BBC
 شاته

ډونلډ ټرمپ ته د سعودي ۸۳ ور کړې ډالۍ

د انځور حقوق Getty Images

د هېوادونو مشرانو ته ډالۍ ور کول نوې خبره نه ده.

کله چې پر ۱۹۵۴ کال د برتانیا لومړی وزیر وېنسټن چرچل د سعودي له پاچا عبدل عزیز ابن سعود سره ولیدل، سملاسي دا پته ورته ولګېده چې د سلو پونډو په ارزښت د عطرو ډالۍ یې د هغه څه پرتله د هیڅ برابره ده چې کوربه یې ده ته ور کوي.

ځکه د سعودي پاچا دغه برتانوي مېلمه ته د سرو توره، پېشکوزه، خنجر او د الماسو ګوتې ور کړې.

چرچل چې برتانیا ته ستون شو، د سعودي پاچا لپاره یې د رولز رایس موټر جوړولو امر وکړ او اووه میاشتو کې یې هغه موټر عبدل عزیز ته واستاوه.

دا مهال ښايي د هېوادونو مشران دومره ګرانبیه موټر او الوتکې په ډالۍ نه ور کوي، خو د امریکا بهرنیو چارو وزارت له لوري په یوه سند کې ویل شوي چې سعودي چارواکو ډونلډ ټرمپ ته ۸۳ ډالۍ ور کړې دي.

دا ډالۍ هغه وخت ور کړل شوې چې ډونلډ ټرمپ په مۍ میاشت کې ریاض ته لاړ و.

د ولسمشر ټرمپ ډالۍ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د هېوادونو د چارواکو ترمنځ ډالۍ ور کول نوې خبره نه ده.

سعودي چارواکو ډونلد ټرمپ ته څو تورې، خنجرې، له څرمنې جوړ توکي، د توپانجې تیکه، له سرو جوړ وسایل، ګلیبند، عطر، ورېښم او هنري اثار ډالۍ کړي دي.

د اربین بنسټ یو غړی علي شهابي وايي، دا ډالۍ ډېرې هیښوونکې هم نه دي.

"پخوا وختونو کې به خلیجي هېوادونو ګرانبیه ډالۍ ور کولې، ګرابنیه موټر، زېور او نور".

هغه وايي، اوس داسې نه ده، اوس ډالۍ د ځايي کلتور استازي کوي.

دا ډالۍ به له ټرمپ سره وي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سعودي چارواکي تسپې یا تسبیح هم ډونلډ ټرمپ ته په ډالۍ کې ور کوي.

د امریکا د قانون له مخې حکومتي چارواکی داسې ډالۍ له ځان سره ساتلی نه شي چې ارزښت یې له دریو سوو نوي ډالرو ډېر وي.

دا قانون پر ۱۹۹۹ کال هغه مهال جوړ شو چې د امریکا سیاستوالو ته د موټرو او اسانو په څېر ګرانبیه ډالۍ ور کول پیل شول.

دا ډول ګرانبیه ډالۍ د امریکا بهرنیو چارو وزارت یا موزیم کې نندارې ته وړاندې کېږي.

البته اړوند چارواکي یې د بازار په بیه بېرته اخیستلی شي.

ډالۍ بېرته په پیسو اخستل

د انځور حقوق Getty Images
Image caption هېلري کېنټن هغه ډالۍ بېرته په پیسو واخیستله چې میانمار ور کړې وه.

له دې مخکې هم د امریکا سیاستوالو او مشرانو ته دا ډول ډالۍ ور کړل شوې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هېلري کلېنټن ته په خپل وخت کې د میانمار مشر داسې هار یا امېل ور کړی چې ارزښت یې ۹۷۰ ډالر و.

مېرمن کلېنټن دا توکی بېرته د باراز په بیه را نیو.

بارک اوباما ته د اس مجسمه

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption سعوودي چارواکو بارک اوباما ته اس مجسمه ور کړې وه.

دا ډول بارک اوباما ته هم ډېرې ډالۍ ور کړل شوې دي.

د سعودي پاچا د ۲۰۱۵ کال په سپټمبر کې باراک اوباما ته د اس بوت ولېږه.

له سپینو جوړې دغې مجسمې ته د سرو اوبه هم ور کړل شوې وې.

له الماسو، یاقوتو او نور ګرانبیه کاڼو سره ډکه شوې وه.

د یوه اټکل له مخې د دې مجسمې ارزښت له پنځو لکو ۲۳ زرو امریکايي ډالرو پورې رسېده.

اوباما ته د قطر اس مجسمه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سعودي عربستان شهزاده عبدالله بن عبدل عزیز د امریکا ولسمشر فورډ ته په واشنګټن کې ډالۍ ور کوي.

دا ډول د قطر امیر هم بارک اوباما ته داسې اس ور کړی و چې مرغه پر لګول شوی و.

دغه اس ته د سرو اوبه ور کړل شوې وې.

د دې اس بیه هم یو لک لس زره امریکايي ډالرو ته رسېدله.

سعودي ډونلډ ټرمپ ته هم داسې توره ور کړې چې لاستی یې د سورو دی او ارزښت یې ۸۷ زره ۹۰۰ ډالرو ته رسېږي.