شاته

د ګوانتانامو ۱۵بندیان عربي متحده اماراتو ته انتقال شول

د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګان په اعلامیې کې ویل شویدي چې دغه پنځلس کسان د اړوندو ادارو لخوا د " هر اړخیزې " ارزیابۍ نه وروسته عربي متحده اماراتو ته انتقالیږي.

پدغو کسانو دولس یې یمنیان او درې یې افغانان دي.

په اعلامیې کې د عربي متحده اماراتو د حکومت نه مننه شوې چې د ګوانتانامو د زندان د تړلو په هڅو کې یې د "بشریت پرستۍ" نښه وښوده او دیته یې زړه ښه کړ چې دغه کسان پخپل هیواد کې مني.

د دې کسانو په انتقال سره اوس د ګوانتانامو په زندان کې یوازې ۶۱ کسان بندیان پاتې شول.

د دفاع وزارت په اعلامیې کې ویل شویدي چې د ګوانتانامو د ارزیابۍ کاري ډلې د جمهور رئیس براک اوباما د هغه فرمان له مخې چې د 2009 کال د جنوري د میاشتې په دوه ویشتمې نیټې یې صادر کړی و، د دغو کسانو قضیې په هر اړخیز ډول مطالعه او ارزیابي کړیدي.

پدې کاري ډلې کې د متحده ایالاتو د بهرنیو، دفاع، کورني امنیت او عدلیې وزارتونو د استازو تر څنګ د ملي استخباراتو د ریاست او د لوی درستیزانو د ګډې کمیټې استازي برخه لري.

په اعلامیې کې ویل شویدي چې د اساسي قانون د حکم سره سم، د دفاع وزیر د دغو کسانو د انتقال په هکله کانګریس ته خبر ورکړیدی.

هغه بندیان چې د ګوانتانامو د زندان نه به عربي متحده اماراتو ته انتقالیږي، نومونه یې په لاندې ډول دي:

عبدالمحسن، عبدالرب صالح ال بوسي، عبدالرحمان سلیمان، محمد ناصر یاهي خسروف قزاز، عبدل محمد احمد نثار المهاجري، محمد احمد سید الاضاحي، عبدالقادر المظفري، محمد عبدالعزیز المجاهد، سعید احمد محمد عبدالصارم جربح، محمد کمین، ظهار عمر حامص بن همدون، حامد الرزاق چې په حاجي حمیدالله هم شهرت لري، مجید محمود عبدو احمد، ایوب مرشد علي صالح، عبیدالله او بشیر ناصر علي ال مروله