BBC
 شاته

د کلثوم نواز بری او د شریف کورنۍ راتلونکی

د انځور حقوق AFP
Image caption په دې ټاکنو خلکو د نواز شریف کورنۍ ملاتړ وښود.

د پاکستان د لرې شوي لومړي وزیر نواز شریف مېرمن کلثوم نواز د یکشنبې په ورځ په لاهور کې پارلمان ته بریالۍ شوه.

کله چې سترې محکمې پخوانی لومړی وزیر ناوړ وباله او له واک یې ګوښه کړ، له هغه راهیسې دا څوکۍ تشه وه.

د دې څوکۍ لپاره د مسلېم لیګ نواز ډلې د سیال عمران خان د ګوند نومانده هم وه.

* " ټرمپ او مودي هم نواز شریف نشي ژغورلی "

* نواز شریف؛ سوداګر چې له ستونزو او فساد ډک دولت یې اداره کاوه

په ټاکنو کې د کلثوم نواز بریالیتوب پر ۲۰۱۸ کال د نواز شریف د کورنۍ لپاره د سیاسي ملاتړ ازمېښت بلل کېده چې پکې بریالي هم شول.

د نواز شریف لور مریم نواز له رویټرز سره خبرو کې وايي، سره له دې چې د دوی د ګوند کارکوونکي ګواښل شوي او تښتول شوي، خو مور یې بیا هم دا ټاکنې وګټلې.

که څه هم هغې د چا نوم یاد نه کړ، خو د مسلېم لیګ نواز ډلې سرچینې وايي، د هغې موخه د پاکستان د ځواکمن پوځ یوه برخه وه.

پوځ په دې تړاو څه نه دي ویلي.

لوی بری

د انځور حقوق PMLN
Image caption مریم نواز د مور لپاره کمپاین کې د پاکستان پر قضا سختې نیوکې کولې.

مریم نواز د خپل ګوند پلویانو ته په وینا کې وویل ، دا هسې عادي بری نه دی:

"تاسو یواځې په ډګر کې خلکو ته ماتې ور نه کړه، بلکې هغوی مو هم مات کړل چې نه ښکاري".

د پاکستان تحریک انصاف ګوند چې اصلي مخالف ګوند بلل کېږي د لاهور ښار ختیځه برخه کې په دې ټاکنو کې لاسته راوړنې درلودې، خو د ګډوډۍ تور لګوي.

هغه هم په داسې ښار کې چې له ۱۹۸۰ کال راهیسې د شریف کورنۍ لپاره د ټاکنو اصلي مرکز دی.

* "ټرمپ ولې سعودي کې له نواز شریف سره ونه کتل!"

* د محکمې په حکم پسې نواز شریف هم له دندې استعفا وکړه

سره له دې چې د دې ټاکنو رسمي پایله اعلان شوې نه ده، خو هغه چارواکي چې شمېرنه کې برخه لري، وايي کلثوم نواز ۵۳،۵ سلنه رایې ګټلې دي.

دا د تېرو ټاکنو پرتله لږ رایې دي ځکه د ۲۰۱۳ کال ټاکنو کې نواز شریف د دې څوکۍ لپاره ۶۱ سلنه رایې خپلې کړې وې.

خو د ټاکنو لپاره کلثوم نواز خپله کمپاین نه و کړی، ځکه هغه اوس هم په لندن کې ده او د سرطان درملنه یې روانه ده.

د شریف کورنۍ ملاتړ

د انځور حقوق AFP
Image caption مریم نواز وايي د پلار ناوړه کولو کې یې پوځ لاس لري.

دې ټاکنو د نواز شریف کورنۍ سره د پاکستان مسلېم لیګ نواز ډلې ملاتړ وښود، چې پر ګوند اصلي ولکه لري.

خو خپله سترې محکمې له واک ګوښه کړی او یو نږدې ملګری یې شاهد خاقان عباسي پر ځای لومړی وزیر شوی دی.

مریم دا هم وايي، چې ټاکنو کې یې د ماتې لپاره هڅې شوې دي:

"د مسلېم لیګ نواز ډلې د لسګونو فعالانو سترګې د شپې تړل شوې او له کورونو وېستل شوي دي، نورو ته هم د کمپاین پر مهال له ناڅرګندونو شمېر زنګونه وهل شوي دي".

* د نوازشریف ځای ناستی به څوک وي؟

* مریم نواز شریف: د پاکستان راتلونکې سیاسي څېره؟

د هغې په خبره، له دې سره سره دوی بریالي شول او ولسواکي بریالۍ شوه:

"دا بری هغو ځواکونو ته چې د نواز شریف پرضد دسیسې جوړي، دا پیغام ور کوي چې یواځې د خلکو او ولسواکۍ حاکمیت به وي".

راتلونکې مشره

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مریم نواز د پاکستان مسلېم لیګ راتلونکې مشره بلل کېږي.

د پاکستان مسلېم لیګ نواز ډلې مشران مریم نواز ته د راتلونکې مشرې په سترګه ګوري.

نوموړې د مور لپاره کمپاین کې په اورنۍ وینا سره د پاکستان قضا غندله.

له ټاکنو مخکې هغې له رویټرز سره خبرو کې وویل، چې د پلار په ناوړه کولو کې یې پوځ ښکېل و.

نواز شریف له ۱۹۹۰ دوه ځلې لومړی وزیر شوی او پر ۱۹۹۹ کال پوځي کودتا کې له واک ګوښه شوی دی.

* اویا کلن پاکستان تر ډېره پوځ ولې اداره کړ؟

* پاکستان؛ نیم عمر د څلورو پوځیانو په لاس کې

د خپل لومړي وزارت په دریم پړاو کې یې له پوځ سره کړکېچن اړیکي درلودل او سترې محکمې په دې تور ناوړ وباله چې د خپل زوی له کمپنۍ یې د ۲۷۰۰ ډالر میاشتنۍ تنخا اخیستلو سپیناوی ونه کړ.

خو نواز شریف د دې تنخا درلودل رد کړي دي.

د ولسي حکومتونو او پوځ ترمنځ تاوتریخوالی د پاکستان د بې ټیکاوۍ اصلي سرچینه ده، له امله یې پوځ کودتاوې کوي او له ۱۹۴۷ کال راهیسې چې پاکستان جوړ شوی نږدې نیمايي عمر د پوځ په واک کې پاتې شو دی.

د عمران خان تور

ر د انځور حقوق .
Image caption د تحریک انصاف نوماند یاسمین رشید

د اپوزیسیون مشر عمران خان چې د مظاهرو ګواښونه یې کول، ستره محکمه د نواز شتمنۍ په هکله پلټنو ته اړه کړه.

د نواز شریف ځواکمن مرکز پنجاب ته په پښې غځولو سره یې بری وښود.

عمران خان دغه ضمني ټاکنې د فساد په اړه په بحث واړولې.

* پاکستان کې سياسي کړکېچ

* ډان لیکس: پوځ د نواز شریف امر رد کړی

هغه د پنجاب ایالتي حکومت- چې د نوازشریف ورور شهباز شریف یې مشر دی - د مسلیم لیګ نواز د منډو ترړ یا کمپاین په ګټه د دولتي سرچینو په کارولو تورن کړ.

د پاکستان تحریک انصاف نومانده یاسمین رشید چې د ښځو برخې ډاکټره ده له ۳۵ څخه ۴۱ سلنې ته د خپلو رایه ور کوونکو پورته کېدل ولیدل.

خو وروسته یې وویل چې ۲۹ زرو رایه ور کوونکو په ملي معلوماتو مرکز کې ګوتنښه( د ګوتې نښه) نه درلوده.

د وسلوالې ډلې نوماند

د انځور حقوق ARIF ALI
Image caption حافظ سعید چې د امریک د ترهګرو نوملړ کې دی، خو ګوند یې دغو ټاکنو ته نوماند درلود.

د نواز شریف د مېرمنې رایې شیخ یعقوب هم کمې کړې چې پر ۲۰۱۲ کال امریکا د ترهګرو نوملړ ته ور زیات کړ.

شیخ ۴ زره ۱۷۴ رایې یا څلور سلنه رایې ګټلې دي، چې ملي مسلېم لیګ یې ملاتړ کوي.

دا ډله د داسې توندلاري(حافظ سعید) په مشرۍ روانه ده چې امریکا یې پر سر لس میلیونه ډالر اېښي دي.

* ډان: نواز شریف د پاکستان د اوږو بار

* 'پاناما لیکس' او د نواز شریف د زامنو د کاروبار ډاګیزه شوي اسناد

حافظ سعید د جماعت الدعوه خیره ټولنې بنسټ هم اېښی چې پخوا لښکر طیبه بلل کېده.

دا ډله پر ۲۰۰۸ کال د هند ممبيي کې په برید تورنه ده چې ۱۶۶ کسان پکې وژل شوي دي.

امریکا سعید، د هغه خیره بنسټ او لښکر طیبه د ترهګرو نوملړ ته ور زیات کړي دي.

امریکا پر ۲۰۱۲ کال شیخ یعقوب د لښکر طیبه یو مهم مشر وباله.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د نواز شریف لور مریم نواز( ښي اړخ ته) د خپلې مور لپاره هڅې وکړې.