BBC
 شاته

شمالي کوریا: امریکا ته داسې درد ور کوو چې لا یې لیدلی نه دی

د انځور حقوق Reuters
Image caption د شمالي کوریا مشر

شمالي کوریا د ملګرو ملتونو له نويو بندیزونو وروسته امریکا ته خبرداری ور کړ، داسې درد به ور کړي چې تراوسه یې لیدلي نه وي.

په ملګرو ملتونو کې د شمالي کوریا استازي پر واشنګټن تور ولګاوه چې له پیونګ یانګ سره د سیاسي، اقتصادي او پوځي ټکر لار یې غوره کړې ده.

* د شمالي کوریا نوی توغندی د جاپان پر خاوره تېر شو

* "له شمالي کوریا سره اتومي جګړه ژر پېښېدونکې نه ده"

د ملګرو ملتونو امنیت شورا وړمه ورځ د رایو په اتفاق پر شمالي کوریا نوي بندیزونه ولګول چې له مخې یې دغه هېواد ته د تېل او ګاز صادرات محدودېږي او د دغه هېواد پر ټوکر یا نساجي محصولاتو صادرولو هم بندیز لګېږي.

دا بندیزونه د شمالي کوریا د شپږمې او تراوسه د تر ټولو لویې اتومې تجربې وروسته لګېږي.

د بندیزونو د لومړني پرېکړه لیک له نرمېدلو وروسته چین او روسیې هم پر شمالي کوریا د نویو بندیزونو د لګېدلو ملاتړ وکړ.

د شمالي کوریا غبرګون

د انځور حقوق Getty Images
Image caption شمالي کوریا وايي، اټومي پروګرام یې د بشپړېدو په حال کې دی.

په ملګرو ملتونو کې د شمالي کوریا استازی هان تای سونګ وايي، دا بندیزونه "ناقانونه تړون دی" او ردوي یې.

په جنیوا کې د ملګرو ملتونو کانفرنس ته په وینا کې هغه وویل: "د کوریا خلکو جمهوریت به په راتلونکو ګامونو سره امریکا ته داسې درد ور کړي چې په تاریخ کې یې لیدلی نه وي".

"د منطقي شننې له مخې د پرېکړې په ځای... د واشنګټن رژیم بالاخره د سیاسي، اقتصادي او پوځي ټکر پرېکړه وکړه، ځکه دغه خوب ته د رسېدو ډېره هیله لري، چې د ډیموکراټیکې کوریا اتومي پروګرام پرمختګ - چې اوس بشپړ شوی- شاتګ ته اړ کړي".

* ټرمپ: شمالي کوریا ته مو د صبر کاسه ډکه ده

* "شمالي کوریا د ګوام لور ته د توغندي توغول ارزوي"

د بندیزونو لومړني پرېکړه لیک د شمالي کوریا د تېلي وارداتو یو مخ بندول غوښتل، چې د ځینې شنونکو په وینا په دغه هېواد کې یې بې ټیکاوي پیدا کولی شوه.

خو دا اندېښنه پیدا شوه چې که دا ډول بندیز لګېږي په ژمي کې به خلک له ستونزو سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو نوي بندیزونه

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption د شمالي کوریا ټوکر د دغه هېواد مهم صادرات دي.

د تېلي محصولاتو واردات محدودېدل، چین د شمالي کوریا تر ټولو لوی سوداګریز ملګری دی چې د دغه هېواد ډېر خام تېل برابروي.

د شمالي کوریا د ټوکر یا منسوجانو پر پلور بشپړ بندیز چې د دغه هېواد دویم لوی صادرات دي او ترې ۷۰۰ میلیون ډالره عاید لري.

د شمالي کوریا کارګرو ته بهر ته د تللو لپاره پر نویو ویزو بندیزونه لګول چې د امریکا په خبره، د پیونګ یانګ ۵۰۰ میلیون ډالره مالي عاید کموي.

د شمالي کوریا د مشر شتمني او بهر ته د هغه پر سفر بندیز لګول هم له لومړني پرېکړه لیک لرې شول.

خو بیا هم د امریکا ولسمشر د نويو بندیزونو په هکله وايي، چې دا یو کوچنی ګام دی، لوی ګام نه دی.

"باوري نه یم چې اغېز به ولري، خو ښه ده چې ټولو ۱۵ غړو هېوادونو رایه ور کړه، خو دا بندیزونه د هغه څه پرتله دومره څه نه دي چې بالاخره باید ترسره شي".

خو نوموړي نور څه ونه ویل.

امنیت شورا کې دې بندیزونو ته له رایې ور کولو وروسته په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نېکې هیلې وویل، "موږ له بندیزونو زیاتولو خوند نه اخلو، موږ جنګ نه غواړم".

له ۲۰۰۶ کال راهیسې بندیزونه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې.

له ۲۰۰۶ کال راهیسې د تېرې دوشنبې پرېکړه لیک د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نهم پرېکړه لیک دی چې تصوبېږي.

۲۰۱۶ نومبر ۳۰: ملګرملتونو له چین سره د شمالي کوریا د ډبرو سکرو ارزښتناکه سوداګري په نښه کړه او د دغه هېواد د دې برخې صادرات یې ۶۰ سلنه کم کړل. د مس، نېکل، سپینو، روي یا زینک او مجسمې صادرات هم منع شول.

۲۰۱۷ مۍ ۱۴: شمالي کوریا هغه څه چې لوی اتومي سروکی لېږدوونکی "نوی بالستیک توغندی" یې بولي تجربه کړ.

۲۰۱۷ جون ۲ : ملګرو ملتونو د شمالي کوریا د څلورو ادارو او ۱۴ چارواکو پر سفر او شتمنیو بندیز ولګاوه. په دې کې د شمالي کوریا په بهر کې د څارګرۍ پروګرام سرپرست هم راځي.

د جولای پر ۴: شمالي کوریا دعوه وکړه چې اول ځل یې د لویو وچو ویشتونکی توغندی ازمویلی دی.

د اګسټ ۶: ملګرو ملتونو د شمالي کوریا پر ډبرو سکرو، کاني ډبرو او نورو اومتوکو بندیز ولګاوه او په دغه هېواد کې یې پانګونه محدوده کړه، چې بیه یې د شمالي کوریا لپاره یو میلیارد ډالر یا په دریو کې یوه برخه صادرات کېږي.

د سپټمبر ۳ : شمالي کوریا داسې هایدروجني بم وازمویه چې کوچنی ډول یې پر لر واټنه توغندي نصبېدلی شي.