پاکستان کې کورنیو خپله لور او زوی د برق په ټکانونو وژلي
په کراچۍ کې نن چارشنبه (د وږي ۲۲) پولیسو د هغې پېغلې او زلمي قبر بېرته کيندلی، چې شاوخوا يوه میاشت وړاندې يې د پت په نامه يوې جرګې د وژلو پرېکړه کړې وه. وروسته دواړه د دغه ښار په ابراهیم حيدري سیمه کې د خپلو خپلو کورنیو له لوري د برق په ټکانو وژل شوي ول.
د کراچۍ د ملیر سیمې د پولیسو یوه مشر راو انوار وايي، وژل شوې شپاړس کلنه پېغله بخت تاجه او اتلس کلن غني رحمان د تېر اګست میاشتې پر ۱۵مه او ۱۶مه نېټه جلا جلا وژل شوي و. پولیس زیاتوي، دواړه يې د شپې په تیاره کې له نورو خلکو پټ خاورو ته سپارلي ول.
د دواړو وژل شويو مړي نن بېرته د ځايي محکمې په امر له قبرونو را واېستل شول، چې د سیمې د یوه ډاکتر قرار عباس له قوله پر دواړو جسدونو نښانونه شته.
- پېښور: د "پت" په نامه يو ځوان او يوه ښځه وژل شوي
- پاکستان کې د 'پت' په نامه درې نورې ښځې وژل شوې
- افغانستان د 'پت' په نامه وژنو څېړنیزه لړۍ پیلوي
پولیس وايي، تراوسه يې په دې تړاو څلور تنه نیولي دي. د سیمې د خلکو په خبره د بخت تاجې او غني رحمان کورنۍ اصلاً د مومندو دي، چې له تېرو شاوخوا دېرشو کلونو راهیسې په کراچۍ کې ژوند کوي.
د وژل شوې نجلۍ پلار زرخطاب پولیسو ته منلې، چې د جرګې تر پرېکړې وروسته يې خپله لور په کور کې په کټ پسې وتړله او تر هغه يې د برق ټکانونه ورکول، چې ساه يې ورکړه.
د پولیسو په خبره غني رحمان هم تردې یوه شپه وروسته د خپلې کورنۍ لخوا د برق په ورته ټکانونو وژل شوی. خو پولیسو ته يې شاوخوا پنځه ويشت ورځې ورسته خبر ورسېد، چې داسې د جرګې له پرېکړې سره هلک او نجلۍ د پت په نامه وژل شوي دي.
- هلمند کې نجلۍ او هلک د -پت په نامه- وژل شوي
- له تاوتريخوالي سره مخ افغان مېرمنو لپاره د روانې درمنلې مرکز جوړېږي
- ایبټ اباد کې قومي مشرانو د نجلۍ د وژلو امر کړی
که څه هم د پاکستان د بشري حقونو د څار کمیسيون وايي، دغه ډول پېښې تر ډېره د پنجاب او سيند ایالتونو په شاته پاته او لرې پرتو سیمو کې کېږي، خو د پښتنو فعالانو په خبره د کراچۍ د پښتنو مېشتو سیمو په ګډون د پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې هم ورته پېښې تکرارېږي، خو تر ډېره د ټولنې وګړي په دې پېښو چوپ پاته کېږي او رسنۍ پرې نه خبرېږي.