د زعفرانو له کرلو نیولې بیا د حاصلاتو راټولولو او وچولو، او په ښه توګه ډیزان شویو وړ کڅوړو او کوتیو کې تر پلورولو پورې.

هغه زیاتوي:'' کله چې هغوی وګوري چې ایراني زعفران لوړ کیفیت لري، غواړي به چې نور یې هم وپیري.''