BBC
 شاته

"روسیه او چین پاکستان ډاډمنوي چې م م کې به یې د امریکا د بندیزونو مخنیوی وکړي"

ایکسپرېس ټریبیون:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ملګرو ملتونو امنیت شورا

د پاکستان ایکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې په دې اړه یو مطلب لیکلی چې د سپتمبر یوولسمې پېښو څنګه پاکستان بدل کړ؟

د مطلب لیکونکی لیکي چې د سپتمبر یوولسمې تر پېښو وړاندې اسلام اباد یو له امنه ډک ښار و.

په هر ځای کې په ارامه فضا کې ګرځېدلی شوئ او د پارلمان مخکې او بې له خڼدونو سفارتخانو ته ورتللی شوئ.

خو دا هرڅه بدل شول ، پېښې په امریکا کې وشوې خو زرګونه کیلومتره لرې په اسلام اباد کې یې حالات بدل کړل.

د ورځپاڼې مقاله په پای کې زیاتوي، پاکستان په دې لار کې زیات تاوان کړی دی.

دغې ورځپاڼې په بله لیکنه ویلي، روسیې او چین پاکستان ته ډاډ ور کړی چې که امریکا وغواړي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لارې پر پاکستان بندیزونه ولګوي، نو بېجینګ او مسکو به یې مخنیوی وکړي.

دا له هغه وروسته ده چې ډونلډ ټرمپ د افغانستان او سوېلي اسیا لپاره خپله ستراتیژي اعلان کړه او پاکستان ته یې خبرداری ور کړ چې یا د وسلوالو ملاتړ پرېږدي یا تاوان ته تیار شي.

له هغه وروسته ځینې امریکايي چارواکو وویل، ممکن واشنګټن د پاکستان پر ځینې داسې چارواکو او کسانو بندیزونه ولګوي چې د وسلوالو ملاتړ کوي.

له هغه وروسته پاکستان وویل، چې د و اشنګټن پر ځای به نور ملګري پیدا کړي.

هشت صبح:

د کابل چاپ هشت صبح ورځپاڼې بیا لیکلي چې پر پاکستان باید نور هم فشار زیات شي. متحد ایالتونه باید یوازې په خبرو بسنه ونه کړي بلکې د پاکستان پر وړاندې عملي ګامونه واخلي.

د هشت صبح په لیکنه، پاکستان باید اړ شي چې د ترهګرو ډلو له کوربنۍ لاس واخلي او په افغانستان کې د جګړې پای ته زمینه برابره کړي.

ډان:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ترکیې ولسمشر د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سره.

د پاکستان ډان ورځپاڼې ترکیې ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف په اړه لیکنه کړې ده.

ورځپاڼه لیکي چې نوموړي د ترکیې له ولسمشر ، لومړي وزیر او د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي او د افغانستان د سولې پر مسله ورسره غږېدلی دی.

دواړو خواوو ټينګار کړی چې افغان سوله د سیمې د ثبات لپاره اړینه ده او د سولې خبرې اترې باید د افغانانو په مشرۍ وشي.

خلیج ټایمز:

د دوبۍ د خلیج ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې یوه اسیایي کارګر د شارجې په نړیوال هوايي ډګر کې یوه بټوه وموندله چې د اماراتو سل زره درهم پکې وه او هغه یې د هوايي ډګر چارواکو ته سپارلې ده. د

هوایي ډګر پولیسو د دې تن له صداقت او ایماندارۍ مننه کړې ده.