BBC
 شاته

روسیې خپلې الوتکې د ایران یوه هوايي‌ ډګر کې ځای پرځای کړي

Image copyright EPA

د روسیې پوځ خپلې یو شمېر جنګي الوتکې د ایران د همدان ولایت په یوه هوايي ډګر کې ځای په ځای کړې دي. دا الوتکې له دې ځایه سوریه کې عملیات کوي.

د بي بي سي مانیټورېنګ خبریال د سې شنبې په ورځ (اګست ۱۶مه) په مسکو کې د روسیې دولتي رسنیو په حواله راپور ورکړی، دا الوتکې په همدان کې د ایران د هوايي ځواکونو له اډې الوتي او د سوریې په حلب، ادلیب او دیرالزور کې یې د داعش او نصرت جبهې (فاتح الشام) هدفونه ویشتي. دغو عملیاتو کې د توپولوف او سوخو جنګی الوتکو برخه اخستې ده.

وړاندې یوې روسۍ وېبپاڼې همدان کې د دغه هیواد د جنګي الوتکو د ځای په ځای کولو خبر ورکړی او ویلي و، د دې هوايي اډې او سوریې ترمنځ واټن له اوسنۍ لارې لنډ دی، چې مسکو یې په سوریه کې د عملیاتو لپاره کاروي. ځینې نړیوالو رسنیو هم د عرب ژبي المصدر نیوز وېبپاڼې پر بنسټ دا خبر خپور کړی دی. په همدان کې "نوژه" د ایران یوه مهمه هوايي اډه ده.

دې خبري اژانس لیکلي؛ دغې هوايي اډې کې یې د روسیې TU-۲۲M۳ ډوله بم غورځوونکو الوتکو تصویرونه ترلاسه کړي دي. د دې خبر له مخې، دا الوتکې د روسیې له موزدوک هوایي اډې همدان ته لېږدول شوې دي. له موزدوک څخه سوریې ته عملیاتو لپاره الوتکې له خزر سمندرګي او د ایران او عراق له هوا تېرېدلې.

د دې رپوټ له مخې له پخوانۍ هوايي اډې تر سوریې پورې د دغو الوتکو د الوتنې واټن له ۲۰۰۰ کیلومترو ډېر و، خو د همدان هوايي اډې په کارولو دا واټن ۶۰ سلنه کمیږي. د دې خبري سرچینې په خبره، دا بم غورځوونکې ډېرې لویې دي، ځکه د سوریې په لاذقیه کې د روسیې له هوايي اډې کار نشي اخیستلی.

خبري سرچینې وايي، چې د ایران او روسیې د "امنیتي او پوځي تړون" له مخې، مسکو په ایران کې د پوځي الوتکو د ځای په ځای کولو اجازه مومي، خو د دې تړون د بهیر په تړاو جزییات نه دي په ډاګه شوي.

Image copyright .
Image caption د تسنیم د خبریال د ټویټر له مخې په همدان کې روسي الوتکې

ایران کې د روسیې پوځي الوتکو ځای پر ځای کېدو خبر داسې مهال خپرېږي چې د منځني ختیځ په چارو کې د روسیې د ولسمشر استازي میخایل بوګدانوف تهران ته سفر درلود او ویل کیږي چې د سوریې کورنۍ جګړه د دواړو لورو د خبرو اصلي محور و.

د ایرنا خبري اژانس د سې شنبې په ورځ د سوریې دولت پر مخالفینو د برید لپاره د روسیې لخوا د ایران د امکاناتو او فضا کارونې په اړه د ملي امنیت عالي شورا د منشي علي شمخاني له قوله ویلي و: " سوریه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د تهران – مسکو همکاري ستراتیژیکه ده او موږ په دې برخه کې وړتیاوې او امکانات تبادله کوو." هغه وویل، دا "د ترهګرو ملاتړو هیوادونو" ته خبرداری دی.

په سوریه کې د کړکېچ پیلېدلو راهیسې ایران او روسیه د بشار اسد اصلي ملاتړي دي. د تېر کال په سپټمبر کې روسیې رسماً اعلان وکړ چې د دغه هېواد هوايي ځواکونه به د مخالفینو پرضد د سوریې دولتي ځواکونو ملاتړ وکړي.

د روسیې دولت ویلي چې دا الوتکې به اسلامي دولت (داعش ) په نښه کوي، خو د سوریې د حکومت ځینې مخالفو ډلو مسکو تورن کړ چې د داعش د هدفونو پرځای د دوی مرکزونه په هوايي بریدونو کې په نښه کوي.

په وروستیو میاشتو کې سوریه کې د ایراني ځواکونو د مرګ ژوبلې رپوټونه ورکول کیږي، که څه هم د ایران حکومت تل ټینګار کوي چې په سوریه کې یې پوځي شتون یوازې سلا مشورو پورې محدود دی. پر دې سربېره د لبنان شیعه ډله حزب الله چې ایران یې ملاتړ کوي د سوریې د حکومت د مخالفانو پرضد جګړه کې ښکېله ده.

دمګړۍ د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف ځواکونه هم په عراق او سوریه کې د داعش پرضد هوايي بریدونه کوي. امریکايۍ الوتکې ددې عملیاتو لپاره د ترکیې له اینجرلیک هوايي اډې کار اخلي. ترکیه او امریکا د ناټو غړي هیوادونه دي.

Image copyright dadeh.org
Image caption د ایران همدان ولایت