BBC
 شاته

د بربنډو فلمونو کتل د ''ځونانو روغتیا ګواښي''

Image caption د انټرنېټ له لارې پورن فلمونو ته په اسانې لاسرسي ځینو مواردو کې جنسي اړیکي اغېزمن کړي اینجلا ګریګوري

یوه وتلې بریتانوۍ ارواپوه وايي هغه ځوانان چې ډېر پورن فلمونه ګوري خپله روغتیا له خطر سره مخامخوي او ښځې او نارینه تر منځ اړیکې هم اغېزمنوي. وتلې بریتانوۍ ارواپوه اینجلا ګریګوري وايي، هغه ځوانان، چې ډېر پورن (لوڅ) فلمونه ګوري خپله روغتیا له خطر سره مخامخوي.

د ناټینګهم پوهنتون دغه څېړونکې وايي، د هغو ځوانانو شمېر، چې عمرونه یې له ۱۸ کلنۍ تر ۲۵ کلنۍ پورې دي او له دغه ډول ستونزو سره مخامخ دي د ۱۰ کاله پخوا په پرتله ډېر شوي دي.

نوموړې دغه راز وايي پخوا به د ډېر عمر لرونکي کسان د "اختلال نعوظ کوروالي" په څېر جنسي ناروغیو له کبله ډاکټر ته ورتلل.

هغه زیاتوي په غالب ګومان د بدن دفاعي نظام ځینې کمزورۍ ( ملټیپل اسکلروسیس)، د زړه حمله یا د خوږې ناروغي هم د همدغو ګډوډیو له کبله رامنځته کېدای شي.

د نوموړې په خبره د انټرنېټ له لارې پورن فلمونو ته په اسانې لاسرسي ځینو مواردو کې جنسي اړیکي اغېزمن کړي دي، چې په خبره یې د دغو فلمونو کتکونکو ځوانانو په ذهن کې د اصلي انسانانو پر ځای ډېری مهال کمپیوټري تصویرونه ځای نیسي.