BBC
 شاته

"پاکستان کې هغه ترهګرې ډلې ازادې ګرځي چې دولت یې پر فعالیت بندیز لګولی"

نیوریارک ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د جاعت الدعوه مشر حافظ سعید چې پخوا د لښکر طیبه مشر و.

امریکایۍ نیوریارک ټایمز ورځپاڼه لیکي چې پاکستان به ترهګرو سازمانونو ته اجازه ورنه کړي چې ټاکنیزو سیالیو کې ګډون وکړي.

ورځپاڼې د مقالې لیکوال دا خبره د هېواد د ټاکنو کمیسیون له قوله کړې ده.

د ورځپاڼې په لیکنه پاکستان د ډېرو ترهګرو ډلو کور دی، ځینې یې له دې سره سره چې دولت یې پر فعالیت بندیز لګولی ازادې ګرځي.

دا دغو ډلو ته چانس ورکوي چې ازاد فعالیت وکړي او سیاسي واک ته هم ورسېږي.

خو د مقالې لیکوال له قوله دی څه موده مخکې د پاکستان له استخباراتي چارواکو سره غږېدلی او ورته جوته شوې چې پاکستان له سیاسي ګوندونو سره چې تاوتریخوالی هڅوي جوړ جاړي ته رسېږي.

د بېلګې په توګه د ځواکمن استخباراتي سازمان( ای اېس ای) په سلا مشوره په پاکستان کې د جماعت دعوه اسلام پال ګوند نوم د سپتمبر له یوولسمې وروسته څو ځلې بدل شوی دی.

د نیویارک ټایمز په لیکنه پاکستان لاهم د ترهګرو اسلامپالو ډلو ترمنځ توپیر کوي او د جماعت دعوه او لشکر طیبه مثالونه ور کوي چې پر یوې بندیز او بله ازاد فعالیت کوي.

خو د اوس لپاره د پاکستان د ټاکنو کمسیون ترهګرو ډلو ته په ټاکنو کې د ګډون اجازه نه ورکوي.

ډان:

د انځور حقوق AFP
Image caption دا جوړه اوس د طبي معاینې لپاره له هدیرې اېستل شوې ده، چې نږدې تېره میاشت وژل شوې وه.

ډان پاکستانۍ ورځپاڼې په کراچۍ کې په اصطلاح ناموسي وژنو ته کتنه کړې ده.

ورځپاڼه لیکي چې د یوې ځوانې جوړې مړي ښايي د دغه هلک او نجلۍ د کورنۍ له خوا وژل شوي وي چې پخپله خوښه یې د واده کولو تکل کړی و.

د ورځپاڼې په لیکنه د وژل شوو پر بدن د شکنجې او وهلو ټکولو نښې شته.

دوی یې یوه میاشت مخکې وژلي او په پټه یې خاورو ته سپارلي وو.

د ۱۵کلنې نجلۍ او ۱۷کلن هلک مړي له مولاداد هدیرې نه د ډاکترانو، قاضي او پولیسو په موجودیت کې د ازموینو لپاره بېرته را اېستل شوي دي.

هلک او نجلۍ تر واده کولو مخکې له خپلوانو کره تللي و خو وروسته یې میندو او پلرونو د ورکېدو خبر ور کړی و. یوې قبایلي جرګې پرېکړه کړې وه چې نجلۍ او هلک د برېښنا په ټکانونو ووژني.

پولیسو په دې اړه پلټنه پیل کړې ده.