BBC
 شاته

مس عینک بند امیر او سپین غر بست مات کړ

د انځور حقوق ACB
Image caption مس عینک لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۹ منډې وکړې

نن په کابل کې د کرېکټ شپږیزې غوره لیګ سیالیو په لړ کې دوې لوبې وشوې. لومړۍ لوبه د مس عینک اتلانو او بند امیر ښامارانو تر منځ وه.

مس عینک لوبډلې لومړی منډې جوړې کړې.

د دغې لوبډلې د سر لوبغاړي سیباندا ښه وځلېد او ۵۹ منډې یې وکړې. تر هغه وروسته بوري ۳۸ او احسان الله ۲۱ منډې وکړې.

نورو لوبغاړو د پام وړ لوبه ونه کړه. زیاتره وخت په ۲۰ اووریزو سیالیو کې دوو یا درې لوبغاړو ته د ښې لوبې چانس برابرېږي.

ټول لوبغاړي نه شي کولای چې پنځوسیزې ووهي او یا ډېرې منډې جوړې کړي.

مس عینک لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۹ منډې وکړې چې د کابل نړیوال لوبغالي ته په کتو سره ډېرې نه وې.

په توپ اچونه کې راشد خان ښه وځلېد او د سیالې لوبډلې درې لوبغاړي یې وسوځول.

د بند امیر لوبډلې لوبغاړو پیل ډېر ښه او چټک و.

مس عینک لوبډلې ښې ډګر ساتنې او د دولت ځدراڼ چټکې توپ اچونې د هغوی وار پار خطا کړ د انځور حقوق ACB
Image caption مس عینک لوبډلې ښې ډګر ساتنې او د دولت ځدراڼ چټکې توپ اچونې د هغوی وار پار خطا کړ

د مس عینک لوبډلې ستړي لوبډلمشر محمد نبي عیسی خیل چې نوی له کارابین غوره لیګ لوبو راستون شوی و، تر ډېره یې هڅه کوله چې توپ اچونکي بدل را بدل کړي.

خو لوبه تر ډېره د بند امیر ښامارانو لوبډلې په واک کې وه.

په وروستیو دوو اورونو کې بند امیر لوبډلې یواځې ۱۰ منډو ته اړتیا لرله او درې لوبغاړي هم ورسره وو، خو د مس عینک لوبډلې ښې ډګر ساتنې او د دولت ځدراڼ چټکې توپ اچونې د هغوی وار پار خطا کړ، پرلپسې یې ویکټې له لاسه ورکړې او لوبه یې د شپږو منډو په توپیر مس عینک اتلانو وګټله.

د سپین غر بازانو او بست ساتونکو لوبه

سپین غر لوبډلې لومړی لوبه پیل کړه او د سر لوبغاړو یې نورعلي ځدراڼ او عثمان غني د پنځوسیزو په جوړولو بریالي شول.

د دوی لوبه په تیزۍ سره مخ ته روانه وه او داسې اټکل کېده چې منډې به یې تر ۲۰۰ واوړي خو د ګلبدین نایب توپ اچونې د هغوی د منډو جوړولو مخه ډب کړه او ټولې منډې یې ۱۹۳ ته ورسېدې. ګلبدین نایب د سیالې لوبډلې درې لوبغاړي وسوځول.

بست ساتونکو لوبه ډېره تیزه پیل کړه. په لومړیو شپږو اوورنو 'پاور پلې ' کې یې ۷۴ منډې جوړې کړې.

د شپږیزې کرېکټ لیګ پنځم پړاو ځانګړی رنګ

شاهد اپریدی: افغان کرېکټ شپږیزه کې برخه نه اخلم

لومړي ځل شپږېزه سیالیو کې ۶۸ بهرني لوبغاړي لیلامېږي

د بست لوبډلې لپاره نوروز منګل په ۲۴ توپونو ۴۱ منډې وکړې، خو د آفتاب عالم او سمیع شینواري ښې او غوره توپ اچونې تر ډېره کار وکړ او سیال لوبغاړي یې وسوځول.

آفتاب عالم د سیالې لوبډلې څلور او سمیع شنیواري درې لوبغاړي وسوځول او لوبه یې د ۱۳ منډو په توپیر وګټله.

په شپږیزې سیالیو کې هیڅ اټکل نه شي کېدای چې کومه لوبډله به لوبه وګټي، ځکه په یوې لوبې کې ۱۴۰ هدف نه شي پوره کېدای خو بل پلو تر ۱۸۰ منډې جوړیږي او دا ښيي چې بېلابېلې لوبډلو په توپ وهنه او توپ اچونه کې پر خپلو لوبغاړو څومره کار کړی دی.