BBC
 شاته

پاکستان: پر خپله پوله اغزن سیم لګوو، افغانستان هم کولای شي دغسې سیم ولګوي

خاقان عباسي د انځور حقوق Getty Images
Image caption شاهد خاقان عباسي وايي له امریکا سره یې اړیکي د افغانستان تر حده محدود نه دي

د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي ویلي، هېواد یې پر ډېورنډ کرښه له افغانستان سره ګډې څارنې او فعالیتونو ته چمتو دی.

اسلام اباد کې له نړیوالو رسنیو سره خبرو کې نوموړي ویلي، پاکستان پر خپله پوله د اغزن سیم لګول نه پرېږدي او په وینا یې که افغانستان غواړي هم دغه چاره کولای شي. د سیمې لپاره د امریکا نوې پالیسۍ ته په اشارې نوموړي ویلي، د امریکا له لوري د هېڅ ډول فعالیتونو نوملړ نه دی ورکړل شوی. ښاغلي عباسي ویلي:

''موږ داسې کوم لیست نه دی لیدلی، پاکستان به 'له امریکا سره ' خپلې مرستې ته دوام ورکړي او د نورو خبرو لپاره چمتو دی، زموږ اصول دا دی، چې خپل اتحادي ته سزا نه ورکوو. ''

پاکستان، افغانستان ته د هر اړخيزې همکارۍ ډاډ ورکړى

''افغانستان ته د هند په سترګه کتل د پاکستان لویه ستونزه ده''

اڅکزی: د پاکستان اخلاص د افغانستان ۶۰٪ مسلې اوارولی شي

د بي بي سي خبریال هارون رشید وايي، شاهد خاقان عباسي په ټینګار وویل، چې د پاکستان او امریکا اړیکي یوازې په افغانستان پورې نه دي تړلې:

''دا ۷۰ کلن اړیکي دي، دغه اړیکي پر یوه مسله نه راڅرخېږي، بلکې هر اړخیز دي. دې کې اقتصادي او پوځي اړیکي هم شامل دي. ''

نوموړي ویلي، هېواد یې د افغانستان پرتله ډېر د ترهګرۍ له کبله اغېزمن شوی دی:

''موږ د ترهګرۍ له کبله تر ټولو ډېر زیانونه ګاللي دي. که نن هم تاسو په دواړو هېوادونو کې د ترهګرۍ پېښې سره پرتله کړئ، نو ترهګر تر افغانستان ډېر فعالیتونه دلته پاکستان کې کوي. ''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاکستاني لومړي وزیر ویلي که افغانستان وغواړي پر ډېورنډ کرښه اغزن تار لګولای شي

د چین برکس غونډې ګډې اعلامیې په تړاو چې په کې پاکستان کې د سخت دریځو ډلو یادوونه شوې، ښاغلي عباسي ویلي، 'هغه څرګندونې یوازې د پاکستان په اړه نه وې او د پنځو هېوادونو ګډې وې. '

نوموړي دغه راز دا وروستیو کې د سخت دریځۍ په تړاو د چین له لوري د فشار له شتوالي انکار وکړ.

د افغانستان له لوري د هغو وړاندیز په تړاو چې دواړه هېوادونه د یوه او بل د ترهګرو پر وړاندې اقدامات وکړي او یو درېیم هېواد یې باید څارنه وکړي، نوموړي ویلي دی له دغسې کوم وړاندیزه بې خبره دی. د ښاغلي عباسي په وینا 'هېڅ یو هېواد بل هېواد ته د څار اجازه نه شي ورکولای. '

په پام کې ده، چې پاکستانی لومړی وزیر راتلونکو څو ورځو کې د ملګرو ملتونو غونډه کې د ګډون لپاره امریکا ته سفر وکړي، خو دغه سفر کې یې له امریکايي چارواکو سره خبرې په پروګرام کې شاملې نه دي.