BBC
 شاته

د ګوانتانامو ۱۵ بندیان اماراتو ته لېږدول شوي

Image copyright Reuters
Image caption تر ډېره له زندان نه ایستل کېدونکي بندیان څارل کېږي او په ټولنیز ژوند کې یې د بوختولو هڅې کېږي.

د امریکا دفاع وزارت ویلي، په کیوبا کې د امریکا له ګوانتانامو زندان نه ۱۵بندیان متحده عربي اماراتو ته لېږدول شوي دي.

دا د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ په کلونو کې له دې زندان نه د بندیانو د لېږدولو تر ټولو لوی ګام دی.

په دې سره ګوانتانامو زندان کې ۶۱ بندیان پاتې شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، په لېږدول شویو بندیانو کې ۱۲ د یمن او درې د افغانستان دي.

پنتاګون هڅه کوله چې د یمني بندیانو د لېږد لپاره درېیم هېواد ومومي، ځکه چې یمن کې د کورنۍ جګړې له کبله دوی خپل هېواد ته نه شي استولی.

پنتاګون په یوه خبرپاڼه کې ویلي "د امریکا متحده ایالتونه د اماراتو له حکومته منندوی دي چې د انساني زړه سوي له مخې یې د ګوانتانامو زندان د بندولو په تړاو د امریکا د هڅو ملا تړلې ده".

تر ډېره له زندان نه ایستل کېدونکي بندیان څارل کېږي او په ټولنیز ژوند کې یې د بوختولو هڅې کېږي.

د بښنې نړیوال سازمان د امریکا ددغه ګام مننه کړې او دا یې د ولسمشر اوباما له لوري د زندان د بندېدو د هڅو یوه بېلګه بللې ده.

Image copyright Reuters
Image caption ولسمشر اوباما په ۲۰۰۹ کال د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین پرمهال ژمنه کړې وه، که ولسمشر شي د دغه زندان تړل به یې لومړیتوبونو کې وي.

ګوانتانامو زندان د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د دوه پړاویزه ولسمشرۍ پرمهال تر ټولو لانجمه مسله وه.

ولسمشر اوباما په ۲۰۰۹ کال د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین پرمهال ژمنه کړې وه، که ولسمشر شي د دغه زندان تړل به یې لومړیتوبونو کې وي.

په تېره اپریل میاشت کې هم د یمن نهه بندیان له ګوانتانامو زندان نه سعودي عربستان ته ولېږدول شول.

دغه لېږدونه د واشنګټن او ریاض د ډیپلوماټیکو هڅو پایله کې ترسره شوه.

ولسمشر اوباما هڅه کوي چې په راتلونکې جنورۍ کې له سپینې ماڼۍ تر وتلو وړاندې ددغه زندان د تړلو چارې بشپړې کړي.

سپینې ماڼۍ ویلي، د زندان د تړل کېدو په تړاو پر څلورو ټکو هوکړه شوې، خو په کانګرس کې د ځینو جمهوریپالو او ځینو ډیموکراټو استازو له مخالفت سره مخامخ شوې ده.

ګوانتانامو زندان د کیوبا په سوېل ختیځ د امریکا په یوه پوځي اډه کې پروت دی، چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له پېښو وروسته د مخکیني ولسمشر جورج ډبلیو بوش د واکمنۍ پرمهال د مشکوکو ترهګرو د ساتلو لپاره جوړ شوی.

Image copyright getty Images
Image caption په لومړي سر کې دې زندان کې۷۸۰ بندیان ساتل کېدل، چې ډېری یې له محاکمو او تور پرته کلونه کلونه هلته بندیان وو.

د بشري حقونو مدافعو ډلو پر دغه زندان ټینګې نیوکې کړې چې ګني له بندیانو سره ناانساني چلند کېږي.

په لومړي سر کې دې زندان کې۷۸۰ بندیان ساتل کېدل، چې ډېری یې له محاکمو او تور پرته کلونه کلونه هلته بندیان وو.

Image copyright Getty
Image caption سپینې ماڼۍ ویلي، د زندان د تړل کېدو په تړاو پر څلورو ټکو هوکړه شوې، خو په کانګرس کې د ځینو جمهوریپالو او ځینو ډیموکراټو استازو له مخالفت سره مخامخ شوې ده.