BBC
 شاته

د شپږېزه سیالیو لوبغالي سره نژدې چاودنه شوې

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
مشعل: د کرېکټ لوبه او د کرېکټ اداره پوره خوندي ده

د افغانستان کرېکټ شېږېزه لیګ سیالیو لوبغالي ته څېرمه چاودنه شو ې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي دا یو ځانمرګی برید و چې له امله یې یو پولیس او ۲ ولسي وګړي وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان دي.

پېښه کې لوبغاړو او مینه والو ته کوم زیان نه دې رسېدلی.

لوبه د لنډ مهال لپاره وځنډول شوه خو بېرته پیل شوه. همدا شېبه د بست ساتونکو او میس عینک لوبډلو تر منځ لوبه روانه ده.

په لوبغالي کې زموږ خبریال سعید ولي ناصر وايي تر چاوندې وروسته وضع ډېره ارامه برېښي او هیڅ کومه ستونزه نه حساسېږي. لوبغاړي او مینه والو له لوبې خوند اخلي.

تراوسه کومې ډلې د برید مسولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

دا لومړی ځل دی چې په شپږیزه کرېکټ لیګ کې بهرني لوبغاړي، روزونکي او مبصرین برخه اخلي چې ورسره د دوی د امنیت په اړه له یو شمېر کسانو سره اندېښنې پیدا شوې وې.

خو تېره ورځ د کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل بي بي سي سره په خبرو کې وویل، نه یوازې د بهرنیو لوبغاړو بلکې په ټوله کې د شپږیزې د امنیت لپاره ځانګړي تدبیرونه نیول شوي دي: "ولسمشر د کورنیو چارو وزارت په مشرۍ د شپږیزه لیګ د امنیت لپاره کمېسیون ټاکلی چې سخت امنیتي تدابیر یې نیولي دي."

Image caption د دغو سیالیو لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي

د شپږېزه کرېکټ لیګ سیالیو پنځم پړاو دوشنبه د سپتمبر ۱۱مه په کابل کې پیل شو چې د همدې میاشتې تر ۲۲مې به دوام وکړي.

په دغه لیګ کې چې ۶ لوبډلې لري تر اوسه شاوخوا ۱۲۵ میلیونه افغانۍ پانګونه شوې ده.

نور معلومات څو شېبې وروسته.