اولمپيک ۲۰۱۶: مصری لوبغاړی اسرائيلي سيال ته د لاس نه ورکولو له کبله شړل شوی
د برازیل ریو اولمپیک ۲۰۱۶ لوبو پرمهال د جودو یو مصری لوبغاړی اسلام الشهابي د سیالۍ پای کې خپل اسرائیلي سیال 'اور سیسن ' ته د لاس نه ورکولو له کبله خپل هېواد ته استول شوی دی.
اسلام الشهابي د تېرې جمعې په ورځ خپل اسرائیلي سیال 'اور سیسن ' ته لوبه وبایلله او کله یې چې خپل سیال ته له لاس ورکولو ډډه وکړه، ریفري ورته وویل چې درناوی وکړي.
د لوبو مینه والو هم د الشهابي پر دې عمل نیوکه وکړه او د اولمپیک نړیوالې کمېټې وغانده.
په جاپانۍ جودو لوبه کې دواړه لوبغاړي د درناوي په پار یو او بل ته سرونه ټیټوي او لاس ورکوي.
اې ایف پي خبري اژانس ویلي، د اولمپیک نړیوالې کمېټې انضباطي یا تادیبي کمېسیون له غونډې وروسته د مصر د اولمپیک کمېټې ته خبر ورکړ، چې 'اسلامي الشهابي د خپل دغه عمل له کبله غندل شوی او غواړي چې بېرته یې خپل کور ته واستوي'.
د اولمپیک تادیبي کمېټې د الشهابي دا عمل د اولمپیک او لوبې له معیارونو سرغړاوی وباله.
پر دې سربېره، د مصر د اولمپیک له کمېټې وغوښتل شول، چې اولمپیک کې له ګډون کولو وړاندې خپلو لوبغاړو ته د اولمپیکي اخلاقو او حریف ته د درناوي کولو په اړه معلومات ورکړي او راتلونکې کې له دا ډول پېښو ډډه وشي.
۳۲ کلن اسلام الشهابي د ۲۰۱۰ کال په نړیوالو لوبو کې طلايي مډال هم ګټلي، خو پر خواله رسنیو د خپل هېواد کې د سخت دریځو ډلو له خوا پرې فشار و چې لوبو کې ګډون ونه کړي.
+د اولمپیک سیالیو ځانګړې پاڼه