BBC
 شاته

''مینه وال کولای شي د پنجشبې ورځې شپږیزې لوبې ننداره بې ټکټه وکړي''

شپږیزه د انځور حقوق ACB
Image caption بي بي سي سره خبرو کې د کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل ډاډ هغه مهال ورکړ چې لوبې به پېښې ته له پام پرته روانې پاتې وي.

د افغانستان کرېکټ بورډ چارواکي وايي، پلازمېنه کابل کې به سبا 'سپتمبر ۱۴ 'د شپږیزې کرېکټ سیالیو له نندارچیانو د ټکټ پېسې نه اخیستلې کېږي.

له بي بي سي سره خبرو کې د افغان کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل دغه خبره وکړه او ویې ویل مینه وال کولای شي چې له ټکټ پرته د لوبې ننداره وکړي.

له دې مخکې د چهارشنبې پر ورځ د شپږیزې سیالیو لړ کې د بست ساتونکو او میس عینک لوبډلو تر منځ لوبه روانه وه، چې لوبغالي ته نژدې سیمه کې چاودنه وشوه.

د شپږېزه سیالیو لوبغالي سره نژدې چاودنه

د شپږیزې ښه لوبغاړي ښايي د پاکستان سوپرلیګ ته غوره شي

افغان لوبغاړي له دې شپږېزې ډېره زده کړه کولى شي

بي بي سي سره خبرو کې د کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل هغه مهال ډاډ ورکړ چې لوبې به پېښې ته له پام پرته روانې پاتې وي. ښاغلي مشعل زیاته کړه چې ټول کورني او بهرني لوبغاړي خوندي دي. دغه لوبه کې بوست ساتونکو لوبډلې مس عینک اتلانو لوبډلې ته په ۷ منډو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه بوست لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، بست لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو له سوځیدو وروسته مس عینک لوبډلې ته ۲۰۲ منډې هدف وټاکه، مس عینک لوبډلې په ۲۰ اورونوکې د ۸ لوبغاړو له سوځیدو وروسته ۱۹۴ منډې جوړې کړې او لوبه یې بست لوبډلې ته وبایلله.

د انځور حقوق ACB

کیمرن ډیلپرډ چې د بوست لوبډلې لپاره یې ۱۰۰ منډې جوړې کړې وې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د شپږېزه کرېکټ لیګ سیالیو پنځم پړاو دوشنبه د سپتمبر ۱۱مه په کابل کې پیل شو چې د همدې میاشتې تر ۲۲مې به دوام وکړي. په دغه لیګ کې چې ۶ لوبډلې لري تر اوسه شاوخوا ۱۲۵ میلیونه افغانۍ پانګونه شوې ده.