شپږېزه: د ملي لوبډلې کپتان له خپل مرستیال ماتې وخوړه
د شپږیزه لیګ د لومړي پړاو وروستۍ لوبه د بندامیر او کابلبازانو لوبډلو ترمنځ تر سره شوه چې بندامیر لوبډله وتوانېده خپله سیاله لوبډله ماته او د شپږیزې د دویم پړاو د دوو مخکښو لوبډلو له ډلې شي.
د لوبې پچه کابلبازانو وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه.
کابلبازانو په ټاکلو شلو اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو بند امیر لوبډلې ته د ۱۳۴ منډو هدف ور کړ.
بند امیر لوبډلې وکولای شول ورکړل شوی هدف د ۱۹ اور په لومړي توپ د پنځو لوبغاړو په سوځېدو تر لاسه کړ.
د لوبې غوره لوبغاړی شاهدالله مندوز وټاکل شو.
نوموړي بندامیر لوبډلې لپاره په ۵۶ توپونو ۵۱ منډې وکړې او په توپ اچونه کې یې دوه ویکټې واخیستې.
د بند امیر لوبډلې لوبډلمشر راشد خان ارمان بي بي سی پښتو ویبپاڼې ته وویل ډاډه دی چې لوبډله به یې د شپږیزه لیګ اتلولي وګټي:
"پخپله لوبډله پوره باورمن یم چي زموږ لوبډله به د شپږیزه لیګ اتلولي هم خپله کړي."
له لوبې وروسته راشد خان وويل، په دې بريا کې ټولو لوبغاړو خپله ونډله ترسره کړې ده او که همداسې وي راتلونکې لوبه چې د نبي عيسې خېل له لوبډلې سره ده هم دوی وګټي.
له دې بریا سره بندامیر لوبډلې د شپږیزه لیګ د دویم پړاو له دوو ټاپ لوبډلو یوه شوه.
تر بند امیر لوبډلې وړاندې میس عینک لوبډلې هم د دویم پړاو مخکښو لوبډلو ته لار موندلې وه.
اوس به د شپږیزې په دویم پړاو کې چې لومړۍ لوبه یې د سپټمبر په ۲۰ پیلېږي، بندامیر لوبډله به د میس عینک پر وړاندې او بوست ساتونکي لوبډله به له کابلبازانو د لوبو ډګر ته کښته شي.