BBC
 شاته

'و نه و یو شپون و'

'و نه و یو شپون و'
Image caption 'و نه و یو شپون و'

له امریکا غږ راډیو مې ډېر کلونه پخوا لومړی ځل د مرحوم استاد سعدالدین شپون خبرې واورېدې، چې د خپلو اورېدونکو د لیکونو ځوابونه یې ورکول.

دا په ظاهره 'عادي ' خبرې وې، خو پکې جوت درد، جراات، طنز او ظرافت برالا چیغې وهلې چې نه سړی عادی دی او نه یې خبرې!

که یوې خبرې ته به یې د انسان ستونی راډک شو، نو بلې به یې زخم ته د ملهم کار ور کاوه.

نور ډېر کلونه وروسته مې بیا ټکي په ټکي ولوست.

شین ټاغی، ګټیالی، د سمڅې یاران، د بنګي غاړه، ښایستو، د مچۍ ځاله او بیا و نه و یو شپون و.

بیا مې یوه ورځ کابل کې ولید.

له خوشالۍ په ځان نه پوهېدم، خو چې لاس یې راکړ، لومړۍ پوښتنه یې دا وه، چې:

'ته هغه ښه سړی یې که هغه بد؟ '

''د بنګي غاړه مې شنه''

استاد شپون پر خپل نوي ناول ، ښاېستو ،غږيږي

هلته ناستو ملګرو مې چې وارخطایۍ ته وکتل د استاد د ښه سړي او بد سړي په توپیر یې پوه کړم.

بیا مې چې وروستی ځل ولید، په غېږ کې یې ونیوم په لوړ غږ یې راته وویل:

'راباندې ګران یې، ټول راباندې ګران یاست، ځکه 'ټونګره ' در اچوم! '

دا داسې وخت و، چې که استاد راته دا خبره هم نه وای کړې، پوهېدم چې د هغه 'ټونګرې ' د هغو لپاره وي، چې پرې ګران وي.

په 'و نه و یو شپون و ' کې یې د خپل ماشومتوب یوه خاطره لیکلې وه.

د کندوز د یوه مازدیګر کیسه وه، چې د مکتب هلکان د پاچا موټر ته په کتارونو کې انتظار ولاړ وو.

شپون صیب لیکلي چې 'کرۍ ورځ مو زړه کې ګوړې ماتولې چې پاچا به له نژدې ووینو، خو د پاچا د سپرلۍ موټر لکه دوړه داسې تېر شو او موږ ته یې ایله خټې را باد کړي '

د انځور حقوق FB
Image caption ارواښاد شپون کابل کې په یوه لمانځغونډه کې.

د شپون له هغې لیکنې سړی په اسانۍ پوهېږي، چې دا یې د وخت له واکمنه ښايي لومړۍ ګیله وه، خو انداز یې ګوښی، خپل او خاص!

د استاد په ژوند لیک کې دغه 'پېښه ' هم یاده شوې او وروسته کابل ته تګ، د ښاري هلکانو له 'ښاریتوبه ' بغاوت، د حبیبیې لیسې انګلیسي زدکړه، د ملګرو ملتونو دفتر کې د ډکې المارۍ کتابونو لوستل، د پېښور په تاکال کې له ګرمۍ نه د ځان ژغورنې لپاره په لانده څادر کې څملاستل او بیا د امریکا تر ځمکه لاندې د اورګاډي په ولاړ واګون کې د ژمي سړې شپې تېرولو یادونه هم شوې.

په حافظه کې د شعرونو پاتې کېدل نوې خبره نه ده، خو مبالغه به نه وي، که ووایم چې د استاد زرګونه جملې مې اوس هم په حافظه کې هغسې پاتې دي، چې ویلې یا لیکلې یې دي، خو چې هره یوه خبره یې اړوم را اړوم همدغه د وطن او وطنوالو د مینې او خواخوږۍ داستان دی، چې انداز یې د شپون خپل دی، ځانګړی او له نورو جلا!

ګیلې دي، ټونګرې دي اعتراضونه دي، نیوکې دي، خو مرورتوب پکې نشته.

سعدالدین شپون، د یو ځانګړي سبک خاوند لیکوال

وتلي افغان لیکوال او شاعر سعدالدین شپون له دې نړۍ سترګې پټې کړې

۲۰۱۰ کال کې د بي بي سي ایمل پسرلي له مرحوم استاده پوښتلي و، چې په ښاېستو ناول کې د اوسنۍ سياسي وضعې، يا سياسي څيرو ځينې څرکونه هم وينو، په پخوانيو ناولونو کې مو پخوانۍ زمانې يادې دې ، دا کار قصدي شوى او که تصادف دى؟

د استاد ځواب هغسې و، چې باید وای:

''هر وخت چې ما ناول ليکلى هغه وخت مې ياد کړى دى، د شين ټاغي په وخت کې هالته په پېښور کې وم او له روسانو سره توده جگړه روانه وه او دا د اوسني ناول د ليکلو پر وخت زه په کابل کې وم سياسي تبصره پخوا هم 'زما په ناولونو کې ' وه اوس هم ده، شين ټاغي کې اتل د مقاومت يوه برخه وه. ''

د استاد هره خبره د وطن خبره وه، د خلکو خبره وه او د خپل زړه خبره یې وه، چې په خپل انداز یې ښکاره کوله.

که نثر یې لیکه او نظم، که طنز یې کاوه او که د خپل شخصي ژوند خبره، درد په کې هماغه یو و.

د انځور حقوق FB
Image caption ارواښاد شپون به ویل: مشرانو پښتو ژبه تر موږ راورسوله، اوس که یې موږ د وخت سیاله نه کړو، جفا به مو کړې وي

په یوه نظم کې د کډوالۍ ژوند ترخې بیانوي، خو پای کې د نورو 'مرغانو ' په حال ژاړي، چې صیاد یې ځاله ورانه کړې:

د تهکال په ارباب روډ کې یوه حجره ده

پکې ناست یمه یوه زه پنځه بچیان

یو شلېدلی ګټګکی په ګوټ کې پروت دی

زه پرې ناست یمه په لاس کې مې دیوان

تر څادر لاندې مې لور غېږ کې ویده ده

چې ساړه شي نښلوي راپورې ځان

خدای خبر شه د هغې مرغۍ له حاله

چې صیاد یې دړې وړې کړله ځاله

استاد شپون به د ژبې برخه کې ویل:

''مشرانو پښتو ژبه تر موږ راورسوله، اوس که یې موږ د وخت سیاله نه کړو، جفا به مو کړې وي. ''

موږ به د استاد د کار په برخه کې ووایو، 'شپون خپله برخه کار ښه په اخلاص وکړ، د خپل ژوند نژدې شپږ لسیزې یې زموږ لپاره د زړه په وینو لیکل وکړ.

اوس که موږ د هغه فکر تر راتلونکو و نه رسوو، نه یوازې له ځان سره او له شپون سره بلکې له وطن او ولس سره به مو جفا کړې وي. '

د انځور حقوق FB