افغان ماشومان چې نشه يي مواد پلوري
په افغانستان کې پولیس وایي د نشه يي توکو په وېش او قاچاق کې د ماشومانو کارول مخ په ډېرېدو دی. له مخدره توکو سره د مبارزې معینت وایي د نشه یي توکو قاچاق کونکي ځکه له ماشومانو کار اخلي چې پولیس پرې لږ شک کوي او په قانون کې هم ورته درنه سزا نه ورکول کېږي. په کابل کې نجما ځلا له چارواکو او هغو ماشومانو سره غږېدلې چې د نشه یې توکو په قاچاق او پلور کې یې لاس درلود.