شاته

''د ملي اردو افسرانو ذاتي چارو پر قانون له سره غور کېږي''

افغانستان د انځور حقوق Getty Images

افغان حکومت پتیلې چې د ملي اردو د افسرانو او منصب لرونکو، ذاتي چارو پر قانون له سره غور وکړي. د افغانستان د دفاع وزارت په وینا دا چاره وخت ته اړتیا لري، چې تر بدلونونو وروسته به کابینې او ولسي جرګې ته ولېږل شي.

په دغه قانون کې تر ټولو مهمه برخه د لوړ پوړو افسرانو او جنرالانو د تقاعد موضوع ده چې ویل کیږي د ۶۵ ـ ۷۰ څخه به ۵۵ کلونو ته راټیټ شي.

د افسرانو د ذاتي چارو په قانون کې د بدلونونو په تړاو تر ډېره د جنرالانو تقاعد موضوع ته پام وي، چې ویل کېږې شاوخوا ۱۰ کاله به راټيټ شي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي، د افغان پوځ د افسرانو چارو ذاتي قانون مخکې جوړ شوی و او اوس په وزارت کې یو کمېسیون ورته ټاکل شوی، چې د بیا غور لپاره دا قانون وګوري، ځکه د افسرانو چارو ذاتي قانون باید د وخت اړتیاوو سره سم شي.

د سردار داود پر روغتون د برید ۲۴ تورن مشکوک کسان نیول شوي

افغانستان د ځانگړو ځواکونو شمېر درېيمې لوا ته لوړ کړ

د ځانګړو ځواکونو شمېر دوه برابره کېږي

د ښاغلي وزیري په وینا پر دې به کار وشي چې د دغه قانون کومې برخې تعدیل ته اړتیا لري:

''د دې لپاره چې دا قانون د نننۍ اردو ټولو اړتیاوو ته ځواب ووايي، نو دا کار پیل شوی دی، تر اوسه معلومه نه ده چې پکې د جنرالانو د تقاعد عمر راښکته شوی وي یا هم کوم بله پرېکړه شوې وي. پر دې موضوع کمېسیون کار کوي چې ورسته به امنیت شورا، کابینه او ولسي جرګه پرېکړه کوي. ''

ښاغلي وزیري هغه راپورونه چې پکې د پوځ د جنرالانو د تقاعد عمر له ۶۵ او ۷۰ کلونو ۵۵ کلونو ته ټیټ شوی ناسم وبلل او وايي، د دې قانون په اړه لا کومه پرېکړه نه ده شوې.

د ملي امنیت ادارې مخکیني مشر امرالله صالح پر خپله فیسبوک پاڼه کې د امنیتي ځواکونو د افسرانو د تقاعد د بدلونونو هرکلی کړی دی او وايي، باید په دې تړاو هېڅ اندېښنه و نه شي، د هغه په وینا که دغو افسرانو وړتیا، ژمنتیا او انګېزه لرلای اوس به د هېوا حالت داسې نه وو.

د انځور حقوق Getty Images

د پوځي چارو کاپوه عتیق الله امرخیل چې خپله هم د افسرانو ذاتي چارو د اوسني قانون له جوړونکو څخه دی، له وخت سره سم په قانون کې د تعدیلاتو سره موافق دی، خو وايي په قانون کې د بدلونونو له لارې باید تجربه لرونکي افسران کورناستي نه شي.

د ښاغلی امرخیل په خبره یوه بېلګه د ډي ډي آر بهیر و، چې په ترڅ کې یې زرګونه تجربه لرونکي افسران له دندو ګوښه شول او چارې تر ډېره بې تجربې کسانو په لاس کې واخیستې چې د ده په وینا په افغانستان کې د جګړې د اوږدېدو لامل هم شو:

''هغه تجربه چې زاړه جنرالان یې لري نوي جنرالان یې نه لري، ځکه اوس د جګړې وخت دی او په داسې حالاتو کې تجربه، اداره، اکمالات او قومنداني دا لومړي شرطونه دي. چې دا په اوسنیو جنرالانو کې شته. بله دا چې ځوان جنرالان د تجربې ترلاسه کولو لپاره د مراتبو سلسله تېره کړې وي. اوس داسې جنرالان شته چې له ښوونځي تر فارغېدو اووه کاله وروسته جنرالۍ ته رسېدلی. ''

د انځور حقوق Getty Images

که څه هم په دې تړاو د حکومت له خوا تر دې دمه کوم بدلونونه نه دي رامنځ ته شوي خو دغې چارې وار له مخه په افغانستان کې د یو شمېر سیاسي څېرو او پوځي چارو کارپوهانو غبرګونونه راپارولي دي.