شاته

ودونو کې د ډېر لګښت مخنیوي هڅې لا هم بریالۍ نه دي

په ودونو کې د ډېرو لګښتونو د مخنیوي هڅې چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي حکومت په ورستیو کې پیل شوې وې لا هم له خنډ سره مخامخ دي. په ودونو کې د لګښتونو قانون هم دوه کاله وړاندې، د افغانستان پارلمان تصویب کړ خو تر اوسه نه دی توشیح شوی.

په دغه قانون کې ودونو ته د وربلل کېدونکو مېلمنو د شمېر او د واده د لګښت څومره والی ټاکل شوی دی. د قانون د برخلیک په اړه اوس نه د ولسمشر دفتر او نه هم د عدلیې وزارت څه وايي.

په افغانستان، په تېره بیا په کابل کې، په ودونو کې چې اوس تر ډېره په لویو لویو صالونونو کې جوړېږي لګښتونه دومر ډېر شوي چې، زوم پوروړی کېږي او په کلونو کلونو یې نه شي ادا کولی. اريا احمدزۍ نور حال لري: