BBC
 شاته

پوهنه کې د فساد څېړلو پلاوی د موندنو ډاګیزېدل غواړي

د انځور حقوق EPA

د افغانستان د پوهنې یا معارف وزارت په چارو کې د فساد د اعاوو څیړلو ته ټاکلی پلاوی وایي، ولسمشر باید د دوی د موندونو په اړه ګام پورته کړي.

څه باندې دوه کاله وړاندې ولسمشر له هغه ه وروسته پوهنې وزارت کې د فساد د ادعاو څیړلو ته پلاوی وټاکه چې سیګار په دغه وزارت کې پر شته فساد اندیښنه وښوده.

پلاوي د ۱۳۹۴ کال په زمري میاشت کې خپلې څیړنې پيل او کابو درې میاشتې وروسته یې پایله ولسمشر محمد اشرف غني ته وسپارله.

* ۵۵ کلن ښوونځی خپله وداني نه لري

* ۵۶ کاله وروسته یوه افغان ښوونځي ته وداني جوړېږي

د دغه حقیقت موندونکي پلاوي مشر او د ولسي جرګې غړی نادر خان کټوازی وايي، پر څیړنو یې نژدې دوه کاله اوړي، خو په اړه یې ښکاره ګام نه دی پورته شوی.

"مونږ د خپلو څیړنو راپور ولسمشر ته وړاندې کړ، ښکاره خبره ده چې پوهنې وزارت کې نیمګړتیاوې وې، ولسمشر بیا له هماغه وخته تراوسه له مونږ سره خبرې نه دي کړې، باید دا موضوع تعقیب شوې وای او اوس هم باید تعقیب شي".

پر کټوازي سربېره، په دغه پلاوي کې د ولسي جرګې پنځه غړي، د ملي امنیت ادارې او د لویې څارنوالۍ یو یو کارمن او دوه مدني فعالان هم و.

د پېک موندنې څه وايي؟

د انځور حقوق .
Image caption نه د حقیقت موندونکي پلاوي غړو او نه پېک د خپلو اسنادو کاپي له بي بي سي سره شریکه کړه

دوه ورځې وړاندې د پېک په نوم یوه ځايي رسنیز مرکز ادعا وکړه چې د دغه پلاوي د څیړنو د رپوټ یوه کاپي یې ترلاسه کړې ده.

د دغه ادعا شوي رپوټ - چې وايي د ۱۳۹۰ او ۱۳۹۳ تر منځ موده پکې څېړل شوې- په یوه برخه کې ویل شوي د پوهنې وزارت په چوکاټ کې څه باندې څلویښت زره خیالي ښوونکي او ۱۰۳۳ خیالي ښونځي موندل شوي دي.

د دغه مرکز په وینا، په رپوټ کې همدا راز راغلي چې پوهنې وزارت د څوارلس سوو ښونځیو د جوړیدو تړونونه له قانوني تدارکاتي پړاوه نه دي تیر کړي او د وزارت مسوولانو د کتابونو په چاپ کې هم څه باندې شل میلیون ډالره درغلي کړې ده.

* "پکتیکا کې نژدې ۳۰ زره نجونې ښوونځیو ته ځي"

* پکتیکا کې ولس په خپل لګښت د نجونو ښوونځي ودانۍ ورغوله

د رسنیز مرکز لاس ته په ورغلي رپوټ کې دا هم ویل شوي چې د ۲۱ ولایتونو د پوهنې ریاستونو مرکز ته د بندو ښونځیو کره شمېر نه دی ور کړی او له دولتي بودجې یې داسې ښوونځیو ته هم د معاشونو په نوم پیسې ایستلې چې دروازې یې بندې وې.

خو په پوهنې وزارت کې د فساد ادعاو څېړلو ته د ګومارل شوي پلاوي مشر نادر خان کټوازی وایي، د یاد شوي رسنیز مرکز په رپوټ کې ورکړل شوې شمېرې د دوی له موندنو سره اړخ نه لګوي.

د پلاوي موندنې

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption نږدې نیمايي افغان ښوونځي ودانۍ هم نه لري.

ښاغلی کټوازی وایي دوی د پوهنې پنځلس کلنې چارې وڅېړلې او په موندنو کې یې د فساد او خیالي ښونځیو د شته والي خبره شوې، خو دا شمېر هغومره نه دی چې ادعا یې شوې ده:

"خیالي ښوونځي او خیالي ښوونکي وو، خو شمېر یې دومره نه وو چې اوس یې ادعا شوې ده، په یو شمېر سیمو کې ناامني ده، له دې سره خپله خیالي ښوونځي پيدا کیږي".

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، دوی د دغه حقیقت موندونکي پلاوی رپوټ له هغو نورو څېړنو سره چې دا مهال د نورو ادارو له خوا روانې دي یوځایوي او په اړه یې نژدې راتلونکي کې ګام پورته کوي.

* سواد زدکړه؛ د ښځې او مېړه ګډ ټولګی

* هرات کې بندیانو ته اجباري سواد زده کړه

د ولسمشر ویاند شاه حسین مرتضوي بې له دې چې د فساد په اړه د شوې څېړنې د پایلو د څرنګوالي او اوسنیو نورو څیړنو په اړه څه ووایي، بې بي سي ته څرګنده کړه چې پوهنې وزارت کې سمون د دوی یو لومړیتوب دی.

د پوهنې وزارت په اړه چې کومې موندنې او معلومات ترلاسه شوي مونږ ترلاسه کړي، مونږ نورو څېړنو ته هم په تمه یو، ممکن یو شمېر نور بنسټونه راتلونکي کې خپلې څېړنې مونږ ته وسپاري.

د هغه په خبره، حکومت دغه موندنې ارزوي او پوهنې وزارت کې د سمون لپاره ګام اوچتوي: "که چیرته کوم کس ګرم پیژندل کیږي، عدلي او قضایي ارګانونه به یې پر وړاندې اقدام کوي".

د پخواني وزیر دریځ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پوهنې پخوان يوزیر فاروق وردګ په خپل وخت کې د خیالي ښوونځيو او د شمېرو د پړسولو ادعاوې رد کړې وې

د پوهنې وزارت مطبوعاتي چارواکو د نوو رابرسیره شوو ادعاوو په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

خو مخکې فاروق وردګ - چې له ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۴ د پوهنې وزیر وو - د خیالي ښوونځيو او د شمېرو د "پړسولو" ادعاوې رد کړې وې.

پوهنې وزارت په تیرو شپاړسو کلونو کې دومره کړي چې ښونځیو ته د تلونکو زدکوونکو شمېر یې نهو میلیونو ته پورته کړی، خو د ښوونکو د وړتیاوو د لوړولو په برخه کې لا هم اوږد مزل په مخ کې لري.