BBC
 شاته

شپږیزه: دوه پیاوړې لوبډلې کومې دي؟

. د انځور حقوق ACB
Image caption د بوست ساتونکو لوبډلې امتیازونو ته په کتو، دوه ټاپ لوبډلو ته لار نه شي موندای

په شپږیزه لیګ کې د لوبېدونکو شپږو لوبډلو له منځه څلورو یې د لیګ دویم پړاو ته لاره موندلې او دوه لوبډلې په دویم پړاو کې له لوبېدو غورځېدلې دي.

د دغه لیګ په لومړي پړاو کې ټولټال پنځلس لوبې دي چې هره لوبډله پنځه لوبې تر سره کوي.

د شپږیزه لیګ په پنځم پړاو کې کابلبازانو، میس عینک، بندامیر، بوست ساتونکو، سپین غز بازانو او امو نهنګانو لوبډلو برخه اخیستې وه.

د یادو شپږو لوبډلو له منځه څلور هغه لوبډلې دویم پړاو ته لار مومي چې ډېر امتیازونه یې تر لاسه کړي وي.

امتیازونه څنګه حسابېږي؟

* که یوه لوبډله خپله سیاله لوبډله ماته کړي، نو دوه امتیازونه تر لاسه کوي

* که پر سیاله لوبډله لوبه وبایلي هیڅ امتیاز نه تر لاسه کوي.

* که لوبه مساوي شي، نو دواړه لوبډلې یو یو امتیاز تر لاسه کوي.

د همدې شمېر بڼې له مخې، هغه څلور لوبډلې دویم پړاو ته ځي چې ډېر امیتازونه ولري، نو ځکه امو نهنګان او سپین غر بازانو لوبډلو ونه شول کولی د دغه لیګ دویم پړاو ته لار ومومي.

سپین غر بازانو لوبډلې ۵ لوبې کړي، ۳ یې بایللي او دوه یې ګټلي چې ټول ۴ امتیازونه لري

امو نهنګانو لوبډلې بیا ۵ لوبې تر سره کړي او ۵ واړه یې بایللي چې صفر امتیاز لري.

د انځور حقوق ACB

د دویم پړاو دوه مخکښې لوبډلې

په دویم پړاو کې څلور لوبدلې په دوه ډلو وېشل کېږي. دوه هغه چې ډېر امتیازونه لري، د ټاپ لوبډلو او دوه نورې چې نسبتاً کم امتیازونه لري د عادي لوبډلو په توګه د لوبو ډګر ته ځي.

دویم پړاو ته کابلبازانو، میس عینک، بندامیر او بوست ساتونکو لوبدلو لار موندلې ده.

په دوی کې میس عینک او بوست ساتونکو د لومړي پړاو پنځه لوبې پوره کړي، خو کابلبازان او بندامیر لوبډلې به پنځمه لوبه د یو بل پر وړاندې وکړي.

د انځور حقوق ACB

میس عینک لوبډلې پنځه لوبې تر سره کړي څلور یې ګټلي او یوه یې بایللې ده چې ۸ امتیازونه لري.

کابلبازانو لوبډلې تر څلور لوبې تر سره کړي، درې یې ګټلي، یوه یې بایللې چې ټولې ۶ امتیازونه لري.

بندامیر لوبډلې تر اوسه څلور لوبې تر سره کړي، درې یې ګټلې او یوه یې بایللې چې ټولې ۶ امتیازونه لري.

بوست ساتونکو لوبډلې پنځه لوبې تر سره کړي، درې یې بایللي، دوه یې ګټلې چې ټولې ۶ نومرې لري.

ډېر امیتازونه

د دویم پړاو د څلورو لوبډلو له منځه چې پنځه لوبې یې تر سره کړي تر ټولو ډېر امتیازونه د میس عینک لوبډلې دي.

بوست ساتونکو لوبډلې پنځه لوبې تر سره کړي، خو امتیازونو ته په کتو به مخکښو (ټاپ) لوبډلو ته لار ونه ومومي.

د بندا امیر او کابلبازانو لوبډلې دواړه شپږ شپږ امتیازونه لري او دواړه لوبډلې نن یکشنبه د سپټمبر ۱۸مه لوبه لري، هره لوبډله چې لوبه وګټي امیتازونه به یې ۸ شي او نېغ په نېغه له ټاپ (میس عینک) لوبډلې سره سیالۍ ته ووځي او بایلونکې لوبډله به یې له بوست ساتونکو سره لوبه وکړي.

د شپږیزه د پنځم پړاو تېرو لوبو کې د کابلبازانو لوبډلې توپوهنې، توپ اچونې، توپ نیونې او ادارې ته په کتو احتمال ډېر دی چې دغه لوبډله د دویم پړاو دوو ټاپ لوبډلو کې راشي.

دویم پړاو څنګه تر سره کېږي؟

هغه دوه لوبډلې چې په ډېرو امتیازونو یې دویم پړاو ته لاره موندلې، په خپلو کې لوبه کوي چې ګټونکې هغه به یې نېغ په نېغه پایلوبې ته لار ومومي او ماتې شوې لوبډله به یي د دوو نورو لوبډلو له ګټونکې هغې سره د لوبې بله موکه هم لري.

هغه دوه لوبډلې چې په نسبتاً کمو امتیازونو یې دویم پړاو ته لار موندلې په خپلو کې لوبه کوي، بایلونکې یې له پایلوبې بهر کېږي او ګټونکې به یې له ټاپ ماتې شوې لوبډلې سره لوبه وکړي چې د دې دواړو لوبډلو له منځه ګټونکې هغه به یې پایلوبې ته لار پیدا او له هغې لوبډلې سره به د اتلولۍ لپاره سیالي وکړي چې وار له مخه یې پایلوبې ته لار موندلې ده.

د شپږېزې لوبډلې پایلوبه به د راتلونکې جمعې د سپټمبر په ۲۲مه تر سره شي.