BBC
 شاته

د پاکستان لومړی وزیر: ښايي کابل ته بریدګر له پاکستانه ورغلي ول

د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي د انځور حقوق Getty Images
Image caption عباسي: داسې ښکاري، چې درې یا څلور کسان پر پوله ور اوښتي ول

د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي له یوې برتانوۍ ورځپاڼې سره مرکه کې ویلي، چې کابل ته د روان زېږدیز کال په مې مياشت کې ځانمرګي بریدګر ښايي له پاکستانه ورغلي ول.

دا لومړی ځل دی، چې د پاکستان یو لومړی وزیر داسې یو تور تر یوه بریده تاييدوي، چې کابل يې له اوږدې مودې راهیسې پر دغه هېواد پورې کوي.

سږکال د مې میاشت پر ۳۱مه د کابل وزیر اکبرخان مېنې کې د موټر بم چاودنې نژدې ۱۵۰ کسان ووژل او ۴۵۰ نور یې ټپیان کړل. د افغانستان ملي امنیت ادارې وویل برید د پاکستان استخباراتي ادارې ای اېس ای په مستقیمه مرسته او لارښوونې د حقاني شبکې له خوا پلان شوی و.

په اسلام اباد کې د لومړي وزیر ویاند رسنیو ته په غبرګون کې دغه بیان په کلکه رد کړی او دروغ يې بللی دی او زیاتوي، ښاغلي عباسي له یادې ورځپاڼې سره مرکه کې داسې هېڅ نه دي ویلي، البته دا يې ویلي، چې د پاکستان غاړې ته اورپکي له افغانستانه ور اوړي.

فایننشیل ټایمز لیکي، له دوی سره مرکه کې لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي دا ومنله، د کابل د مې میاشتې ځانمرګي بریدګر د پاکستان له غاړې ور اوښتي ول.

یاده ورځپاڼې د ښاغلي عباسي له خولې وايي: "له ماسره خو يې ډېر معلومات نشته، خو داسې ښکاري، چې درې یا څلور کسان پر پوله ور اوښتي ول، له هغه ځایه بیا تر کابله په يوه موټر کې تللي و او بیا يې همدا موټر د یوه سفارت په انګړ کې درولی و، چې بیا وچاودېد ".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د وزیراکبرخان مېنې ډیپلوماتیک سیمه کې د مې د میاشتې ځانمرګی برید یو له تر ټولو خونړیو و.

له یادې برتانوۍ ورځپاڼې سره مرکه کې د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ نوې ستراتيژي هم کړکېچنه بللې، خو وايي، ددوی پېغام ډېر واضح دی، او هغه دا چې د ترهګرۍ ضد به جنګېږي.

په دې مرکه کې ښاغلی عباسي زیاتوي، له ډيورنډ کرښې سره څېرمه يې شاوخوا دوه نیم لکه پوځيان د ترهګرو ضد جنګېږي، خو لا يې هم پر ټوله سیمه واک نشته.

تردې وړاندې لومړی ځل د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نوازشریف د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز هم دا منلې وه، چې د دوی پر هغو طالبانو نفوذ شته، چې په افغانستان کې جنګېږي. ښاغلي عزیز ویلي ول، ددې وسلوالو کورنۍ په پاکستان کې مېشتې دي او له دوی سره يې ښې اړيکې دي.

پاکستان چې کابل او نړۍ يې د طالبانو په ملاتړ تورنوي، تل دا تورونه رد کړي دي. پاکستان وايي، په ټوله نړۍ کې تر ټولو زیات ترهګرۍ دغه هېواد ځپلی او په ورته وخت کې يې تر ټولې نړۍ زیات د ترهګرۍ ضد جنګ کړی دی.

که څه هم د پاکستان د لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي دفتر د نوموړي همدا اوسنی بیان رد کړ، خو د چارو ځينې کارپوهان وايي، د پاکستان ولسي حکومت په دې وروستیو کې تر ډېره د دغه هېواد له پوځ سره پر همدې اخیستې، چې د افغانستان په ګډون په هند او نورو ګاونډيو هېوادونو کې دې له لاس وهنې لاس واخلي.