BBC
 شاته

''افغانستان ته د هند په سترګه کتل د پاکستان لویه ستونزه ده''

عمر زاخیلوال د انځور حقوق Getty Images
Image caption حضرت عمر زاخېلوال وايي، هېواد يې کله هم په نړیوال کچ د پاکستان د ګوښه توب لپاره کار نه دی کړی

په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، تر هغه چې پاکستان افغانستان ته د هند په سترګه کتل پرې ايښي نه وي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا ښه کېدلی نه شي. دا خبرې نوموړي په اسلام اباد کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ديپلوماسۍ په یوه غیر رسمي بحث کې کړې دي.

ښاغلی زاخېلوال وايي، هېواد يې کله هم په نړیوال کچ د پاکستان د ګوښه توب لپاره کار نه دی کړی او وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ بې باوري لاهم د لرې والي تر ټولو لوی لامل دی.

د افغانستان په تړاو د امریکا له نوې تګلارې وروسته چې پکې يې پاکستان د اورپکو پر ملاتړ او پټنځایونو تورن کړی و، ښايي دا په پاکستان کې د افغان سفیر لومړنۍ څرګندونې وي، چې وايي، پاکستان باید افغانستان د یوه خپلواک هېواد په حیث ومني او له نورو هېوادونو سره يې پر اړیکو او دوستۍ خفه نه شي.

اسلام اباد چې په دې باور دی ' که ډیلی او کابل سره نژدې شي، نو ښايي دوی ته دواړه سره یو شي، ځکه چې دواړو هېوادونو تل پر دغه هېواد د اورپکږ د ملاتړ تورونه لګولي دي. '

"د پاکستان دولت اوس هم د توندلارۍ کارخانې چلوي"

پاکستان، افغانستان ته د هر اړخيزې همکارۍ ډاډ ورکړى

خواجه اصف: پاکستان به د امريکا پر ځاى سيمه ييزو هېوادونو سره اړيکي وپالي

د ښاغلي زاخېلوال په خبره تر هغه چې په افغانستان کې سوله نه وي راغلې، پاکستان هم سوله ييز نه شي پاته کېدای او په خبره يې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د بې باورۍ د له منځه وړلو لپاره باید کار وشي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption عمر زاخیلوال وايي، تر هغه چې په افغانستان کې سوله نه وي راغلې، پاکستان هم سوله ييز نه شي پاته کېدای

په اسلام اباد کې افغان سفیر داسې مهال دا خبرې کوي، چې ټاکل شوې، راتلونکې اوونۍ د افغانستان د پارلمان یو دوه کسیزه پلاوی پاکستان ته سفر وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د بې باورۍ له منځه وړلو لپاره خبرې وکړي.